لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ ته د پنجاب د وزیراعلا قضیې وړلو د پاکستان سیاسي حالات نور تاوجن کړي


دسپریم کورټ درې کسیزه بینچ نن دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې په اړه قضیه په داسې حال کې اوري چې حکومت ایتلاف پي‌ ډي ایم دمخه اعلان کړی دی چې که سپریم کورټ یو اړخیزه اؤ دانصاف نه لرې پرکړه وکړه نو دوئ به یې مني .

دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې پسر دا مهال سیاسي تاؤ تریخوالي کې سخته اضافه رامنځته شوې ده اؤ حکومتي ایتلاف ګواښ کړی دی چې دوئ به نور د ادارو په غیر جمهوري اؤ غیراییني کړنو غلي نه پاتې کیږي.

تیره ورځ دحکومتي ایتلاف پي ډي ایم دیوې غونډې په مهال ددغه ایتلاف مشر مولانا فضل الرحمان ویلي ادارو ته به پخپل حدونو کې پاتې کیدل وي اؤ که چرې مداخلت وشو نو بیا به د پي‌ ټي ایم قیادت غلی نه کښیني.

حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف دپي ډي ایم مشران د ریاستي ادارو په بدنامولو تورن کړي دي اؤ وایي اوس چې ولس دعمران خان ترشا ولاړ دی اؤ حکومت پوهه شوی چې عدالت کې یې کیس کمزوری دی نو په ادارو یې فشار راوړلو ته لاس اچولی دی.

مولانا فضل الرحمان دپنجاب د وزیراعلا په اړه دمقدمې اوریدنې لپاره دفل کورټ جوړولو غوښتنه کړې ده اؤ اعلان یې کړی دی چې نن به په دې قضیه کې دده ګوند جمعبت علماء اسلام دفریق جوړیدو لپاره سپریم کورټ کې درخواست جمع کوي.

دخالي په ورځ دپنجاب دټاکل شوي وزیراعلا حمزه شریف دټاکنې مقدمه دتحریک انصاف داتحادي ګوند مسلم لیګ(ق) لخوا سپریم کورټ ته وړل شوې وه اؤ سپریم کورټ ددې مقدمې په اوریدنه کې تر پرېکړې نه کیدو دحمزه شهباز د واکونو محدودولو امر کړی ؤ.

دسپریم کورټ لخوا دیادې مقدمې د اوریدنې سره سم پاکستان کې دحکومتي ایتلاف مشرانو ،خبریالانو اؤ سیاسي فعالینو په ستره محکمه یا سپریم کورټ نیوکې پیل کړي چې ګنې دمخالف تحریک انصاف ګوند لپاره یې دانصاف یو معیار خپل کړی دی اؤ دحکومت لپاره بل.

مولانا فضل الرحمان ویلي دوئ دعدالتونو نه دپریکړو واک نه تروړي بلکې دفل کورټ مطالبه کوي اؤ هسې هم په پرېکړو دنیوکو حق هر څوک لري.

هغه په عمران خان تور لګولی چې د ریاست اؤ نظریې تباه کولو په ایجنډه کار کوي اؤ وایي په دې وروستیو کې دځینو شیانو نه داسې برېښي چې عمران خان ته تحفظ ورکړل کیږي

د پنجاب د وزیر اعلا په هکله دعدالتي فیصلې نه وړاندې دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز په ډاګه کړې ده چې هغوئ ته به یو اړخیزه اؤ دانصاف نه لرې پریکړه دمنلو نه وي

دمسلم لیګ یو بل مشر عابد شیرعلي هم پخپل بیا کې ویي چې مسلم لیګ نواز ګوند به هیڅ یوه دتعصب ډکه، په اړخیزه پلوۍ ولاړه اؤ امتیازي پرېکړه نه مني.

خو بل لوري ته دحکومت مخالف پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وایي چې د شریف اؤ زرداري پخپلو کې سازباز دهیواد اقتصاد تباده کړی دی اؤ اوس چې دوي دپنجاب دخلکو فیصله ولیدله نو اپلتو ته یې لاس واچولو.

دخپل ګوند دمشرانو غونډې ته خپله وینا کې عمران خان تور لګولی چې واکمن ایتلاف دخپلې واکمنۍ فکر راخستی اؤ دحالاتو ورسره هیڅ فکر نه شته.

هغه ویلي دموجوده سیاسي کړکیچ اؤ حالاتو نه د وتلو یوازینۍ لاره دسمدستي اؤ روڼ انده ټولټاکنو ده.

خو حکومتي ایتلاف له وړاندې څخه دسمدستي ټاکنو غوښتنه رد کړې ده اؤ دریځ یې خپل کړی چې انتخابات به پخپل ټاکلي وخت کوي.

سپریم کورټ ته دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې دمقدمې وړلو پسر رامنځته شوي صورتحال ته خپل غبرګون کې مشر خبریال شاهین صهبايي په ټویټر لیکلي دا د نون لیګ یو نوی چال دی اؤ غواړي چې په عدلیه د دباؤ اچولو دلارې په عدالت دپنجاب د وزیراعلا ټاکنه ناچله وګرځوي اؤ د سر دوباره ټاکنې امر ترې ترلاسه کړي.

صهبایي وایي مسلم لیګ نواز ګوند غواړي چې که دغسې وشي نو دوئ به بیا دپي ټي ایي ۱۵، ۲۰ غړي پورته کړي اؤ په زوره به په حمزه شهباز د وزیراعلا ووټونه وګټي.

څېړونکی اؤ په امریکا کې دپاکستان سفیر ښاغلی حسین حقاني هم د حکومتي ایتلاف لخوا دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې دپرېکړې له د فل کورټ دغوښتنې پلوي دی اؤ دنړۍ یو هیواد کې هم داییني شخړو پرکېړه داسې نه کیږي چې چیف جسټس په ۱۷ؤ کې یوازې د دریوؤ کسانو بینچ جوړ کړي.

هغه په ټویټر لیکلي دخوښې دبینچ جوړولو ګنجایش نه دی پکار،په اییني پریکړو هر ځائ کې اختلاف وي خو چې دخوښې بینچونه جوړیږي نو دانصاف اؤ قانون وقار له منځه ځي.

جمعې په ماښام پنجاب اسمبلۍ کې دپي‌ ډي ایم دامیدوار حمزه شهباز اؤ دتحریک انصاف اؤ مسلم لیګ ق دامیدوار ترمنځ د وزیراعلا دڅوکۍ لپاره شوې ټاکنه کې حمزه شهباز 179 اؤ پرویز الهي 186 رایې اخستې وې خو داسمبلۍ ډپټي اسپیکر د مسلم لیګ ق دلسو غړو رایې ناچله ګرځولې وې چې دمسلم لیګ ق امیدوار ددې پرضد شپه په شپه سپریم کورټ ته عریضه کړې وه.

دخالي په ورځ دسپریم کورټ درې کسیز بینج ددې عریضې دابتدایي اوریدنې‌ په مهال دپنجاب اسمبلۍ ډپټي اسپیکر په شخصي حیثیت کې محکمې ته رابللی ؤ خو هغه پخپله محکمې ته نه ؤ ورغلی اؤ پرځائ یې وکیل عدالت ته وړاندې شوی ؤ .

ددې مقدمې د اوریدنې لپاه دجوړ شوي عدالتي بینچ مشري دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي عمر عطا بندیال پغاړه لري اؤ دهغه ترڅنګ پکې جسټس اعجاز الحسن اؤ جسټس منیب اختر هم شامل دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG