لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خوراک نړیوالې ادارې د فنډ د کمښت له کبله افغانستان کې راتلونکی ژمی مرګونی بللی


واشنګټن ــــ په داسې وخت کې چې د طالبانو حکومت له امریکایي چارواکو سره د افغانستان بېنک د کنګل شوې شتمنۍ په اړه خبرې روانې دي، رپوټونه وایي افغانستان یو ځل بیا په راتلونکو میاشتو کې د زیاتې لوږې له خطر سره مخامخ دی ځکه چې وایي په دې هېواد کې د مرستو د کارونو لپاره فنډ په کافي اندازه کم شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي وايي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د 960 میلینه ډالرو خالص فنډ له کمښت سره مخ دی.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوالې ادارې د اطلاعاتو مشر فیلیپ کروپ وي او اې ته وویل د فنډ کمي او ګراني ډبلیو ایف پي دې ته مجبوره کړې چې د دې کال په پیل کې سختې پریکړې وکړي او له جون تر اګست پورې خپلې چارې لږ تر لږه کمې کړي:

"موږ د لنډې مودې لپاره له 10 میلینه خلکو سره مرستې ته پاملرنه کوو چې له ډېرو بیړنیو او ژوند ته له خطر پېښوونکو اړتیاوو سره مخ دي".

مرسته کوونکې ادارې وايي، نیژدې 19 میلینه افغانان چې د افغانستان د ابادۍ تر نیمايي زیاته برخه جوړېږي له زیاتې لوږې سره مخ دي.

ډبلیو ایف پي وایي په وچه کې د دې را ګېر هیواد په هغو سیمو کې د مرستې د سامانونو اخیستلو او ذخیره کولو ته بیړنۍ اړتیا ده چې په ژمي کې ورته رسایي نه کېږي. د دې ادارې د اطلاعاتو مشر فیلیپ کروپ وایي:

"که موږ د اکتوبر په میاشت کې د ژمي تر پیل کېدو مخکې د فنډ او وړاندیز شويو خوړو په خوندي کولو کې پاته راغلو نو خلک به له لوږې مړه شي."

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د لوږې او د خلکو د مړینې د مخنیوي لپاره د دې کال په پیل کې له مرسته ورکوونکو نړیوالو ادارو څخه د 4.4 ارب ډالرو غوښتنه کړې وه چې د جولای تر 28مې پورې یې یواځې 45 فیصده فنډ تر لاسه کړی دی.

امریکا چې له افغانستان سره په بشري برخه کې تر ټولو لوی مرسته کوونکی دی، د ملګرو ملتونو د دې غوښتنې لپاره د شاوخوا 460 میلین ډالرو مرستې ژمنه کړې ده، ورپسې برتانیې د 408 میلین ډالرو او د اېشیا پرمختیايي بېنک ویلي چې 380 میلینه ډالره مرسته به وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ په دې اوونۍ کې د ازبکستان یوه شخصي ټیلیویژن «اُزرپورټ» ته په ځانګړې مرکه کې وویل، "زه فکر کوم د امریکې لپاره په افغانستان کې روان بشري ناورین له لوړو لومړیتوبونو څخه دی چې امریکا یې په اړه پریکړې کوي."

مرسته کوونکې ادارې وايي، سږ کال په افغانستان کې نیژدې پینځوس لکه ماشومان، مېندواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکي ښځې د خوړو له کمښت سره مخ دي، وایي 3.9 میلینه ماشومان لا له وړاندې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د کارکوونکې نړیوالې ادارې «سېو دي چیلډرن» ویاندې ساشا مایرز وي او اې ته وویل، "خوارځواکي یا کم خوراکي ژوند اخیستونکې ناروغي ده، که پر وخت یې علاج ونه شي، په سخته خوارځواکۍ اخته ماشومان د مرګ له ډېر خطر سره مخ دي."

مرسته کوونکې ادارې وایي که څه هم سږ کال افغانستان ته د شاوخوا دوه اربه ډالرو بشري مرستې لېږل شوې دي خو وايي د دې هیواد د ځپل شوي‌ اقتصاد بیارغونه او پرمختیایي چارو ته لا ډېره اړتیا ده چې خلک یې بیا بیا له بشري ناورین سره مخ نه شي.

د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو سره نړیوالو مرسته کوونکو ادارو له افغانستان سره پرمختیايي مرستې بندې کړې، چې له کبله یې د طالبانو مشران له سختو مالي بندیزونو سره مخ شول او دغو بندیزونو د افغانستان بېنکي نظام هم له ستونځو سره مخ کړی دی.

نړیوالو مرسته کوونکو ادارو په وار وار له طالبانو غوښتي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه پرانیزي، ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، خو د طالبانو مشران په دې ټینګار کوي چې دوی یو «خالص اسلامي نظام» جوړ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG