لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسرو زرو لوړو بیعو پښتونخوا کې میندې اؤ پلرونه دخپلو بچو ودونو ته پرېشانه کړي


د پاکستان د نورو برخو په څېر په خیبر پښتونخوا کې هم د سرو زرو بیعې زیاتې شوي او د یوي تولې بيعه 151000 روپو ته رسیدلې ده.

دسرو زرو دبیعو لوړیدو سره په صوبه کې د ځوانانو اؤ پيغلو میندې هم اندیښمنې دي چې څنګه د خپلو بچو د ودونو خرڅونه پوره کړي.

په مردان ښار کې 50کلنه لکشن بي بي وایي پنځه زامن لري، یو زوئ له یې واده کړی او د دوؤ زامنو د ودونو دپاره یې تیارۍ روانې دي خو وایې د سرو زرو د ګرانو بیعو له وجې فکرمنده ده چې د کالو پترو سره سره د ګرانۍ له وجې څنګه به د ودونو نور لګښتونه پوره کوي.

"یو زوئ له مې واده کړی په هغه وخت کې سره زر ارزان وؤ او اوس مې دوؤ زامنو له کویژدنې کړي ټوله شپه راسره غم وي چې دا کالي به څنګه جوړوم ،ځکه چې څلور، څلور تولې یې کالي یې راباندي ایښي دي یو خوا راته د کمرو جوړولو کار پاتې دی او بل خوا د ناوې یوه جوړه په 30 زره روپۍ ده حیرانه یم چی څه به کومه"

تیره اوونۍ په نړیوال مارکیټ کې د سرو زرو د یو اونس بيعه 300 ډالره کمه شوې خو نن په دې کې 4ډالره زیاتوالی راغلی او په نړیوال مارکیټ کې د سرو زرو د یو اونس بيعه 1700 ډالره ده .

په پاکستان کی د صرافانو اتحادیه وایي روانه اوونۍ هم د سرو زرو بيعه کی 900 روپی اضافه شوې ده.

په پاکستان کی د صرافانو د اتحادیې مرستیال مشر فقیر محمد صراف وایي د ډالر په مقابله کی د روپۍ بيعه ورځ تر بلې کمیږي او هم دغه د سرو زرو د زیاتو بیعو بنیادی علت دی.

هغه ډویه سره خبرو کې ویلي په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت په دوکانونو 6000 او په سرو زرو 3فیصدي دخرڅون عمومي ټیکس یا جي ایس ټي لګولې چی له وجې یې ‌ عام وګړي هم متاثره کیږي او دې سره 90فیصدي د سرو زرو کاروبارونه هم اغیزمن شوي دي.

" لس فیصده ګاهک پاتې دی چې کوم خلک لس تولې کالي جوړولو واله وؤ هغوی دوو تولو ته راغلي او چا به چې 20 تولې جوړولې هغوې 4 تولې جوړوي، ټول پاکستان په ټپه ولاړ دی حکومت راباندې 3% پاخه ټيکسونه ولګول او 6000 زره روپۍ رانه هره میاشت د بجلۍ په بل کې اخستل کیږي"

د صرافانو اتحادیه وایې د روان مالی کال په وړومبي سر کې د سرو زرو بيعه 110000 روپۍ وه او اوس په صرافه مارکیټ ددې په بیعو کې 40000 روپۍ اضافه شوې ده.

زرګران وایي په ملکی کچه د اقتصادي بحران له وجې پانګونکې په ډالر او سرو زرو کې کوي او بیا ددې اثرات د سرو زرو په بیعو هم پریوځي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG