لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جوډیشل کمیشن سپریم کورټ کې د نوؤ ججانو ټاکنې لپاره د چیف جسټس وړاندیز شوي نومونه رد کړل


Umar Ata Bandial

پاکستان کې دسپریم کورټ سره دحکومت اؤ واکمن ایتلاف کې دشاملو سیاسي ګوندونو دپیدا شوي کړکیچ نه وروسته دقضایي کمیشن په غونډه کې دسپریم کورټ دنوؤ ججانو ګمارنې لپاره دچیف جسټس عمر عطابندیال لخوا وړاندیز کړل شوي دپینځوؤ قاضیانو نومونه د رایو په کثرت سره رد کړل شوي دي.

د زیارت په ماښام سپریم کورټ پخپله اعلامیه کې ویلي دي چې دقضایي یا جوډیشل کمیشن غونډه د راتلونکې نیټې لپاره ځنډول شوې ده خو دسپریم کورټ سینیر ترین جج قاضي‌ فایز عیسا دسپریم کورټ په دغه اعلامیه نیوکې کړي اؤ سپینه کړې یې ده چې کمیشن ته وړاندې کړل شوې دپینځوؤ واړو ججانو نامې رد کړل شوي دي.

څېړونکي اؤ پاکستاني رسنۍ قضایي کمیشن کې دچیف جسټس لخوا د وړاندې کړل شوو نامو رد کیدل دسپریم کورټ دمشر قاضي لپاره یوه ستره ماتې اؤ دپاکستاني عدلیې دننه واضحه ویش بولي.

د زیارت په ورځ د چیف جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ دجوډیشل کمیشن ترسره شوې غونډه کې مشر قاضي سپریم کورټ کې دګمارنې دپاره دپینځوؤ ججانو نومونه وړاندې کړي وؤ.

په دغو نومونو کې دپېښور هایکورټ دمشر قاضي قیصر رشید خان،دلاهور هایکورټ دجج شاهد وحید،دسند هایکورټ د دریوؤ ججانو حسن اظهر،شفیع صدیق اؤ نعمت الله نامې شامل وې.

پاکستاني رسنۍ وایي کله چې ددغو نامو منظورۍ لپاره دکمیشن دغړو نه رایې وغوښتل شوې نو په حق کې یې څلورو اؤ مخالفت کې یې پینځوؤ غړو خپلې رایې ورکړې اؤ دغسې دا ټول نومونه رد کړی شول.

پاکستاني رسنۍ وایي دسپریم کورټ سینیر ترین جج قاضي فایز عیسا ،جج طارق مسعود،سترڅارنوال یا اټارني جنرل اشتر اوصاف اؤ دقانون وزیر سینیټر اعظم تارړ دچیف جسټس لخوا د وړاندې شوؤ نومونو په مخالفت کې رایې ورکړې دي خو په دې کې بیا پخواني جج سرمد جلال عثماني د دوؤ ججانو دنومونو ملاتړ اؤ د دریوؤ مخالفت کړی دی.

همداشان چیف جسټس عمر عطا بندیال، جج اعجازالحسن اؤ جج سجاد علي شاه د وړاندې کړل شوؤ نومونو په ملاتړ خپلې رایې څرګندې کړې دي.

پاکستاني خبریال اسد طور پخپل بلاګ کې ویلي چې د چیف جسټس لخوا د وړاندیز کړل شوؤ نومونو په رد کیدو چیف هغه(چیف جسټس) دقاضي فایز عیسا دخبرو دوران کې دکمیشن غونډه ختمه کړې اؤ په قهر دغونډې له خونې وتلی دی.

وروسته سپریم کورټ یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل‌ شوي دبلې نیټې پورې دکمیشن غونډه ځنډول شوې ده خو دسپریم کورټ جج قاضي فایز عیسا ویلي چې غونډه ځنډول شوې نه ده بلکې غونډه کې وړاندې کړل شوي نومونه رد کړل شوي دي.

دسپریم کورټ دمشر قاضي نوم خپل یو خط کې قاضي فایز عیسا غوښتنه کړې ده چې دججانو دګمارنې په هکله جوډیشل کمشن کې شوې فیصله دې په سمدستي ډول په میډیا خپره کړل شي.

د پاکستان جیو ټیلي ویژن دقاضي فایز عیسا له خولې ویلي چې غونډه کې دچیف جسټس لخوا په وړاندې کړل شوؤ نومونو په تفصیل سره غور شوی دی اؤ دهغه په ګډون دکمیشن پینځوؤ غړو د لاهور هایکورټ د یو اؤ دسند هایکورټ د دریوؤ ججانو نومونه مسترد کړي دي.

قاضي فایز عیسا زیاته کړې ده چې دکمیشن دچیرمین په توګه چیف جسټس خپلې فیصلې مسلط کولی نه شي.

دا مهال سپریم کورټ کې دڅلورو ججانو څوکۍ تشې پرتې دي اؤ ترڅو چې جودیشل کمیشن منظوري ورکړي نه وي نو په دغو څوکیو ججان نه شي ټاکل کیدای.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دپاکستان حکومت اؤ د پي ډي‌ ایم په نوم دسیاسي ګوندونو ایتلاف دپاکستان سپریم کورټ چیف جسټس یا مشر قاضي عمر عطا بندیال اؤ دهغه نزدې ملګري ججان دایین پرضد دخپلې خوښې په فیصلو تورن کړي دي اؤ عدلیه کې داصلاحاتو په غرض دقامي اسمبلۍ څخه دیوې پارلیماني کمیټۍ جوړولو قرارداد هم اوړمه ورځ منظور کړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG