لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي ټي‌ پي مشرانو سره تر لیدنې وروسته د پاکستاني علماوو پلاوی د طالبانو مشر هبت الله اخند سره لیدنې لپاره کندهار ته ځي


دپاکستان طالبانو دتحریک اؤ دپاکستان دحکومت ترمنځ دسولې لپاره کابل ته تللی دپاکستاني دیني عالمانو پلاوی نن دکابل نه کندهار ته سفر کوي اؤ احتمال ښودل شوی چې دغلته به دطالبانو مشر (چې هغوئ یې امیرالمومنین بولي) ملا هبت الله اخند سره لیدنه وکړي.

تر دې وړاندې دمفتي تقي عثماني په مشرۍ دغه پاکستاني پلاوي په کابل کې دپاکستاني طالبانو دمشر مفتي نور ولي‌ محسود سره هم لیدنه کړې وه اؤ رپورټونه وایي دغه لیدنه کې پاکستاني عالمانو ټي ټي پي پاکستان سره خپلې جګړې ختمولو ته تشویق کړې وه.

هرڅو که پاکستاني طالبانو یا پاکستاني دیني عالمانو مفتي نور ولي محسود سره دشوؤ مذاکراتو پایلې مخې ته نه دي راوړي خو ناتایده مطبوعاتي رپورټونه وایي چې دغه لیدنه کې پاکستاني طالبانو دفاټا د زوړ حیثیت دبحالولو اؤ ددغو سیمو نه دپاکستاني پوځیانو د ویستلو ترڅنګ سیمه کې دشریعت پځائ کولو خپلې غوښتنې تکرار کړې دي.

رپورټونه دا هم وایي چې دټي ټي پي اؤ پاکستاني دیني عالمانو ترمنځ شوې لیدنه کې دپاکستان حکومت سره دپاکستاني طالبانو دسولې په اړوند کوم واضحه پرمختګ نه دی لیدل شوی .

د جمعې په ورځ پېښور کې د ډان ورځپاڼې محلي مشر اؤ وتلي خبریال اسماعیل خان پخپل یو ټویټ کې کندهار ته د پاکستاني دیني عالمانو دپلاوي دتګ خبر ورکړی دی اؤ ویلي یې دي‌ احتمال دی چې دا دیني عالمان به کندهار کې دافغانستان دطالبانو دمشر ملا هبت الله اخند سره لیده کاته وکړي.

تر دې وړاندې دغه دپاکستاني عالمانو پلاوي په کابل کې دطالبانو دحکومت رییس الوزارا مولوي محمد حسن اخند سره هم لیدنه کړې وه اؤ پاکستاني طالبانو سره خبرو راجوړولو ته په زمینه سازۍ یې دافغانستان داسلامي امارت مننه کړې وه.

افغانستان ته دمفتي تقي عثماني په مشرۍ دپاکستاني دیني عالمانو دا پلاوی په داسې حال کې تللی دی چې دپاکستان دننه بیلابیل سیاسي ګوندونه،دبشري حقونو تنظیمونه اؤ دپېښور په ارمي پبلک سکول شوي ترهګریز برید کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنۍ دپاکستان د ریاست اؤ ټي ټي پي ترمنځ دسولې په روانو خبرو سختې نیوکې کوي اؤ وایي دې خبرو کې پارلیمان اؤ د وژل شوؤ ماشومانو کورنۍ له پامه غورځول شوې دي.

د پېښور د ارمي پبلک سکول په ترهګریزه پېښه کې د وژل شوؤ څلورو ماشومانو اؤ یوې استازې کورنیو دټي ټي پي اؤ پاکستان دحکومت ترمنځ دسولې ددې روانو خبرو پرضد دې وروستیو کې پېښور هایکورټ ته عریضه هم کړې وه خو تیره ورځ پېښور هایکورټ دهغوئ عریضه خارج کړې ده.

په دغه عریضه کې دریځ خپل کړل شوی ؤ چې حکومت پخپل سر دتحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات پیل کړي دي اؤ دپېښور ارمي پبلک سکول په ترهګریزه پېښه کې د وژل شوؤ کسانو د کورنیو نه یې هیڅ رایه یا باور نه دی ترلاسه کړی .

په قانوني او عدالتي چارو پوهه ليکوال او خبريال وسيم احمد شاه دمقدمې اورېدنې په موقعه وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ دا خواست ځکه مهم دی چې خواست کوونکې ميندې د ترهګرۍ نه نېغ په نېغه اغېزمنې شوي دي.

د وسیم احمد شاه په وینا حکومت چې د ترهګرو په هکله څه هم پاليسي جوړوي او يا هغوي سره خبرې اترې کوي د هغې په هکله اغېزمنې شوې کورنۍ د تپوس پوښتنې حق لري.

په دې وروستیو کې دافغانستان دطالبانو دحکومت په منځګړتوب کابل کې دپاکستان اؤ ټي پي پي ترمنځ دسولې خبرو څو پړاوؤنه ترسره شوې چې دمطبوعاتي رپورټونو په اساس دغو مذاکراتو کې دسولې لپاره ټي ټي پي پاکستان ته شرط اېښی چې اسلام اباد دې دافغانستان سره دپیوست قبایلي ضلعو زوړ حیثیت بیرته پرځائ کړي .

ټي ټي‌ پی دا غوښتنه هم کړې وه چې قبایلي ضلعو نه دې پوځ وویستل شي اؤ هلته دې اسلامي نظام نافذ کړل شي.

له دغو مذاکراتو وروسته پاکستان کې بیلابیلو سیاسي ګوندونو ،څېړونکو اؤ دپېښور‌ د ارمي پبلک اسکول په ترهګریز برید کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنیو ټي ټي پي سره دسولې په خبرو کلکې نیوکې کړې دي چې پوځ پخپل سر طالبانو سره د روغې جوړې کولو واک نه لري.

دپاکستان په پوځ دا نیوکې هم کیږي چې طالبانو سره یې پخپل سر خبرې پیل کړي اؤ پارلیمان یې له دې خبرو ناخبره ساتلی دی خو تیره میاشت د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دقامي سلامتیا دکمیټې په غونډه کې پوځي مشرانو دهیواد سیاسي قیادت ته ټي ټي پي سره دشوؤ مذاکراتو په اړه احوال تیر کړی ؤ .

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG