لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:د اتمانزۍ قامي جرګې په منځګړتوب د انتظامیې اؤ احتجاج کوونکو ترمنځ خبرې پیل شوي


د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د جمعیت علماء اسلام ف ګوند د ځایي مشرانو د وژل کېدو پرضد په احتحاجي پرلت ناستو کسانو او انتظامیه ترمینځ د شمالي وزیرستان اتمانزئ قامي جرګې د لارې خبرې روانې شوې دي.

بل لوري ته احتحاجي پرلت نن په 12م ورځ دوام لري او داحتجاجي پرلت پر مهال نن په دریمه ورځ ضلعه کې د تګ راتګ لارې د هرقسمه ټریفک دپاره د احتجاج په توګه تړل شوې دي.

د شمالي وزیرستان د انتظامي مشر مرستیال کمشنر شاعد علي ددفتر چارواکي وایي د میر علي سب ډویژن مرستیال کمشنر محمد ابراهیم دې احتجاج کوونکو سره خبرو لپاره عیدک سیمې کې پرلت ته ورغلی او د دوی دغوښتنو منلو باور ورکړل شوی.

په عیدک سیمه کې د جمعیت علماء اسلام ف ګوند دا احتحاجي پرلت وروسته له هغې پیل کړی چې دجولایي په 14مه میرعلي سیمه کې ناپېژندلو کسانو دجمعیت علماء اسلام ګوند سره تړاو لرونکي دوه سیمه ییز مشران په هدفي برید کې په نخښه کړي وو او پوليسو سره مقدمه هم د نامالومو کسانو پر ضد درج شوې ده.

په 21 جولایي په بنو کې د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل رحمان یوې خبري غونډې ته ویلي وو ریاستي ادارې دې په قبايلي ضلعو کې ددې هدفي بریدونو تر شا وژونکي معلوم کړي او یا دې بیا په خپله دا ذمه داري ومني.

هغه ویلي چې د امن دعوې هم کېږي خو له تېرو څو میاشتو راهیسې په باجوړ، مومند او شمالي وزیرستان کې "عام ولس او دیني عالمان هم وژل کېږي.

د وزیرستان خلک هم وایي چې د ضرب عضب عملیاتو را پدېخوا نیزدې 500 نه زيات کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي دي. چې زیاتر پکې دیني عالمان، قامي مشران،تنکي ځوانان، سیاسي او مدني فعالین شامل دي.

د جمعیت علماء اسلام ف ګوند د شمالي وزیرستان ویاند احمد الدین داوړ وایي دوی ته نن د حکومت په استازي توب د میر علي انتظامیه چارواکي ورغلی او خبرې يې ورسره شوي دي.

هغه وویل د انتظامیې سره د شمالي وزیرستان اتمانزئ مشرانو 50 کسیزه جرګه جوړه کړې چې پکې دیني عالمان، قامي مشران او د خلکو منتخب استازې شامل دي او د اتمانزئ قامي جرګې په منځګړیتوب به حکومت سره خبرې کوي .

بل لوري ته سیمه کې احتحاجي پرلت نن په 12مه ورځ هم دوام لري او داحتجاجي پرلت پر مهال نن په دریمه ورځ هم ضلعه کې د تګ راتګ لارې د هرقسمه ټریفک دپاره د احتجاج په توګه تړل شوې دي.

دجمعیت علماء اسلام ګوند ویاند وویل احتجاج به تر هغه روان وي چې د دوئ غوښتنې منل شوې نه وي .

اتمانزي د شمالي وزیرستان قامي جرګه ده او د جرګې یو غړي ملک حبیب خان ډیوه ته وویل د دوی غوښتنې ښکاره دي هغه غوښتنه د امن ده چې دغلته دې دوی په علاقه کې د ناامنۍ نه وژغورل شي .

هغه وویل دا غوښتنه یې د حکومتي پلاوي سره شریکه کړې اوس چې د هغوی لخوا دوی ته څه ځواب ویل کیږي. هغه به بیا احتجاج کوونکو سره شریکه کړي.

د لاريون کوونکو سره د حکومت په استازيتوب مذاکرات کوونکي پلاوي يو تن وي او اې ډيوه ته د نوم نه ښکاره په شرط وويل، چې دوی د لاريون کوونکو سره خبرې وشوې د دوی غوښتنې يې واورېدې او اوس دغه غوښتنې د ځايي انتظاميې او پوځي چارواکو سره شريکوي.

دغه تن وويل حکومتي پلاوي لاريون کوونکو ته وويل چې انتظاميې د دوي د غوښتنو منلو باور ورکړی او د خبرو عمل مخ په وړاندې وړلو د پاره یې د کمیټۍ یا جرګې غوښتنه کړې چې دغه کمېټه به د لوړ پوړوحکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG