لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال باجوه:امریکې سره خپلو اړیکو ته نوره پراختیا ورکول غواړو


دپاکستان دپوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه ویلي چې پاكستان امريكې سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او غواړي چې د شريكې ګټې په بنياد د شريكې خوښۍ په څانګه كښې امریکا سره خپلو اړیکو ته نوره پراختیا هم ورکړي.

هغه دا خبرې دجمعې په ورځ د امريکایي ځواکونو دمرکزي قوماندې دمشر جنرل مايكل ايرک كوريلا سره دیو ټیلي فوني تماس په مهال کړې دي.

د پاکستان دپوځ د ویاندې ادارې ایي ایس پي ار دبیان له مخې دغه ټیلي فوني تماس کې دواړو پوځي مشرانو د شريكې خوښۍ په چارو اؤ دسيمه ايز ثبات ترڅنګ په دفاعي او امنيتي مرستو تفصيلي خبرې اترې کړې دي.

دپوځ دبیان له مخې دټيلي فوني تماس په موقعه دواړو پوځي مشرانو دسیمې د ثبات ترڅنګ خپلو کې همکاریو ته په لا پراختیا ورکولو هم خبرې اترې کړې دي.

دایي ایس پی ار بیان کې ویل شوي دواړو پوځي مشرانو په دغه موقعه په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته د لا پراختیا ورکولو هېله څرکنده کړې ده .

بیان کې راغلي چې دامریکایي ځواکونو دمرکزي قوماندې کمانډر د پاكستان د وسله والو ځواكونو دمسلکي پوهې ستاینه کړې اؤ په سيمه ايز ثبات كښې یې د پاكستان كردار هم ستایلی دی.

ایي ایس پی ار وایي جنرال باجوه سره خبرو کې امریکایي پوځي مشر پاكستان سره په هره كچه مرسته كښې د لا ښه والي لپاره د خپل كردار ادا كولو باور هم وركړی دی.

دپاکستان اؤ امریکایي پوځي مشرانو ترمنځ دا ټیلیفوني تماس په داسې حال کې نیول شوی چې څېړونکي وایي پاکستان کې دعمران خان دتیر حکومت په وروستیو کې د واشنګټن اؤ اسلام اباد ترمنځ اړیکو کې تاؤ تریخوالی اؤ فاصلې سیوا شوې وې.

خو دعمران خان دحکومت ختمیدو نه وروسته پاکستان کې دایتلافي ګوندونو جوړ شوي حکومت ویلي امریکا سره خپلو اړیکو ته ارزښت ورکوي او غواړي چې د واشنګټن سره د خپل مينځي برابرۍ،درناوي او باور په اساس دوه اړخیزه اړيکې لا نورې پراخه کړي.

په عین حال کې ځینې څېړونکي په دې نظر دي چې په جنوبي اېشيا کې د امریکا تګلاره د هند سره په ژورو تعلقاتو ولاړه ده او امریکا د پاکستان سره په ژورو اړيکو جوړولو کې نوره دلچسپي نه لري.

په دې وروستیو کې د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید ډيوه سره خبرو کې وېلي د پاکستان نوی حکومت به هڅه کوي چې د امریکا سره خپلې اړیکې پرځائ او پراخه کړي خو وايي دا به کتل وي چې امریکا د پاکستان سره تعلقاتو کې اوس هغه هومره دلچسپي لري اؤ که نه کومه چې یې پخوا درلوده.

د ډاکټر خورشید په وینا داسې ښکاري چې امريکا نور د پاکستان سره په پراخه اړيکو کې دلچسپي نه لري خو وايي امریکا به د پاکستان د پوځ سره په محدودو اړخونو کې خپل تعلقات په مخکې بوځي او هڅه به کوي چې د نړیوالو مالياتي ادارو د لارې د پاکستان سره دومره مرستې جاري وساتي چې کومه ستونزه جوړه نه کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG