لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د وسله والو په برید کې دوه پولیس وژل شوي، یو افسر ژوبل


پېښور کې دنامعلومو وسله والو لخوا په پولیسو شوي یو خونړي برید کې دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ دپولیسو یو افسر اسسټننټ سب انسپکټر ژوبل شوی دی.

دغه برید پرون دمتنو تاڼې په حدودو کې دپاسني نواب ګوټ څوکۍ په پولیسو هغه مهال شوی چې هغوئ سیمه کې دموبایل دلارې ګزمه یا ګشت کولو.

دپېښور دپولیسو مرکز پخپل یو بیان کې ویلي په دغه مهال نامعلومو وسله والو په پولیسو ناتاره ډزې کړي چې پکې د شیراکبر اؤ جان علي په نومونو دوه پولیس عسکر ژوبل شوي اؤ دپولیس چوکۍ مشر ای ایس ایي نوتهیه خان ژوبل شوی دی .

ژوبل پولیس افسر دعلاج لپاره په سمدستي توګه روغتون ته رسول شوی دی.

تر اوسه ددې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو دپېښې سره سم دپولیسو لوړ پوړي چارواکي دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ‌ سرچینې وایي چې په متنو اؤ خواوشا سیمو کې یې په لویه کچه دلټونې عملیات پیل کړي دي.

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې په پولیسو بریدونو اؤ دهغوئ هدفي وژنو کې تر ډیره حده اضافه لیدل شوې ده اؤ په دې کې د زیاتره وژل شوؤ پولیسو د وژنې ذمه واري وسله والو ترهګرو ډلو داعش اؤ ټي ټي پي‌ پغاړه اخستې ده.

دخیبر پښتونخوا دپولیسو د شمیرو له مخې د روان کال په اوږدو کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې دهدفي وژنو په پېښو کې 55 پولیس افسران اؤ عسکر وژل شوي دي.

دپولیسو نه ترلاسه شوې شمیرې ښایي په وژل شوؤ کې دوه انسپکټران، دوه اسسټننټ سب انسپکټران ،پینځه ای ایس ایي افسران، درې حوالداران اؤ 43 سپاهیان شامل دي.

دپولیس ریکارډ ښایي چې دې کې تر ټولو زیات 11 پولیس افسران اؤ سپاهیان په ډیره اسماعیل خان کې وژل شوي اؤ بیا ورپسې پېښور کې دیو انسپکټر اؤ ایس ایچ او په ګډون 6افسران اؤ سپاهیان وژل شوي دي.

دشمیرو له مخې دهدفي وژنو په پېښو کې په بنو کې پینځه، شمالي وزیرستان کې څلور،جنوبي وزیرستان دوه،نوښار اؤ لکي مروت کې څلور، څلور،کرک کې دوه ،هنګو کې دوه،کوهاټ کې یو،ټانک کې څلور،خیبر کې درې،صوابۍ کې دوه،باجوړ کې یو،چارسده کې دوه اؤ په هریپور اؤ مردان کې هم یو،یو پولیس عسکر وژل شوی دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG