لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ د ټي ټي پي‌ اؤ پاکستان تر منځ د روانو مذاکراتو په ضد عدالت ته شوی خواست خارج کړی


پېښور هایکورټ دتحریک طالبان پاکستان اؤ دپاکستان دحکومت ترمنځ دسولې د روانو خبرو پرضد دپېښور ارمي پبلک سکول په ترهګریزه پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو دکورنیو لخوا عدالت هایکورټ ته شوي خواست خارج کړی یا رد کړی دی.

د زیارت په ورځ دپېښور هايکورټ دوه کسيزه بینچ چې په جسټس لال جان خټک او جسټس فضل سبحان مشتمل ؤ د پېښور په ارمي پبلک سکول د ټي ټپي پي په حمله کې د وژل شوؤ څلورو ماشومانو او يوې استاذې دمېندو په خواست اورېدنه یا سماعت کړی دی.

خواست کې دریځ خپل کړل شوی ؤ چې حکومت پخپل سر دتحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات پیل کړي دي اؤ دپېښور ارمي پبلک سکول په ترهګریزه پېښه کې د وژل شوؤ کسانو د کورنیو نه یې هیڅ رایه یا باور نه دی ترلاسه کړی .

په دغه موقعه ددفاع د وزارت استازی عدالت ته وړاندې شوی اؤ دریځ یې خپل کړی چې دارمي پبلک سکول په برید کې ککړو مجرمانو ته سزاګانې ورکړل شوي دي.

خو په پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو دکورنیو لخوا عدالت ته ویل شوي چې دې پېښه کې کوم مهم افسران ککړ دي تر اوسه دهغوئ پرضد ایف ایي ار هم نه دی درج شوی.

کال2014م کې دپېښور په ارمي پبلک اسکول ترسره شوي برید کې تر160 زیات ماشومان اؤ دسکول مامورین وژل شوي وؤ چې وروسته ددغه برید پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې وه.

عدالت د دواړو خواؤ د وکیلانو د دلیلونو اوریدو نه وروسته دټي ټي پي سره دپاکستان دحکومت دمذاکراتو په ضد شوي خواستونه خارج کړي دي.

ددغو پينځوؤ ميندو په عدالت کې نماېنده وکيل عجون خان چې خپل زوی يې هم په ارمي پبلک سکول کې وژلی شوی دی، وایس اف امريکه ډيوه ته تېره اوونۍ ویلي وؤ "مونږ هايي کورټ ته ددې لپاره تلي وو چې دا کومې پاليسۍ زمونږ حکومت جوړوي په داسې حالاتو کې چې کوم اغېزمن خلک دي، چاته چې زيان رسېدلی دی او چانه چې د کور خلک شهيدان شوي دي نو پکار ده چې دا خلک ځان سره په پاليسيو کې شامل کړي. هايي کورټ نه زمونږ ډېرې هيلې دي"

تېره اوونۍ ددغه خواست وړومبۍ اورېدنه کې پېښور هايي کورټ د وفاقي حکومت د کورنيو چارو سېکتر ته ددغه خواست ځواب لپاره مراسله جاري کړې وه چې هغه دې عدالت ته حاضر شي خو هغه په دغه اورېدنه کې عدالت وړاندې شوی نه ؤ او د هغه په ځای د هغه نه د کمې درجې يو بل سرکاري چارواکی عدالت ته وړاندې شوی ؤ.

ټي ټي‌ پي سره دحکومت دسولې دخبرو په اړه دغه چارواکي عدالت ته ویلي وؤ هغه ته ددغه مذاکراتو په هکله هيڅ خبر نشته.

په قانوني او عدالتي چارو پوهه ليکوال او خبريال وسيم احمد شاه دمقدمې اورېدنې په موقعه وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ دا خواست ځکه مهم دی چې خواست کوونکې ميندې د ترهګرۍ نه نېغ په نېغه اغېزمنې شوي دي.

د وسیم احمد شاه په وینا حکومت چې د ترهګرو په هکله څه هم پاليسي جوړوي او يا هغوي سره خبرې اترې کوي د هغې په هکله اغېزمنې شوې کورنۍ د تپوس پوښتنې حق لري.

هغه ویلي وؤ د دوي دا دليل ډېر مضبوط دی چې د دوي واړه ماشومان د پاکستان د تاريخ د ټولو نه دردناکې د ترهګرۍ پېښه کې شهيدان شوي دي. د پېښور هايي کورټ مخکې هم په ډېرو مقدمو کې اولس له انصاف ورکړی دی. هغوي (د ماشومانو ميندې) يوه سمه خبره کوي چې مونږ اغېزمن خلک يو، زمونږ بچي په دې پېښه کې شهيدان شوي دي او مونږ ته هډو پته نشته چې څه کيږي او حکومت په کومه سطحه دوي سره خبرې اترې کوي. د چا له خوا خبرې کيږي او د هغوي څه څه غوښتنې منلی کيږي؟"

عدالت دپېښور ارمي پبلک سکول سکول کې دترهګرۍ پېښه کې دقرباني شوؤ ماشومانو دمیندو دا خواست په داسې وخت کې خارج کړی چې روانه اوونۍ دپاکستان نه دمشهور دیني عالم مفتي تقي عثماني په مشرۍ د دیني عالمانو یو پلاوی کابل ته تللی اؤ هلته یې دافغان طالبانو په منځکړتوب دپاکستاني طالبانو دمشر مفتي نور ولي محسود سره خبرې اترې کړې دي.

په دې وروستیو کې دافغانستان دطالبانو دحکومت په منځګړتوب کابل کې دپاکستان اؤ ټي پي پي ترمنځ دسولې خبرو څو پړاوؤنه ترسره شوې چې دمطبوعاتي رپورټونو په اساس دغو مذاکراتو کې دسولې لپاره ټي ټي پي پاکستان ته شرط اېښی چې اسلام اباد دې دافغانستان سره دپیوست قبایلي ضلعو زوړ حیثیت بیرته پرځائ کړي .

ټي ټي‌ پی دا غوښتنه هم کړې وه چې قبایلي ضلعو نه دې پوځ وویستل شي اؤ هلته دې اسلامي نظام نافذ کړل شي.

له دغو مذاکراتو وروسته پاکستان کې بیلابیلو سیاسي ګوندونو ،څېړونکو اؤ دپېښور‌ د ارمي پبلک اسکول په ترهګریز برید کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنیو ټي ټي پي سره دسولې په خبرو کلکې نیوکې کړې دي چې پوځ پخپل سر طالبانو سره د روغې جوړې کولو واک نه لري.

دپاکستان په پوځ دا نیوکې هم کیږي چې طالبانو سره یې پخپل سر خبرې پیل کړي اؤ پارلیمان یې له دې خبرو ناخبره ساتلی دی خو تیره میاشت د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دقامي سلامتیا دکمیټې په غونډه کې پوځي مشرانو دهیواد سیاسي قیادت ته ټي ټي پي سره دشوؤ مذاکراتو په اړه احوال تیر کړی ؤ .

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG