لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستانۍ روپۍ ارزښت غورځېدو دخلکو په ژوند څه اغېز کړی دی؟


PAKISTAN-STOCKS/

د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ قدر ورځ تر بلې کميږي اؤ هغه تنخادار او مزدورکاره طبقه چې د خپل کار اجرت په پاکستاني روپو کې اخلي وايي، د روپۍ قدر کمېدو سره سم يې تنخا او دياړۍ کې زياتوالی نه کيږي چې له امله يې د روزانه لګښتونو پوره کولو جوګه نه دي پاتې شوي،دخپلو ضروریاتو پوره کولو لپاره پورونو اخستو ته اړ شوي.

عرفان الله په شخصي کمپنۍ کې کار کوي، وايي په کال دوه زره 2009م کې يې د مياشتې تنخا لس زره روپۍ وه، په هغه وخت د يو ډالر قيمت نزدې پنځوس روپۍ ؤ،

عرفان وايي هم هغه کمپنۍ کې اوس هم کار کوي تنخا يې ديرشو زرو ته رسېدلې خو د ډالر قيمت څو چنده سېوا شوی او موجوده وخت د يو ډالر قيمت نزدې دوه سوه او اتویشتو روپو ته رسېدلی چې دده د کار شروع کولو په نسبت څو چنده زيات شوی دی۔

عرفان وويل د دوي تنخاګانې د روپۍ د قدر کمېدو مقابله کې ډيرې کمې سېوا شوې دي خو بلخوا د خوراکي توکیو، دوايانو، تعليم او د کور د استعمال دشیانو بیعې د روزانه په حساب زیاتیږي چې ورسره په دې تنخا کې ورته ژوند تېرول ګران شوي دي.

"په هغه وخت کې به مو په تنخا کې ښه ګزاره کېده، څيزونه ارزان وو، اوس د روپۍ قدر کم شوی، خو زمونږ تنخاګانې هغسې نه دي سېوا شوي ، د کور خرچ چلولو د پاره اکثر له د ملګرو نه قرض اخلو"

د پاکستان مرکزي بېنک د جولایي دمياشتې دشمېرو ترمخه په ملک کې د ګرانۍ کچه يوويشت فيصده ته رسېدلې ده، وړاندې کلونو کې به دغه کچه د دولسو نه تر څوارلسو فيصدو وه.

بهار علي دياړي مزدوري کوي، وايي څو کاله مخکې به يې د ورځې دياړي د پينځوؤ نه شپږو سوو روپو پورې وه او هغه اوس د زرو نه دولسو سوؤ روپو ته رسيدلي خو د کور خرچ چلول ورته پکې ګران شوي دي.

"په هغه دياړۍ کې به ګزاره کيده، د کور سودا، د ډاکټر خرچ او نور ضروريات به پکې تر څه حده پوره کېدل خو اوس وخت ګراني د حد نه زياته شوې او د دياړې په هغه حساب نه ده سېوا شوې، مونږ اوس د مجبورئ نه ټوله هفته کار کوؤ او چوټي هم نه شو کولی"

د اقتصادي چارو کاپوهه سجاد علي وايي پاکستان کې غېر ملکي زر مبادله نزدې نهه اربه ډالره ده، د پاکستان د توانایۍ او خوراکي څيزونو زيات انحصار په درامدي څيزونو دی، چې ورسره د ډالر قيمت ورځ تر بلې زياتيږي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې نوموړي وويل پاکستان کې معيشت دومره توان نه لري چې د روپۍ د قدر کمېدو په حساب تنخاګانې زياتې کړل شي او نه کاروباريان ددې جوګه دي چې د مزدورانو دياړي د د روپۍ د قدر کميدو په حساب کړي.

دسجاد علي په وینا هم دغه وجه ده چې پاکستان کې خلکو ته د ژوند روزانه ضروريات پوره کول ګران شوي دي۔

"زمونږ په ملک کې ګرانۍ کې د ډالر ډير اثر دی، په ملک کې په تېرو څلورو کالو کې د ډيرو څيزونو قيمتونه نزدې سل فيصده سېوا شوي دي، په دغه حساب د خلکو تنخاګانې نه دي زياتې شوي، نو ګراني د امدن نه ډيره زياته مخکې روانه ده"

د پاکستان مرکزي حکومت په دې وروستیو کې په ګرانۍ د قابو ساتلو دپاره د سود شرحه 15فیصدي ته زیاته کړې ده،

ددې ترڅنګ يې د صحت کارډ او راشن کارډ په نوم پروګرامونه هم پېل کړي دي، د سرکاري ملازمينو په تنخاګانو کې ېې په بجټ کې د اضافې اعلان کړی او د مزدور د مياشتنی لږ تر لږه اجرت يې هم زيات کړی دی، خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د دې پروګرامونو څخه د ترلاسه کيدونکو اسانتياو مقابله کې د ګرانۍ کچه په تېزۍ سره سېوا کيږي او غربت او بې روزګارۍ د خلکو ژوند ګران کړی دی۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG