لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزیرستان:دماین چاودنه کې درې تنکي هلکان ژوبل شوي دي


امنیتي چارواکي او ځایي خلک وایي دخیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې دماین په یوه چاودنه کې درې تنکي ماشومان هلکان ژوبل شوي چې پکې د یو حالت مرګونی ښودل کیږي.

داپېښه د یکشنبې په ورځ د جنوبي وزیرستان تیارزه تحصیل وادي بدر په ګیګا خېل سیمه کې را مینځ ته شوې ده.

د جنوبي وزیرستان دپولیسو دضلعي افسر ددفتر چارواکو وي او ای ډیوه ته دپېښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي پېښه کې ژوبل شوؤ ماشومانو ته د مدرسې نه د واپسۍ پرمهال دغلته یو ماین په لاس ورغلی چې هغه پرې چاودیدلی دی.

د دفتر چارواکو وویل پېښه کې د ژوبل شوؤ درېوؤ ماشومانو پیژندګلو د رضوان، حکیم الله او عادل په نومونو شوې چې عمرونه یې د لسو نه د پینځلسو کلونو ترمنځ دي .

دپولیسو دمشر ددفتر چارواکي وایي له چاودنې وروسته پېښه کې د یو ژوبل تن د زخمونو حالت شدید ؤ او هغه واڼه سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوی.

دضلعې دپولیسو مشر دفتر چارواکي وایي دپېښې سره سم سیمې ته دپولیسو پلټونکې ډلې لیږل شوي اؤ ددې چاودنې دعلتونو مالومولو هڅې روانې دي.

په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو او په ځانګړي ډول وزیرستان کې د زمکنیو ماینونو یو شمیر چاودنې شوي چې پکې ګڼ شمیر خلک وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د بدر سیمې منتخب چیرمین سیف الله سیفي وايي دا د تشویش خبره ده چې دغلته هره ورځ د ماین چاودنو پیښې کیږي چې د علاقې خلکو ته زیان اړوي .

هغه وویل په دې اړه دسیمې خلکو د حکومتي چارواکو نه بیا،بیا د ماینونو پاکولو غوښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړه تر چاودنو وروسته دغلته بیا په هسپتالونو کې د علاج اسانتیاوې نه وي او د علاج د پاره ژوبل کسان نورو سیمو ته وړل کیږي .

څوکاله وړاندې د پښتنو د حقونو د تحفظ لپاره رامنځته شوي تحريک پي‌ ټي ایم یا دپښتون ژغورنې غورځنګ هم د ماينونو په مسله خپل غږ پورته کړی او د حکومت نه يې غوښتنه کړې چې دغه سيمې باید له ماینونو پاکې کړل شي.

تیر کال د پېښور هایکورټ قبایلي سیمو کې دماینونو پاکولو امر کړی ؤ خو دپاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د روان کال د جنورۍ په پینځمه خبري غونډې ته ویلي وو، په 2021 کال کې په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنې وروستۍ پیښه د جون په دیارلسمه په بدر سیمه کې شوې وه

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG