لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:دسکرو دشخصي کمپنۍ دتښتول شوي منیجر مړی موندل شوی دی


دبلوچستان له مارواړ سیمې څخه تښتول شوي دکولې یا سکرو د یوه شخصی کان منېجر مړی له هرنايي څخه موندل شوی دی.

وسله والو درې نور د کولې مزدوران هم تښتولی وؤ چې له د وؤ ورځو وروسته راخوشی شوي وو خو دمنیجر شیر بهادر مړی له زرغون غره څخه وموندل شو.

پولیس هم دتښتول شوي منیجر دمړي موندل کیدو پخلی کړی دی.

د پولیسو په وینا د جون دمیاشتی پر ۱۲مه نامعلومو وسلوالو کسانو له مارواړ څخه د کولې د کان منېجر شېر بهادر او درې نور کان کېندونکي تښتولي وؤ.

دتښتوونکو له خوا دوه ورځي وروسته درې کان کېندونکي راخوشي کړل شوي وؤ خو د شخصي کمپنۍ تښتول شوی منېجر شیر بهادر لا د اغواکارانو په ولکه کې ؤ .

دپولیسو او لیویز لخوا د تښتول شوی منېجر د راخوشی کېدو لپاره په سیمه کې عملیات هم روان وو چې په دغه مهال کوټې ته نزدې له زرغون غره یو مړی تر لاسه شو .

دکوټې سنډیمن روغتون ته د راوړل شوي دغه مړي پېژندګلو چې د شیر بهادر په نوم باندې شوې ده چې دکولې دکان منیجر ؤ.

پو لیسو وروسته دهغه مړی د پنجاب چکوال ته لیږلی دی .

د پاکستان سنټرل کول ماین لېبر فیډرېشن يو مرکزي مشر سلطان خان ددغې پېښې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤ ډیوه سره خبرو کې یې له حکومت څخه غو ښتنه وکړه چې قاتلان دې ونیول شي او مزدورانو ته دې تحفظ ورکول شي.

تیر کال دجنورۍ میاشت کې د بلوچستان مچ سیمه کې ۱۱ د کولې کان کیدونکي له شیعه مسلک سره اړه لرونکي د هزاره قبیلې وګړي وژل شوي وؤ چې مسولیت یې داعش په سر اخستی ؤ.

په دې وروستیو کې بلوچستان کې د بلوڅ وسلوالو لخوا هم د کولې ګڼ شمیر مزدوران وژل شوي دي.

صوبایي حکومت وايي چې د کولې کانونه په لرو پرتو غرونو کې وي خو په یو شمیر سیمو کې د کولې د مزدورانو تحفظ له پاره ملېشه ځواکونه او لېویز ګمارل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG