لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاینانشل ټایمز: برتانیه کې د کرکټ سیالیو د لارې راټولې شوې خیراتي پیسې پي‌ ټي ایي ته لېږل شوې دي


د برتانيي اخبار فنانشل ټايمز پخپل یو رپورټ کې دعوه کړې ده چې پاکستاني نژاد کاروباري عارف نقوي برتانيه کې د کرکټ دسيالو د لارې د چندې په نوم راغونډ کړى رقم دپاکستان د پخواني وزير اعظم عمران خان سياسي ګوند تحريک انصاف ته لیږلی دی.

دفنانشل ټايمز رپوټ وايي د ابوظهبي وزير شيخ مبارک النهيان د عارف نقوي ملکيت ووټن کرکټ کلب دلارې شل لکه ډالر تحريک انصاف ته ورکړې وؤ او قانون پوهان خبردارى ورکوي که دا الزام ثابت شو نو تحريک انصاف د سخت قانوني نتيجو سره مخ کيدلى شي.

فنانشل ټايمز کې دخپور شوي رپوټ ترمخه د ټي ټوينټي کرکټ سيالو دلارې د چندى په نوم راغونډ کړې کړل شوې پیسې به دعارف نقوي ملکيتي د ووټن کرکټ کلب اکاونټ کې جمع کيدلې او په کال ٢٠١٣م کې د ابوظهبي حکومتي وزير او د شاهي خاندان غړي شيخ مبارک النهيان هم ٢٠ لکه ډالر دې اکاونټ ته لیږلي دي.

اخباري رپورټ وايي عارف نقوي د ووټن کلب اکاونټ کې جمع شوی رقم بيا پاکستان کې د عمران خان د نيزدې ملګري طارق شفيع اکاونټ ته لیږلی.

سږ کال دجنورۍ مياشت کې د پاکستان انتخابي کميشن هم دمرکزي بينک د ثبوتونو په اساس د تحريک انصاف اکاونټونو ته د بهر ملکونو څخه د رقم راتلو پخلى کړى ؤ.

که څه هم عارف نقوي د انتخابي کميشن په وړاندې د ووټن کلب ملکيت منلى خو ورسره هغه پي ټي ایي سره دغيرقانوني مالي مرستو تورونه رد کړي دي۔

فنانشل ټايمز دا څرګندونې په يو داسې وخت کې کړې دي چې انتخابي کميشن کې د تحريک انصاف دمخکښ غړي اکبر ايس بابر لخوا ياد ګوند ته د بهر ملکونو څخه ترلاسه شوي مالي امداد کي د درغليو پسر دقضيي اوريدنه سرته رسيدلې او کميشن خپله فيصله خوندي ساتلې ده.

دغه قضييه کې په انتخابي کميشن او اسلام اباد هايکوټ کې د تحريک انصاف وکيل شاه خاور ايډوکيټ وايي حکومت فارن فنډنګ کيس کې تحريک انصاف ته ترلاسه شوى ممنوعه رقم ضبط کولى شي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې شاه خاور د ابو ظهبي دحکومتي وزير د تحريک انصاف سره دمالي مرستو الزام ډير سنګين وبللو او هغه وويل د بهر ملکي حکومتي چارواکي د پاکستان کوم سياسي ګوند سره دمالي مرستو دتور ثابيتيدو پسر د حکومت په سپارښتنه سپريم کوټ په نومول شوي سياسي ګوند بنديز لګولی او دګوند دقيادت د نا اهلۍ فيصله ورکولى شي.

دفنانشل ټايمز د رپوټ تر مخه د ابوظهبي وزير شيخ مبارک د دوي سوالونو ته ځواب ویلو نه ډډه کړې ده.

بل اړخ ته پخواني وزير اعظم عمران خان هم د شيخ مبارک تحريک انصاف ګوند سره دمالي مرستو نه لا علمي ښودلې خو دا ېې منلى چې طارق شفيع دوي ته چنده ورکړې وه البته د عمران خان په وينا دا اوس د طارق شفيع ذمه واري ده چې ددغه رقم سرچيني وښايي.

د فنانشل ټايمز خبر ته غبرګون کې دتحريک انصاف پخواني وزير فرخ حبيب پي ټي ایي باندى دغير قانوني مالي مرستو تورونه رد کړي او تکرار کړې یې ده چې د پاکستان انتخابي کميشن په دې اړه د دوي سره توپيري چلند ساتي.

په عین حال کې دپاکستان وزير اعظم شهباز شريف په انتخابي کميشن غږ کړی چې دتحریک انصاف دفارن فنډنګ کیس خوندي شوې فیصله زر ترزره واوروي.

د واکمن سیاسي ایتلاف مشرانو هم تیره ورځ ګواښ کړی چې که الیکشن کمیشن دټي ټي ایي دفارن فنډنګ کیس فیصله زر تر زره وا نه وروله نو دوئ به دالیکشن کمیشن مخې ته احتجاجي پرلت وغځوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG