لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دحکومتي ایتلاف دپرېکون داعلان باوجود درې کسېزه بینچ نن دپنجاب د وزیراعلا دقسمت فیصله کوي


دپاکستان دتر ټولو سترې صوبې پنجاب د وزیراعلا دټاکنې قضیه کې دسپریم کورټ لخوا دفل کورټ جوړولو په اړه دغوښتنې رد کیدو په غبرګون کې حکومتي ایتلاف پي ډي ایم ددغه قضیې څخه دپریکون یا بایکاټ اعلان کړی دی.

ټاکل شوې ده د سپریم کورټ درې کسیز بینچ نن د نهې په ورځ دچیف جسټس په مشرۍ دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې دقضیې پرېکړه کوي خو حکومتي اتحاد دا بینچ دحکومت مخالف تحریک انصاف ګوند په خواخوږۍ تورن کړی دی اؤ وایي دانصاف هیڅ هیله ترې نه لري.

بل اړخ ته دعدالتي کارروایۍ نه دپي ډي ایم پریکون ته خپل غبرګون کې تحریک انصاف ګوند وایي حکومتي ایتلاف پوهه شوی چې دعدالت قانع کولو لپاره هیڅ ریښتوني دلایل په لاس کې نه لري نو ځکه یې تېښته غوره ګڼلې اؤ اوس پخپلو تورونو ریاستي ادارې بدنامول اؤ تورنول غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ګل په ماسخوتن دسپریم کورټ درې کسیز بینچ دحکومتي ګوندونو لخوا داییني درخواستونو فیصله کولو لپاره محکمې ته دفل کورټ جوړولو شوي درخواستونه رد کړي دي اؤ ویلي یې دي چې دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې په اړه اوریدنه به هم ټاکلی درې کسیز بینچ کوي.

تر عدالتي پرېکړې وروسته داسلام اباد کې یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان،دمسلم لیګ نواز ګوند یو مشر اؤ مرکزي وزیر احسن اقبال،دپیپلز ګوند شریک مشر اؤ خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري اؤ حکومتي ایتلاف کې دشاملو نورو ګوندونو استازو وویل دوئ دسپریم کورټ لخوا دفل کورټ نه جوړولو پرېکړه ردوي.

دمولانا فضل الرحمان وینا وه کومو دریوؤ ججانو چې دا پرېکړه کړې ده هغه ته ددغو ججانو دماضي پرېکړو ته په کتلو سره د دوئ د ذهنیت اندازه وه.

هغه وویل ایتلافي ګوندونو دعدلیې د وقار پځائ کولو لپاره دفل کورټ غوښتنه کړې وه خو له بده مرغه عدالت د دوئ غوښتنه ونه منله.

مولانا فضل الرحمان وویل هرکله چې عدالت د دوئ غوښتنه رد کړه نو دوئ هم دعدالت فیصله ردوي اؤ یاده قضیه کې به دعدالت مخې ته نه وړاندې کیږي.

په دغه موقعه دپیپلز ګوند مشر اؤ خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري وویل دپارلیمان په پرېکړو عدالت فیصلې ورکوي ځکه دوئ غواړي‌ چې خپله خبره دفل کورټ مخې ته کښیږدي .

هغه وویل اوس چې عدالت زمونږ غوښتنه نه مني نو په حکومتي ایتلاف کې شامل ټول ګوندونه د ډپټي اسپیکر د رولنګ په قضیه کې دسپریم کورټ د درې کسیز بینچ نه بایکاټ کوي.

خو حکومت مخالف تحریک انصاف ګوند بیا دحکومتي ایتلاف دپریکون اعلان ته عدالتي کارروایۍ نه دتېښتې نوم ورکړی دی .

دپاکستان تحریک انصاف عمومي سکتر اسد عمر د سپریم کورټ په دریوؤ ججانو دحکومتي ایتلاف لخوا شوې نیوکې رد کړې دي اؤ وایي دا هم هغه درې ججان وؤ چې په فیصله یې دعمران خان حکومت ختم شوی ؤ.

پخپل یو ټویټ کې اسد عمر لیکلي کله چې دعمران خان حکومت ختم شو نو هغه د ولس منځته ورغلو ولې چې ولس کې یې محبوبیت لرلو خو وایي حکومتي ایتلاف ځکه ویر شورو کړی چې ورته معلومه ده په ولس کې ځائ نه لري.

دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز ویلي کله چې فیصلې دایین ،قانون اؤ انصاف ترمخه نه وي نو د فل کورټ نه خطره موجوده وي ځکه چې ایمانداره ججان که فیصله کې شاملیږي نو بیا خامیانې د ولس مخې ته را اوځي اؤ خلک پوهیږي چې فیصله دایین اؤ قانون مطابق نه بلکې د ذاتي خوښې،ناخوښې په اساس شوې ده

تر دې وړاندې څه شوي وؤ؟

دسپریم کورټ ددرې کسیز بینچ دپنجاب د وزیراعلا دانتخاب اؤ داییني معاملو دپرېکړو لپاره دفل کورټ په اړه د وکیلانو اؤ قانون پوهانو له بحثونو اوریدو وروسته خپله پرېکړه وکړه او په دې لانجه کې یې د فل بېنچ یا ګڼ شمېره ججانو په شمول د عدالت جوړېدو خواست رد کړ.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې واکمن ایتلاف پي ډي ایم دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې دمقدمې اوریدلو لپاره دسپریم کورټ دفل کورټ جوړولو خپله غوښتنه په شدت سره تکرار کړې وه اؤ ویلي یې و چې یوازې درې ججان دټول ملک دقسمت فیصله نه شي کولی.

د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز مرستیالې مشرې مریم نواز ویلي دمیچ فیکسنګ په څېر بینچ فکسنګ هم یو جرم دی.

دګل په ورځ د سپریم کورټ د وکیلانو داتحادیې لسو پخوانیو صدرانو اؤ موجوده صدر هم د قضیې اوریدنې‌ په مهال سپریم کورټ نه دفل کورټ جوړولو غوښتنه کړې وه.

دحمزه شهباز وکیل د درې کسیز بینچ په وړاندې خپلو دلایلو کې ویلي چې دپنجاب اسمبلۍ ډپټي اسپیکر دمسلم لیګ قاف د لسو غړو د ناچله ګرځولو پرېکړه دسپریم کورټ دپرېکړې د دریمې پیرایې په اساس کړې ده اؤ هغه هم ددې قضیې اوریدو لپاره د فل کورټ جوړولو غوښتنه کړې ده.

دقضیې اوریدنې په موقعه دسپریم کورټ امنیت لپاره سخت ګامونه اخستل شوي وؤ اؤ سپریم کورټ ته دسیاسي مشرانو اؤ غیر متعلقه خلکو په ورتګ بندیز لګول شوی ؤ.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG