لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مفتي تقي عثماني وایي پاکستاني پلاوی د طالبانو حکومت کابل ته وربللی اؤ په"اسلامي اقتصاد" ورسره خبرې کوي


دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ دسولې مذاکراتو کې دمرستې کولو لپاره کابل ته تللي دپاکستاني دیني عالمانو د پلاوي مشر مفتي تقي عثماني وایي هغوئ دافغان دولت په بلنه افغانستان ته تللي دي خو دا یې نه دي ویلي چې ګنې دپاکستان په وینا تللي دي اؤ یا به هم دغلته پاکستاني طالبان سره پاکستان سره سولې ته رابولي.

د دوشنبې په ورځ دیو اته کسیز پلاوي په ملتیا کابل ته له رسیدو وروسته پاکستاني دیني عالم مفتي تقي عثمان چې طالبانو ته زیات نزدې ګڼل کیږي، په ټویټر لیکلي دوي دافغان دولت په بلنه دخیرسکالۍ دیو پلاوي سره نن کابل ته رسیدلي دي.

ښاغلي عثماني ویلي په کابل کې دطالبانو دحکومت رییس الوزارا ،دکورنیو چارو د وزیر اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو سره په تعلیم اؤ اسلامي اقتصاد دخبرو لړۍ پیل کړې ده.

خو د طالبانو تر واک لاندې حکومتي خبرې اداره "باختر آژانس" وایي چې دا پلاوی به د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره کابل کې خبرې کوي.

متفي تقي عثمان پخپل ټویټ کې پاکستاني طالبانو سره دخبرو په اړه هیڅ ذکر نه دی کړی اؤ نه هم لا تر اوسه پاکستاني طالبانو په دې اړه کوم بیان خپور کړی دی.

دګل یا دوشنبې په ورځ دپاکستان د حکومت خارجه دفتر د وي او اې ډېوه یوې پوښتنې ته په جواب کې، کابل ته د دې دیني عالمانو د سفر د هدف په اړه یوازې همدومره ویلي چې "د علماوو تګ راتګ، د افغان علماؤ او معاشرې د مختلفو صنفونو سره د تعامل دپاره په معمول ډول ترسره کیږي. دا پلاوی د همدې تګ راتګ برخه ده"

خو پاکستاني خبریال طاهر خان دپاکستاني علماؤ کابل ته له رسیدو وړاندې پرون په ټویټر لیکلي وؤ دا پلاوی به دتحریک طالبان پاکستان اؤ دپاکستان دحکومت ترمنځ دسولې په خبرو کې منځګړتوب کوي.

طاهر خان زیاته کړې چې په پام کې ده چې دغه دپاکستاني علماؤ یو پلاوی به افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او امنیتي چارواکو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګ لپاره هڅې وکړي .

کابل ته په تللي پاکستاني‌ پلاوي کې له مفتي تقي عثماني برڅېره مفتی،مختارالدین شاہ کربوغه،حنیف جالندهري،دپاکستان داستخباراتي ادارې دپخواني مشر میجر(ر) عامر ورور مولانا محمد طیب دپنج پیر،مولوی انوارلحق،شیخ ادریس او مفتي غلام الرحمان شامل دي.

په عین حال کې دپاکستان دصدر ډاکټر عارف علوي دفتر وایي چې صدر کابل ته له رسیدو وروسته صدر علوي دمفتي تقي عثماني سره ټیلیفوني تماس نیولی اؤ هغه ته یې دپاکستان د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ او ورچوئل يونيورسټي آف پاکستان د لارې د افغانستان محصلینو له د ورچوئل او ان لاین تعليم داسانيو وركولو په اړه د پاکستان د وړانديز پخلی كړی.

صدر عارف علوي ویلي افغانستان كښې په ټول هېواد كښې انټرنيټ نشته، په ابتدایي توګه تعليمي مواد دټيلي ويژن د لارې افغان زده كونكو ته رسول كيدای شي۔

صدر زیاته کړې ده پاکستان ميرمنو او نارينه ؤ له د یو برابر تعليمي موقعو په وركولو باور لري، دافغانستان دځانګړو ټولنیزو رواياتو له مخې افغان میرمنو ته دتعليم ورکولو لپاره خصوصي انتظامات کيدای شي.

صدر زیاته کړې ده چې اسلام كښې د ميرمنو په تعليم كوم بنديز نشته خو دا چې دکله نه افغانستان کې دطالبانو حکومت دجینکو په تعلیم بندیز لګولی، دنړۍ ګڼو هیوادونو یې غندنه کړې ده ولې پاکستان تر اوسه دطالبانو په دې اقدام غلی پاتې دی.

په دې وروستیو کې د افغانستان د طالبانو د حکومت په منځګړتوب کابل کې د پاکستان او ټي پي پي ترمنځ د سولې خبرې دوام لري چې د مطبوعاتي رپورټونو په اساس دغو مذاکراتو کې د سولې لپاره ټي ټي پي پاکستان ته شرط اېښی و چې اسلام اباد دې د افغانستان سره د لګیدلي قبایلي ضلعو زوړ حیثیت بیرته پرځای کړي .

که څه هم تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمنځ د نامعلومې مودې پورې ډزبندي اعلان شوې، خو په سیمه کې د ترهګرۍ پیښې او هدفي وژنې زیاتې شوي.

د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو د رابرسېره کېدو وروسته د پاکستان په پارلیمان کې هم سخت غبرګون مخې ته راغلی وو او سياسي ډلو غوښتنه کوله چې باید دا خبرې د پارليمان تر نظارت لاندې او په لارښوونه وشي.

د پېښور په ارمى پبلک سکول کې د وژل شوو زده کوونکو مېندې پلرونه هم د تحريک طالبان پاکستان سره په خبرو اعتراضونه لري او له حکومته غوښتنه کوي چې باید په دې خبرو کې دوى هم شامل کړای شي.

په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ د پارليمان غړي د تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو د عمل نه خبر کړي وو او حکومت ويلي وو چې دا خبرې به د پارليمان په لارښوونه او اجازه پر وړاندې بیایي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG