لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دموسمیاتو محکمې نن نه خېبر پښتونخوا اؤ دملک نورو برخو کې دسختو بارانونو دنوې لړۍ امکان ښودلی


پاکستان کې دموسمیاتو محکمې پیشنګویي کړې ده چې نن دشورو د ورځې نه خېبر پښتونخو اؤ دملک نورو برخو کې دسختو بارانونو یوه نوې لړۍ پیل کیدای شي چې تر ۳۱جولایي به دوام ولري.

دموسمیاتو محکمې پخپل یو بیان کې ویلي چې د۲۷م جولایي به دپشکال دبارانونو هواګانې په زیات شدت سره دهیواد لوړو پرتو اؤ منځنیو سیمو ته راننوځي اؤ امکان دی چې دبارانونو دا لړۍ به تر ۳۱جولایي دوامداره پاتې شي.

دموسمیاتو دمحکمې مطابق په سوات، مانسهرہ، خان پور،کوهستان، ایبټ اباد، هري پور، پېښور، مردان، صوابۍ، نوښار، کرمه، وزیرستان، کوهاټ، بنو، لکي مروت اور ډیرہ اسماعیل خان کې دشورو د ورځې نه د درمیانه درجې په شړق بارانونه کیږي.

محکمې دسختو بارانونو له امله په پېښور، نوښار،مردان،دیر،کرک،بنو،لکي مروت،ایبټ اباد ،مانسهره، پینډۍ،اسلام اباد،لاهور اؤ ګڼ شمیر نورو ښارونو کې دباراني اوبو له امله دخوړونو د راختلو ویرې هم ښودلې دي اؤ په مسافرو اؤ سېلګرو یې غږ کړی دی چې موسم ته په کتلو سره باید دسفر فیصله وکړي اؤ هم دې په سفر کې داحتیاط نه بې غوره پاتې نه شي.

همدا شان دموسمیاتو محکمې دبلوچستان صوبې په کوټه، چمن، ژوب، زیارت، بارکھان، لورالایي، بولان، کوهلو، قلات، خضدار، لسبیله، نصیر اباد، جعفراباد اؤ سبي اؤ سند صوبې په دادو، سکھر، لاړکانه، جیکب اباد اؤ ځینو نورو سیمو کې ۳۱جولایي نه دتېزو هواګانو سره دبارانونو امکان ښودلی دی .

دپنجاب په زیاتره سیمو کې هم دسختو بارانونو پیشنګويي شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې سرکاري شمیرې ښایي د وروستیو بارانونو له امله په بلوچستان کې تر ۱۰۴ کسان په بیلابیلو حادثو کې مړه شوي اؤ په زرګونو کورونه اؤ د کروندې زمکې ویجاړې شوې دي.

بلوچستان صوبه کې دقدرتي افتونو په وخت دنظم ساتنې د ادارې درپورټ وروستیو بارانونو کې 6063 کورونو اؤ ودانیو ته زیان اوښتی دی چې پکې 2563 کورونه په بشپړ ډول ړنګ شوي اؤ 1417 ته معمولي زیان اوښتی دی.

ددې ترڅنګ ددې بارانونو له امله په ځینو سیمو کې سړکونه هم اوبو سخت زیانمن کړي اؤ 712 څاروي هم پکې مړه شوي دي.

پي ډي ایم ای وایي نزدې دوه لکه ایکړه باندې ولاړ فصلونه هم دسختو بارانونو له امله تباه شوي دي.

اوړمه ورځ دخېبر پښتونخوا د افتونو په وخت د نظم ادارې ( پي ډي ايم ای) هم ویلي وؤ چې په تېرو دريو ورځو کې په خیبر پښتونخوا کې د بارانونو او سېلابونو له امله درې تنه مړه شوي او ۷ زخميان دي.

دپي ډي ايم ای دشمېرو ترمخه د پښتونخوا بېلا بېلو برخو کې دوه سوه يوويشت کورونه په جزوي توګه او يو سل دوه کورونه په مکمله توګه ویجاړ شوي دي۔

دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف دبارانونو دنوې لړۍ له امله ټولو صوبایي حکومتونو اؤ اړونده محکمو ته دبېداره پاتې کیدو غږ کړی دی.

پخپل یو بیان کې وزیراعطم د افتونو په مهال دنظم ساتنې قامي ادارې این ډي ایم ته لارښوونه کړې چې دصوبایي حکومتونو سره بشپړه همکاري وکړي ترڅو د اوبو لاندې سیمو کې دخلکو ځانونه اؤ مالونه وژغورل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG