لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستاني طالبانو لخوا دپښتونخوا وزیرانو نه دقلنګ اخستو بحثونه مرکزي پارلیمان کې هم راپورته شوي دي


د خېبر پښتونخوا وزيراعلا او د نورو وزيرانو لخوا پاکستاني طالبانو ته د قلنک ورکولو په اړه دپاکستان په مرکزي پارلیمان کې هم بحثونه شوي دي اؤ د شمالي وزيرستان نه د اسمبلۍ غړې محسن ډاوړ ويلي صوبايي حکومت ددې خبرې له تريد هم نه دې کړی.

د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو سلاکار برېسټر محمد علي سېف ويلي د وزيرانو طالبانو ته د قلنګ ورکولو خبره ردوي۔

د ګل په ورځ د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا مشر ايمل ولي خان د پي ډې ايم د يوې خبرې غونډي په مهال ويلي وؤ د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا او د قامي اسمبلۍ دپخوانې سپيکر اسد قېصر په ګډون پينځوؤ وزيرانو تحريک طالبان پاکستان ته بته(قلنګ) ورکړې ده،

دغه خبره تېره ورځ د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په قامي اسمبلۍ کې د وینا په وخت تکرار کړې ده.

محسن داوړ ويلي دي، د قلنګ ورکولو د خبرې لا تراوسه دخیبر پښتونخوا حکومت کوم ترديد نه دی کړی.

نوموړي ويلي چې دا حالات دې ځائ ته ورسي چې د صوبې وزير اعلا ، ګورنر او صوبایي وزيران قلنګ ورکول شروع کړې نو عام ولس به څه کوي؟

"داسې هم نه ده چې زمونږ خلک اسلام اباد ته راشي او اباد شي نو بيا هم کاروباري تنانو ته ټېلیفونو راځي چې فلانکي ځايې ته دومره دومره پېسې رسول دي ، نو دا ډېر خطرناک حالات دي او په دې د توجو ورکولو ضرورت دې"

د ايمل ولي خان له خبرو روسته د تحريک طالبان پاکستان پخواني وياند احسان الله احسان په يو ټويټ کې ليکلي وؤ د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان ورته د يو خبريال په خوله خواست کړی ؤ چې د هغه نه د طالبانو لخوا غوښتل کيدونکي پېسې ډيرې زياتې دي، او دغه پېسو کمولو کې دې د هغه سره مرسته وکړي،

احسان الله احسان ليکلي د خبريال ملګري په خواست یې د ګورنر نه غوښتونکې دوه کروړه روپۍ ۷۵ اويا لکو روپو ته راکمې کړې وې.

د پخواني ګورنر شاه فرمان لخوا په دې اړه لا هم څه نه دي ويل شوي،

د پاکستاني طالبانو سرچينو ډيوه ته ويلي دوي د وزيراعلا او نورو وزيرانو نه کومې پېسې نه دي اخستي، او دا د دواړو ګوندونو سياسي شخړه ده چې دغسې دعوې پکې مخې ته راځي۔

محسن داوړ ويلي چې د صوبایي حکومت لخوا د وزيرانو د بهتې ورکولو کوم ترديد مخې ته نه دی راغلی خو دوه روځې وړاندې د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو سلاکار بېريسټر محمد علي سېف ډيوه ته ويلي وؤ دوي د ايمل ولي خان ددغه خبرې ترديد کوي،داسې کومه خبره نشته.

نوموړي ويلي وؤ د ټي ټي پي په نوم نور جرایم پېشه خلک هم د قلنګ غوښتنه کولی شي او که چرته ټي ټي پي يې هم کوي نو پکار چې د انتظاميې په نوټس کې راوستل شي۔

نن د زيارت په ورځ د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري پېښور کې ميډيا سره د خبرو په مهال ويلي د وزيرانو نه د قلنګ اخستل کیدو په اړه دده په علم کې کومه خبره نشته .

دخبريال د دې پښتنې په جواب کې چې پښور کې د يوې ورځې دننه نزدې درې کاروباريانو ته د بهتې ټېلفونونه کيږي، نو د پوليسو مشر يې په جواب کي وويل بهته خوري راروانه ده، په هغې کې د افغانستان د ټېلفون نمبرې کارول کيږي، دڅو نورو ملکونو نمبرو نه هم ټېلفونونه شوي دي، مونږ د هغه ملکونو سره د وزير خارجه په وساطت په رابطه کې يو

دهغه وینا وه بهته خوري يو ګټور کاروبار جوړېږي، او خاصکر هغه وخت چې دوي د نورو هېوادونو د ټيلفون نمبرې کاروي او هغوي ته معلومه وي چې د ټېلفون د لارې د دوي ځاي نه شې معلومول کيدی،

نوموړي وويل سي ټي ډي پوليس د بهته خورو په نيولو بوخت دي، ددغه ډلو ډير تنان يې نيولي هم دي او د نورو خلاف هم عمليات روان دي۔

د خېبر پښتونخوا کاروباريان وايي اکثر له روزګاريانو ته د بهته خورۍ ټيلفونونه راځي، چې له وجې يې د دوي روزګارونه اغېزمن شوي دي، د دوي په وېنا اوس اکثر روزګاريان کوښښ کوي چې خپله سرمايه پنجاب يا نورو صوبو ته منتقل کړي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG