لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: په افغانستان کې د ښځو د حقونو پرشاتګ د نړۍ لپاره «د خطر ګنټۍ» ده


واشنګټن ــــ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې استازې وایي، په دې هېواد کې د ښځو د حقونو پرشاتګ د نړۍ لپاره «د خطر ګنټۍ» ده او دا ښکاره کوي چې څنګه د لسیزو پرمختګونه په څو میاشتو کې ختمېدای شي.

د ګل- دوشنبې په ورځ له کابل په نیویارک کې د ملګرو ملتونو دفتر ته د وېډیو لینک له لارې په خبرو کې مېرمن الیسن ډېویډین وویل، 344 ورځې کېږي چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي خو وایي تقریباً دغې هرې ورځې د اکثرو افغانو ښځو او نجونو حقونه، حالت او د دوی ټولنیز او سیاسي حیثیت خراب کړی دی:

"په تېرو 11 میاشتو کې موږ پر ښځو د بندیزونو د پالیسیو او چلند زیاتوالی لیدلی دی، افغانستان په نړۍ کې یواځینی ملک دی چې نجونې پکې سکولونو ته نه شي تلای، ښځې له یو څو څانګو او ځانګړي رول پرته له کوره بهر د کار کولو اجازه نه لري".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرسته کوونکي دفتر یوناما وروسته د ښځو څانګې دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې د ازبکستان په پایتخت تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیوال کانفرنس کېږي او د طالبانو استازي هم پکې ګډون لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو نګران وزیر امیر خان متقي نن د تاشکند غونډې ته ویلي، چې پوهنتونونه یې پرانیستي او زرګونه زده کوونکي خپلو زدکړو ته ځي، خو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د بندو سکولونو د پرانیستلو په اړه یې څه نه دي ویلي.

ښاغلي متقي ویلي"ښځې په ډاډمن چاپېریال کې د تعلیم، روغتیا او نورو سرکاري ادارو کې کار کوي، په ځینو سیمو کې چې تر اوسه مناسب چاپېریال نه دی جوړ شوی، ښځې په خپلو کورونو کې تنخا اخلي، موږ هیڅوک د سیاسي نظرونو د توپیر له کبله له کاره نه دی ګوښه کړی".

خو د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې استازې الیسن ډېویډین وایي، د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو له حقونو سرغړونه له دې ښکاري چې نه یواځې یې په کابینه کې ښځه نه شته، د ښځو د چارو وزارت یې هم ختم کړ او له هغوی یې په سیاست کې د برخې اخیستلو حق اخیستی دی:

"هغه څه چې په افغانستان کې روان دي ټولو ته په زوره غږ کول دي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو مبارزه یوه نړیواله جګړه ده، دا په هر ځای کې د ښځو د حقونو جګړه ده او هغه څه چې موږ یې په افغانستان کې د ښځو لپاره کوو یا یې په کولو کې ناکامه یو دا ښکاره کوي چې موږ څوک یو او د نړیوالې ټولنې په توګه د څه لپاره ولاړ یو".

طالبانو په وروستیو کې د ښځو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو او نړیوالو رپوټونو ته په جواب کې ویلي، چې ښځې یې له «اسلامي اصولو» سره سم له خپلو ټولو حقونو برخمنې دي.

خو ملګري ملتونه وایي واک ته له رسیدو راهیسې طالبانو د ښځو د حقونو د نه محدودولو ژمنې رد کړې دي او د هغوی د جامو اغوستلو پر طرز، له کوره بهر کار کولو، تعلیم کولو، په آزادۍ سره ګرځېدو یا په سیاسي ژوند کې د هغوی پر ګډون یې بندیزونه زیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې استازې الیسن ډېویډین وایي له ډېرو افغانو ښځو سره چې دې لیدلي هغوی ورته ویلي د خپلو حقونو په وړاندې به ماتې ونه خوري. مېرمن ډېویډین پر هېوادونو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د مدني ټولنې ملاتړ وکړي او د ښځو د حقونو ډلې پیاوړې کړي.

مېرمن ډېویډین وایي په افغانه ټولنه کې د ښځو بشپړ ګډون له اوسني مالي او اقتصادي بحرانه د دې هېواد د راوتلو یواځینۍ لاره ده، وایي ځینې معلومات ښیي چې له کارونو د ښځو محرومېدل کولای شي د افغانستان اقتصاد له یو ارب ډالرو یا د خالص کورني پیداوار له پینځه فیصده برخې محروم کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG