لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبلوچستان حکومت د زیارت دپېښې دقضایي پلټنو پرېکړه کړې ده


دبلوچستان حکومت د زیارت سیمې عملیاتو کې د نهو کسانو د وژنې دپېښې دقضایي پلټنو پرېکړه کړې ده اؤ په دغه لړ کې دکورنیو چارو صوبایي محکمې دهایکورټ رجسټرار ته یو لیک استولی دی.

د صوبایي حکومت لخوا دغه لیک کې دقضایي پلټنو دلارې د زیارت دپېښې څېړلو لپاه دهایکورټ دیو جج ټاکلو غوښتنه شوې ده.

د جولایي د میاشتې په ۱۲مه نېټه د شپې ناوخته دبلوچستان د زيارت د ورچوم په سیمه کې د کوټې د ډي ایچ ای (ډیفنس هاؤسنگ اتھارټي) افسر لیفټیننټ کرنل لایق بېګ مرزا او دده د تره زوې عمر جاوید نامعلومو وسله والو تښتولي وؤ چې وروسته یې بیا مړي وموندل شول.

دهغوئ د وژنې ذمه واري بیلتون خوښې وسله والې ډلې بلوڅ لبرېشن ارمي پغاړه اخستې وه.

تر دغې پېښې رامنځته کیدو وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کې عملیات کړي وؤ چې پکې یې دنهو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه خو دسیمې خلکو اؤ سیاسي فعالینو دپوځ دا دعوې رد کړې وې اؤ ویلي یې وؤ پوځ له کورونو عام پورته کړي کسان وژلي دي.

بلوچستان نېشنل ګوند چې دمرکز په ایتلافي حکومت کې شامل دی ،د کوټې په شمول د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې یې ددې پېښې پرضد احتجاجی مظاهرې هم کړې دي.

بي این پي دا ادعا رد کړې ده چې ګنې په زيارت کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي کسان وسله وال دي اؤ دعوه کوي چې دا په جبری توګه بې درکه شوې کسان دي .

په دې لړ کې د بې درکه شوؤ کسانو د خپلوانو دکورنیو دسازمان لخوا د ګورنر دکور مخې ته له تیرو شپږو ورځو څخه احتجاجي پرلت هم دوام لري.

احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې ددې پېښې دپلټنو لپاره دې دسپریم کورټ دجج قاضي فایزعیسا یا د بلوچستان دهایکورټ د چېف جسټس نعیم اختر افغان په مشرۍ یو عدالتی کمیشن جوړ کړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG