لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د شهناز په نوم یو بل نرښځی په ډزو وژل شوی


دخیبر پښتونخوا سرښار پېښور کې دشهناز په نوم مشهور یو بل نرښځی په ډزو وژل شوی چې اؤ وژونکی دموقعې څخه تښتېدلی دی.

دپېښور دفقیر اباد تاڼې دپولیسو د وینا له مخې دا پېښه دګل په ورځ په دله زاک روډ یوه یوه پلازه کې رامنځته شوې ده چرته چې نرښځي بشیر چې په شهناز مشهور ؤ مشت ؤ.

دشهناز سره ملګري یو بل خواجه سرا الماس پولیسو ته ویلي چې د دراني په نوم یو تن په شهناز پسې دغه پلازې ته ورغلي ؤ اؤ په څه خبره ورسره وران شو چې په دغه دوران کې یې په شهناز ډزې وکړې اؤ هغه وړومبی په دې ډزو کې سخت ژوبل شو خو وروسته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه.

پولیس وایي د وژل شوي نرښځي مړی دپوسټ پارټم لپاره هسپتال ته لیږل شوی اؤ دپېښې له ځایه ټول شواهد ترلاسه کړل شوي اؤ دمقدمې درج کولو تیارۍ روانې دي چې له هغې وروسته به دې پېښه کې ککړ تن ډیر زر دقانون منګولو ته راوستل شي.

تر دې وړاندې تیره میاشت هم دخیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل په سرکلر روډ سیمه کې دشیزا سېټ په نوم یو نرښځی په ډزو وژل شوی ؤ.

پېښور کې دنرښځیانو داتحادیې مشر ارزو خان وایي په تیرو پینځوؤ میاشتو کې دصوبې په بیلابیلو برخو کې ۷ نرښځیان په بې دردۍ سره وژل شوي اؤ په تیرو اوو کلونو کې د صوبې بېلابېلو ښارونو کې د وژل شوؤ نرښځیانو شمیره ۸۷ ده .

هغه وایي ددې ترڅنګ صوبه کې په دې وروستیو کې تر 1500 پورې د جنسي او جسماني تشدد ښکار شوي دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ارزو خان ویلي نرښځیانو سره هر دور کې وعدې شوي دي چې د دوئ به تحفظ اؤ ټول قانوني، اییني ، جمهوري اؤ انساني حقونه ورکړل کیږي خو وایي په دې وعدو کله هم عمل نه دی شوی.

هغه وایي نرښځیان یوه بې ازاره طبقه ده چې ترشا یې هیڅوک نه وي ولاړ ځکه خلک په اسانه هغوئ وژني ، ځوروي اؤ حقونه یې دپښو لاندې کوي.

ارزو خان وایي یوه داسې قانون سازي هم پکار ده چې کومې کورنۍ دخپلو کورونو نرښځیان نه قبلوي اؤ دمعاشرې ظلمونو ته یې بې اسرې پرېږدي ،دهغوئ نه هم باید پوښتنه کیږي چې ولې دخواجه سراؤ سره دغسې چلند کوي؟

پاکستان کې د وروستيو ترسره شوو سرشمېرنو ترمخه په ملک کې د 10000 نه سېوا نرښځيان دي او دوي وخت په وخت دغه شکايت کوي چې حکومت ورته د دوي حقونه نه ورکوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG