لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډي ایي خان کې ترهګرو سره نښته کې یو پوځي اؤ شمالي وزیرستان کې هدفي وژنه کې دوه کسان وژل شوي


دخیبر پښتونخوا جنوبي ضلعې ډیره اسماعیل خان کې دامنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ نښته کې د پاکستان پوځ یو عسکر وژل شوی دی.

بل لوري ته په شمالي وزیرستان کې بیا د هدفې وژنې پیښه شوې چې پکې د بنو ضلعې سره تړاؤ لرونکي دوه کسان وژل شوي.

دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار د شپې نا وخته په 24 جولایي خپل بیان کې ویلي چې دا پېښه د ډیره اسماعېل خان درابن سیمه کې رامنځته شوې ده. او د ډزو په تبادله کې د پوځ 31 کلن عسکر محیب رحمان چې تړاو یې د لکي مروت سیمې سره ؤ وژل شوی دی.

پوځ ویلي دنښتې په مهال امنیتي ځواکونو په مړانه مقابله کړې او د ترهګرو برید ته یې موثر جواب ویلی دی خو د ډزو په تبادله کې ترهګرو ته د زیان په اړولو په هکله یې څه نه دي ویلي.

پوځ وایي سیمې نه دترهګرو دختمولو لپاره دغلته عملیات روان دي.

په سمدستي توګه ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو په تېرو وختونو کې چې ډیره اسماعیل خان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

بل لوري ته په شمالي وزیرستان کې بیا د هدفي وژنې پیښه شوې چې پکې د بنو ضلعې سره تړاو لرونکي دوه کسان وژل شوي.

پولیس دا پیښه تایدوي او وایي تیر ماښام میر علي بازار کې له موټر سایکل په یو ګاډي ډزې شوې چې پکې دوه کسان وژل شوي دي.

د میر علي تاڼې چارواکو وي او ای ډيوه ته وویل د وژل شوؤ کسانو پیژندګلو د جاوید او جمیل په نومونو سره شوې چې د بنو ضلعې سره تړاؤ لري.

د هغوي په وینا وژل شوؤ کسانو کې د یو تن نه د بنو پولیس ځانکړې څانګې ته د مخبري کولو کارډ ترلاسه شوی ، پولیس په خپل مدعیت کې د نامالومو کسانو په ضد مقدمه درج کړې،او پلټنې یې پیل کړې دي.

دا تازه هدفي پیښه په داسې حال کې شوې چې تیره ورځ د پاکستان پوځ دعوه کړې شمالي وزیرستان کې یې د حافظ ګل بهادر ډلې درې ترهګر وژلي اؤ څلور یې نیولي دي.

شمالي وزیرستان کې په دې وروستیو کې په امنیتي عسکرو بریدونه او د عامو خلکو دهدفي وژنو پېښې چټک شوې او ځایې خلک له ضرب عضب عملیاتو وروسته د علاقې په امنیت پوښتنې را پورته کوي او وایي د اته کاله وړاندې ضرب عضب پوځي عملیاتو وروسته د علاقې حالات ډاډمن نه دي.

د وزیرستان خلک وایي چې د ضرب عضب عملیاتو را پدېخواه 500 نه زيات کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي دي چې زیاتر پکې دیني عالمان، قامي مشران،تنکي ځوانان، سیاسي او مدني فعال شامل دي.

روانه میاشت هم یوازې په شمالي وزیرستان کې 13 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي.

په 14 م جولایي د میر علي عیدک سیمه کې د جمعیت علماء اسلام ف ګوند د دوؤ ځایي مشرانو په هدفي برید کې تر وژل کېدو ورسته ددغه ګوند دفعالینو په سیمه کې احتجاجي پرلت نن په نهمه ورځ هم روان دی چې پکې د هدفي وژنو د مخنیوي او د امنیت د ټینګښت غوښتنې کوي.

خو د علاقې پولیس او نور حکومتي چارواکي وایي پخوانۍ قبايلي سيمې اوس د صوبي برخه جوړه شوې او حکومت ټولې ممکنه هڅې کوي چې هلته امنيت په ځای شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG