لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 پاکستان کې د پشکال بارانونو 357 تنه وژلي،په زرګونو کورونه یې هم ویجاړ کړي دي


پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د نظم قامي ادارې يا نېشل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټۍ په خپل وروستي راپور کې ويلي چې د جون له 14مې نېټې راپدېخوا په پاکستان کې د پشکال د بارانونو له کبله 357 تنه مړه شوي دي.

د ادارې په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې دې دوران کې د هېواد په کچه 23792 کورونو ته زيان رسېدلی او په دغو کورونو کې 6042 په مکمله توګه ويجاړ شوي دي۔

په خېبر پښتونخوا کې د اغېزمنو شويو کورونو شمېره 2794 ښودل شوې ده.

په خېبر پښتونخوا کې د موسمياتو محکمه وايي چې د صوبې په کچه راتلونکو درېوؤ ورځو پورې دمه ، په دمه د باران وریدو امکان دی او د شړق شېبې بارانونو له امله په ځينو علاقو کې د سېلابونو راتلو اندېښنه موجود ده۔

اين ډي ايم ای دغه راپور د جولايي په 28 خپور کړی اؤ پکې ويل شوي چې د پشکال په بارانونو کې د 15 مېرمنو او 36 ماشومانو په ګډون 70 تنانو په خېبر پښتونخوا کې ژوند د لاسه ورکړې دی۔

په خېبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د نظم د ادارې يا پي ډي ايم ای مشر شريف حسين وي او ای ډيوه ته وايي د صوبې ځينې علاقې د زياتو بارانونو او سېلابونو د راتلو په اساس حساس ترين ګرځول شوي دي۔

نوموړي دا هم وويل " بره چترال، کوز چترال، بره دير، شانګله، بره کوهستان او کوز کوهستان، دا هغه ضلعي دي چې مونږه يې حساس ترينې ګڼو"

هغه زياته کړه چې د مرګ ژوبلې په اساس زياتو متاثره شوؤ ضلعو کې یوه ضلعه دکرک ده چې هلته 12 تنان مړه شوي، بيا ورسره ټانک، لکي مروت، ډي ايي خان، صوابۍ، بره چترال، کوز چترال او کوهستان ضلعې هم په دې موجوده بارانونو کې متاثره شوي دي۔

نوموړي زياته کړه په کومو علاقو کې چې خلکو ته مالي او ځاني زيان رسېدلی نو هلته د حکومت لخوا متاثرينو سره مرستې پېل شوي دي۔

د ښاغلي حسين وېنا وه چې د پي ډي ايم ای له اړخه په صوبه کې ضلعي حکومتونو سره 361 ملين روپۍ پرتې دي نو د هغې نه متاثرينو سره امداد کېږي او کوم خلک چې زخميان شي يا په حق ورسي نو د هغوی کورنيو سره مالي مرسته کېږي۔

هغه وايي چې ددې ترڅنګ نورې اضافي پېسې هم کرک، ټانک او ډي ايي خان ته ورکړل شوې دي۔

د قدرتي افتونو په وخت د نظم قامي ادارې يا د اين ډي اېم ای د رپورټ ترمخه د هېواد په کچه بارانونو 23792 کورونو ته زيان رسولی چې پکې 2794 کورونه په خېبر پښتونخوا کې متاثره شوي دي۔

رپورټ ښايي چې په هېواد کې د بارانونو له امله 1787 څاروي هم مړه شوي دي۔

د موسمياتو محکمې نه دترلاسه شويو مالوماتو ترمخه د پشکال دبارانونو دا لړۍ به د روانې مايشتې 31 نېټې پورې دوام لري۔

وي او ای ډيوه سره دخبرو په مهال د خېبر پښتونخوا د موسمياتو محکمې دمرستيال مشر محمد فهيم اپريدي وېنا وه چې په ځينو علاقو کې د تېز باران اندېښنه شتون لري چې له امله يې په دغو سيمو کې د سېلابونو خطره پېدا شوې ده۔

نوموړي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " تيز باران خصوصا په اېبټ اباد، مانسهره، بټګرام، کوهستان، هري پور، بونېر، شانګله سوات، ملاکنډ او د دير په ضلعو کې او دې سره سره په پېښور، مردان کوهاټ او هنګو کې هم امکان لري"

د اين ډي اېم ای رپورټ ښايي چې د جون 14 مې نېټې نه تراوسه پورې په بلوچستان کې د ماشومانو او د مېرمنو په ګډون 106 تنان، پنجاب کې 76، سند کې 90 او په ګلګت بلتستان کې د بارانونو له امله اته تنان مړه شوي دي۔

په خېبر پښتونخوا کې د موسمياتو محکمې نه دترلاسه شويو مالوماتو ترمخه تېرو 24 ساعتو کې زيات نه زيات باران په کاکول کې 69 ملي ميټره، په پېښور کې 19 ملي ميټره او په چراټ سيمه کې 15 ملي ميټره ريکارډ شوی دی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG