لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې زندان ته داچول شوې افغان ناوې اؤ زلمي کورنۍ وایي دریمه ورځ ده چې ناوې زندان کې پرته ده


وادہ شوې افغان جوړ‎ہ یا ناوې اؤ‌ زلمی له هغو 241 نورو افغانانو سرہ یو ځائ د بلوچستان په شیراني سیمه کې ملیشه ځواکونو نیولي چې غوښتل یې افغانستان کې له واده کولو وروسته یې جنج پاکستان کې دهغوئ کور ته یوړل شي.

د واده دنیول شوي زلمي ماما حاجي حنظله وي او ای ډیوہ ته د ټیلي فون له لارې وویل،پینځه ورځې وړ‎اندې یې د افغانستان په جلال آباد کې د خور د زوی وادہ شوی او نن یې دریمه ورځ دہ چې ناوې اؤ د واده زلمی دبلوچستان په زندان کې پراته دي.

“ دوہ شپې یې دهنه سر شیراني پر چیک پوسټ کې کښېنوله او اوس په جېل کې دہ، زلمی او ناوې یې دواړ‎ہ نیولي دي، هلته د ناوې خسر اؤ د کورنۍ اته تنه نور هم ورسرہ وؤ، ښځې او ماشومان او سړ‎ي ورسرہ وؤ، دوی ته هیڅ خوراک څښاک هم نه دی ورکړل شوی”

دناوې اؤ‌ زلمي ترڅنګ هغه نور په سلګونو افغانان هم د بلوچستان په شیراني سیمه کې دملیشې ځواکونو نیولي چې غوښتل یې د بلوچستان له لارې پېښور، اسلام آباد او د پاکستان نورو ښارونو ته ولاړ‎ شي خو انتظامیه وایي چې سفري اسناد نه درلودل۔

د ږ‎وب د جېل مشر (جېلر) محمد رفیق ډیوه ته ویلي د ناوې او زلمي په ګډون ټول نیول شوي کسان په جېل کې بند دي.

د ناوې او زلمي د جېل حال څه و؟ ددې سوال په ځواب کې جېلر وویل، “ د جېل نو څه ژوند دی، ګران ژوند دی، موږ‎ ښځینه جلا، نارینه جلا او ماشومان په جلا بېرک کې بندوؤ”

د شیراني ضلعې مرستیال کمشنر اعجاز جعفر ډیوہ ته ویلي دا 241 افغانان د جولايې پر 27مه په ضلعه شیراني کې د دهنه سر ایف سي ځواک له لوري په داسې حال کې نیول شوي چې د بلوچستان له لارې یې دسورلیو په ګاډو کې سفر کولو اؤ هیڅ اسناد یې نه لرل.

هغه وویل نیول شوؤ افغانانو کې 37 ښځې، 27 ماشومان او 177 نارینه دي.

حاجي حنظله هم د افغانستان ننګرهار ولایت د جلال اباد سیمې سرہ تعلق لري خو له تېرې یوې مودې راهسې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې مشت دی، وایي دی په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري۔

په خبرہ یې چې کله د زلمي(ناوک) او ناوې له نیولو خبر شو نو له اسلام آباد څخه ږ‎وب ته ورته راغلی،
”تازہ وادہ شوې ناوې او زلمی قانوني اسناد نه لري خو د هغوي د کورنۍ نور غړ‎ي اسناد لري”

د مرستیال کمشنر په خبرہ د فارن ایکټ قانون په اساس یې هغوئ نیولي او د عدالت په حکم یي جېل ته اچولي او د عدالت په حکم به بېرته خوشې کولی یا دافغانستان له پولې اړولی شي۔

د ږ‎وب او شیراني سیمو د پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو سیاسي فعالانو د یادو کسانو د نیولو او جېل ته د اچولو پر ضد تیره ورځ احتجاج کړ‎ی و او د هغوئ د خلاصولو غوښتنه یې کړ‎ې ده۔

د ژوب ځايې اوسيدونکی او د پښتون ژغورني غورځنګ فعال خان حقيار وايي“زہ پخپله زندان ته ورغلم له دوي سرہ مې ولیدل، هغوئ له مشکل سرہ مخ دي، زنانې او ناروغان زیات په تکلیف کې دي”

د شیراني مرستیال کمشنر اعجاز جعفر ډیوہ ته وویل په دومرہ زیاته شمېر خلکو ته اسانتیاوې برابرول ګران کار دی، خو بیا هم حکومت د هغوی د اسانتیاؤ لپارہ ګامونه پورته کړ‎ي دي۔

وایي په دوئ کې ناروغان ضرور شته، او د هغوئ د علاج لپارہ یې هم بندوبست کړ‎ی دی۔

د ږ‎وب مرکزي جېل مشر محمد رفیق وایي ناروغانو ته یې د ډاکټر اسانتیا برابرہ کړ‎ې او د حکومت په خرچه یې ټولو نیول شوؤ افغانانو ته خوراک هم برابر کړ‎ی دی.

هغه وایي ” په دې کې نور ناروغان هم شته خو یوہ زنانه امېندوارہ (حامله)دہ، پرون مو روغتون ته وړ‎ې وہ، اوس په جېل کې دہ، موږ‎ ورته د ډاکټر بندوبست کړ‎ی، هر څه به ښه شي”

جېلر زیاته کړ‎ہ، “د عدالت جج امر کړ‎ی او شنبه( نن ) به دوی له جېل څخه وباسو،او بیا یې له قانون سرہ سم د افغانستان پر پوله افغان چارواکو ته په لاس ورکوو”

د یادو کسانو د نیولو پر وخت قانوني مرسته کوونکي وکیل، ولي خان افغان ډیوہ ته وویل، په دې نیول شوؤ کسانو کې تر 50 زیات هغه افغان سفر کوونکي هم وؤ چې قانوني اسناد یې په لاس کې لرل خو بیا هم نیول شوي او زندان ته اچول شوي دي.

“موږ‎ به قانوني اسناد لرونکي د عدالت له لارې خلاص کړ‎ي وای خو ستونزه دا وه چې له دوی سرہ ناقانونه سفر کوونکې زنانې او ماشومان هم و نو بهترہ دا وہ چې دوی ټول سرہ یو ځای وي”

د پاکستان او افغانستان د پخوانیو حکومتونو ترميان د يوي معاهدي په ترڅ کې عاجله ناروغان کولای شي د درملنې په موخه پاکستان ته بغير له کومو اسنادو سفر وکړ‎ي۔

تير کال داګست په میاشت کې په افغانستان کې دطالبانو دحکومت جوړیدو نه وروسته د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ګډه کرښه دناروغانو د تللو راتللو پسر وخت ناوخته تاو تريخوالی هم راپورته شوی دی


خو د دې تازہ نیونې په اړ‎ہ د طالب چاراکو لخوا کوم دریځ مخې ته نه دی راغلی۔

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو دکډوالو د ادارې يو اېن اېچ سي ار وياند قېصر اپريدي د جون پر لسمه ډیوہ ته ویلي و“د 2021 م د جنورۍ څخه وروسته دوه نيم لکو پورې کډوال له افغانستان څخه پاکستان ته راغلي چې زياتره يې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته راکډوال شوي دي”

د یو این ایچ سي ار د ویاند په وینا په پاکستان کې 13 لکه کډوال هغه دي چې له وړاندې څخه له یو اېن اېچ سي ار سره رجسټرډ دي چې زیاتره پکې په خېبرپښتونخوا کې مېشت دي او پاتې 15 لکه هغه کډوال دي چې پکې تر اتوؤ لکو پورې پاکستان رجسټرډ کړي وؤ او نوي دوه نيم لکه ته پناه اخستونکي ويل کیږي چې د پاکستان حکومت ورته د کډوالو درجه لا نه ده ورکړې.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG