لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهدفي وژنو اؤ ناامنۍ پرضد داحتجاج په توګه دشمالي وزیرستان ټولې لارې وتړل شوې


شمالي وزیرستان کې د وروستیو هدفي بریدونو او ناامنۍ په ضد د جمعیت علماء اسلام (ف )ګوند د احتجاجي پرلت پر مهال نن په لسمه ورځ ضلعه کې د تګ راتګ لارې د هرقسمه ټریفک دپاره د احتجاج په توګه تړل شوې دي.

د جمعیت علماء اسلام (ف )ګوند ضلعي ویاتد احمد الدین داوړ وایي سړکونه یې احتجاجاً تړلي دي او غوښتنه کوي چې په سیمه کې د وروستیو هدفي بریدونو ترسره کوونکي دې ونیول شي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل په خپله سیمه کې محفوظ نه دي، هره ورځ په هدفې وژنو کې د ګوند فعالین او نور ملکي وکړي وژل کیږي او وژونکي نه مالومیږي.

هغه زیاته کړه دا احتجاج به تر هغې روان وي تر څو چې ریاست دوئ ته د سر او مال د ساتنې باور نه وي ورکړی.

دا احتجاج په داسې وخت کې کېږي چې په دې قبایلي ضلعه کې د هدفي بریدونو په روانه لړۍ کې دجولایي په 14مه میرعلي سیمه کې ناپېژندلو کسانو دجمعیت علماء اسلام ګوند سره تړاو لرونکي دوه سیمه ییز مشران په هدفي برید کې په نخښه کړي وو .

تیره ورځ د ګوند دفعالینو په ګډون د سیمې ځایي مشرانو، سیاسي ګوندونو، دپښتون ژغورنې غورځنګ او د وزیرستان دځوانانو د ټولنې غړو داحتجاج په مهال ویلي په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم له اته کلن اپرېشن وروسته اوس هره ورځ د ناامنۍ پېښې کېږي او بې ګناه خلک پکې په هدف کېږي، چې وایي له کبله یې سیمه کې ژوند په ټپه درېدلی او د خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.

احتجاج کوونکو ویلي قبایلي ضلعې اوس له ایف سي ار قانونه خلاصې شوې او پښتونخوا صوبې سره یو ځائ شوې دي، نو حکومت ته پکار دی چې د دوی امنیت خوندي کړي.

دوی داحتجاج په موقعه د کار بندیز ترڅنګ په علاقه کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکولو څخه هم داحتجاج په توګه د بایکاټ پریکړه کړې او ویلي یې دي که دغلته غوښتنې نه منل کیږي بیا به پینډۍ ضلعه کې د فوځ دمرکز جي ایچ کیو مخې ته احتجاجي پرلت پیل کوي .

د علاقې دقامي پارلیمان منتخب غړي محسن داوړ دې غونډې ته ویلي چې د ټولو پریکړو ملاتړ کوي خو ماشومانو ته دپولیو دڅاڅکو نه ورکولو پلوي نه دی .

هغه ویلي دپولیو څاڅکي که ناروا وي بیا دې د ګوند په توګه جمعیت علماء اسلام ټول هیواد کې په دې د بندیز اعلان وکړي او که دا نه وي بیا دې د خپلو ګټو د پاره د وزیرستان ماشومان هم څوک نه متاثره کوي .

بل خوا د شمالي وزیرستان دمرستیال کمشنر شاهدعلي خان ددفتر چارواکي وايي چې له لومړۍ ورځې نه انتظامي چارواکي د پرلت والو سره په رابطه کې دي او د امن باوري کولو لپاره پولیس او امنیتي ادارې خپلې هڅې کوي.

په علاقه کې یوې امنیتي سرچینې ډیوه ته وویل پوځ د ناامنۍ پرضد ژمن دی او په هدفي وژنو کې ککړ کسان به زر ونیسي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG