لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سپریم کورټ پرویز الهي دپنجاب وزیراعلان کړو،پي ډي ایم وایي عدالتي‌مارشل لاء به ونه مي


Supreme Court of Pakistan

دچیف جسټس عمرعطا بندیال په مشرۍ کې دسپریم کورټ درې کسیزه بینچ دپنجاب اسمبلۍ دمرستیال سپیکر دوست مزاري د رولنګ په ناچله ګرځولو سره دپنجاب صوبې وزیراعلا حمزه شهباز دخپل منصب نه لرې کړی اؤ دهغه پځائ یې پرویز الهي دصوبې نوی وزیراعلا اعلان کړی دی.

دپاکستان تحریک انصاف ګوند سره دایتلافي مسلم لیګ(ق) ګوند سره تړاؤ لرونکي چوهدري پرویز الهي دنهې اؤ شورو په منځ شپه دپاکستان دصدر ډاکټرعارف علوي نه دخپل منصب سوګند اخستی اؤ د وزیراعلا په توګه یې خپلې ذمه وارۍ پیل کړی دي.

خو بل لوري ته د پاکستان د واکمن ایتلاف مشرانو اؤ وزیراعظم شهباز شریف دسپریم کورټ په دې پرېکړه خپل سخت غبرګون ښودلی اؤ ویلي یې دي عدالتي مارشل لاء به په هیڅ صورت قبوله نه کړي.

وزیراعظم شهباز شریف وایي هیځ یوه اداره دبلې ادارې په اختیاراتو کې مداخله نه شي کولی اؤ دایین اؤ پارلیمان په بالادستۍ به کله هم ساز باز ونه کړي.

دنهې په ماسخوتن د پنجاب د وزیراعلا دټاکنې په اړوند دډپټي سپیکر دوست مزاري د رولنګ په ضد دپرویز الهي په درخواست دخپلې فیصلې اورولو په مهال دسپریم کورټ چیف جسټس عمر عطا بندیال ویلي د ډپټي سپیکر رولنګ هیڅ اییني اؤ قاونوني حیثیت نه لري اؤ دهغه د رولنګ یې ناچله ګرځولی دی.

سپریم کورټ پخپله پرېکړه کې چوهدري پرویز الهي دپنجاب نوی وزیراعلا ګرځولی اؤ دحمزه شهباز د وزیراعلا دټاکل کیدو اؤ دهغه دکابینې د وزیرانو دټاکنې په اړوند اعلامیې یې ناچله ګرځولي دي .

عدالت خپله پرېکړه کې امر کړی چې شهباز شریف دې په سمدستي توګه د وزیراعلا دفتر خالي کړي اؤ هم یې دپنجاب ګورنر ته امر کړی چې دشپې تر یوولس نیمو بجو باید پرویز الهي ته د وزیراعلا په توګه سوګند ورکړي خو ورسره یې دا هم ویلي دي چې که چرې ګورنر پځائ نه وي نو بیا دې دهیواد صدر پرویز الهي ته سوګند ورکړي.

دعدالت ددغه پرېکړې نه وروسته دشپې ناوخته صدر عارف علوي چوهدري پرویز الهي ته سوګند ورکړی اؤ هغه د وزیراعلا په توګه خپلې ذمه وارۍ پیل کړي دي.

خو واکمن ایتلاف پي ډي ایم کې دشاملو ګوندونو مشرانو دسپریم کورټ په دې پرېکړه سخت غبرګون ښودلی اؤ د پي ډي‌ ایم مشر مولانا فضل الرحمان اعلان کړی چې مونږ کله پوځی امریتونه نه دي قبول کړي نو عدالتي مارشل لاء ته به هم په هیڅ صورت غاړه نه ږدو.

په ټویټر خپل بیان کې مولانا فضل الرحمان ویلي نن د درېوؤ ججانو بینچ ددې فیصلې نه ښکاره شوه چې دسپریم کورټ دجمهوریت عدالتي وژنه کړې ده.

وزیراعظم شهباز شریف هم دسپریم کورټ دې فیصلې ته سخت غبرګون ښودلی اؤ وایي دایین اؤ پارلیمان په سرلوړۍ به کله هم ساز باز ونه کړي.

په ټولنیزو رسنیو خپل بیان کې شهباز شریف ویلي دي ایین ریاستي اختیار پارلیمنټ، انتظامیې اؤ عدلیې ته سپارلی دی اؤ بیا ایین دا ټولې ادارې پخپلو حدونو کې دننه دکار کولو پابنده کړې دي.

هغه وایي هیڅ یوه ادار دبلې ادارې په اختیار کې مداخلت نه شي کولی.

دپیپلز ګوند وتلي مشر اؤ پخواني سینیټر فرحت الله بابر بیا د ججانو د اختیاراتو کمولو خبره راپورته کړې ده اؤ په ټویټر یې لیکلي چې همدا دپرېکړې وخت دی چې دایین له مخې باید پارلیمان خپل طاقت وکاروي اؤ دججانو داختیاراتو راکمولو لپاره ایین کې ترمیم وکړي.

دپیپلز ګوند شریک چیرمین بلاول بوټو هم د فرحت الله بابر دې خبرې سره داتفاق په ښودلو د هغه ټویټ ري ټویټ کړی دی.

خو حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف بیا دسپریم کورټ فیصله دحق اؤ انصاف سرلوړي بللې ده اؤ پي‌ ډي‌ ایم اؤ دشهباز شریف حکومت یې دخپلو ګټو لپاره د ادارو پر ویرولو تورن کړي دي.

پخپل یو بیان کې پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي د رقم ګواښونو اؤ سپکو سپورو باوجود په ثابت قدمه پاتې کیدو اؤ دایین اؤ قانون د واکمنۍ په بحالولو د سپریم کورټ دججانو ستاینه کووم.

تر دې وړاندې دسپریم کورټ درې کسیزه بینچ د یادې قضیې د اوریدلو لپاره دفل کورټ جوړولو په اړوند دحکومتي ایتلاف دګوندونو درخواستونه رد کړي اؤ حکومتي ایتلاف کې شاملو ګوندونو اؤ دپنجاب اسمبلۍ ډپټي سپیکر دعدالت ددې پرېکړې په غبرګون کې د عدالتي کارروایۍ نه پریکون کړی ؤ.

د سپریم کورټ پر دغه درې کسیزه بینچ پر ټولنیزه رسنیو هم سختې نیوکې مخې ته راغلې وې اؤ زیاتره خبریالانو،سیاستمدارانو اؤ قانون پوهانو تور لګولی ؤ یاد بینچ د تحریک انصاف پر مقدمو نرمې خپله کړې ده-

دپاکستان دعدالتي تاریخ دننه په ګڼو موقعو داسې روایات لیدل شوي کله یو مقدمه کې په کوم جج اعتراض شوی نو هغه بیا له دغې مقدمې د اوریدنې نه معذرت کړی کړی خو دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې دمقدمې لپاره ټاکل شوي دسپریم کورټ درې کسیزه بینچ لا په ځان دشوؤ اعتراضونو په هکله هیڅ نه دي ویلي.

البته په پرونۍ اوریدنه کې مشر قاضي عمر عطابندیال ویلي وؤ څوک چې هغه پیژني ورته معلومه ده چې خپل کار ته دعبادت درجه ورکوي.

دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې مقدمه وروسته له هغې دمسلم لیګ(ق) ګوند د وزیراعلا دڅوکۍ امیدوار چوهدري پرویز الهي عدالت ته وړې وه چې دتیرې دجمعې په ماښام پنجاب اسمبلۍ کې دپي‌ ډي ایم دامیدوار حمزه شهباز اؤ دتحریک انصاف اؤ مسلم لیګ ق دامیدوار ترمنځ د وزیراعلا دڅوکۍ لپاره شوې ټاکنه کې حمزه شهباز 179 اؤ پرویز الهي 186 رایې اخستې وې .

په دغه موقعه دپنجاب اسمبلۍ ډپټي سپیکر د مسلم لیګ ق دلسو غړو رایې ناچله ګرځولې وې اؤ دلیل یې دا وړاندې کړی ؤ چې ددغه ګوند مشر چوهدري شجاعت ورته یو لیک استولی چې هغې کې دخپلو ګوند لسو دپارلیمان غړو ته وینا شوې ده چې د وزیراعلا په انتخاب کې به هیچاته خپلې رایې نه ورکوي.

هغه حمزه شهباز د پنجاب د وزیراعلا په څوکۍ کامیاب ګرځولی ؤ خو دمسلم لیګ ق امیدوار چوهدري پرویز الهي دددې پرضد شپه په شپه سپریم کورټ ته عریضه کړې وه.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG