لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشمالي وزیرستان پرلت کې دامنیتي چارو ولس ته دسپارلو غوښتنه شوې


North Wazirestan Protest
North Wazirestan Protest

په شمالي وزيرستان کې د ناامني پرضد پیل شوی پرلت د میر علي نه د ضلعې مرکز میرانشاه ته غځول شوی او دپرلت برخه وال غوښتنه کوي چې "ریاست (پاکستان) دې په سيمه کې امن يقيني کړي او که ناکامه وي نو د امن په ځای کولو دپاره دې ټول وسايل خلکو ته ورکړي د علاقې خلک به په خپله په دغو وسايلو امن په ځای کړي".

بل لوري ته د سیمه ییزې انتظامیې او په احتجاج دبوختو خلکو تر مینځ خبرې پیل شوې دي.

دشمالي وزیرستان په عیدک سیمه کې جمعیت علماء اسلام ف ګوند دا احتحاجي پرلت وروسته له هغې پیل کړی چې دجولایي په 14مه میرعلي سیمه کې ناپېژندلو کسانو دجمعیت علماء اسلام ګوند سره تړاو لرونکي دوه سیمه ییز مشران په هدفي برید کې په وژلي وو او پوليسو سره مقدمه هم د نامالومو کسانو پر ضد درج شوې ده.

د جمعیت علماء اسلام ف ګوند د شمالي وزیرستان ویاند احمد الدین داوړ وایي دوی ته د حکومت په استازي توب د میرانشاه انتظامیه چارواکي ورغلی او خبرې يې ورسره شوي دي.

هغه وویل د انتظامیه سره د شمالي وزیرستان اتمانزئ مشرانو 50 کسیزه جرګه جوړه کړې چې پکې دیني عالمان، قامي مشران او د خلکو منتخب استازې شامل دي او د اتمانزئ قامي جرګې په منځګړیتوب به حکومت سره خبرې کوي.

اتمانزي د ټول شمالي وزيرستان قامي جرګه ده او ددغه جرګې یوه غړي ملک اصغر داوړ وي او اې ډیوه ته وویل حکومت دسیمې خلکو حکومت نه په علاقه کې د تل پاتې امن یوه غوښتنه کړې او که دا غوښتنه نه منل کیږي بیا دې علاقه خالي کړي او دامنیت چارې دې عامو خلکو ته وسپاري هغوئ به په خپله د علاقې امنیت قابو کړي .

هغه وویل د ضرب عضب وروسته دوی ته ويل شوي وؤ چې په علاقه کې امن په ځای شوی، خو بيا هم په علاقه کې د وکيلانو، ډاکټرانو او قومي مشرانو وژنې روانې دي.

هغه وويل دوی بيا بيا د ناامنۍ پرضد احتجاجونه وکړل خو چا يې غږ وانه ورېدو ځکه دوی په قامي پرېکړو کولو مجبوره شول.

جرګې په علاقه کې د حکومتي چارواکو سره د انتظامي چارو دبایکاټ بایکاټ ترڅنګ د تحریک طالبان سره د خبرو د پاره تلونکي پلاوې کې شامل د شمالي وزیرستان په مشرانو بندیز اعلان کړی دی.

د سيمې نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي خلکو ته د امنیت سپارلو غوښتنه يې ځکه کړې چې دلته پولیس او نورې ادارې د دوی په ژغورلو کې ناکامه دي .

هغه وویل په سيمه کې یې د امنيت خبره په اسمبلۍ کې راپورته کړې په مطبوعاتو يې دغه ټولې خبرې راپورته کړي خو د دوی په غوښتنو غور نه کيږي.

د اتمانزو د قومي جرګې د امن غوښتنو په اړه وي او ای ډيوه د شمالي وزيرستان د انتظامیه مشر شاهد علي سره د تماس هڅه کړې خو د فتر چارواکو یې وویل په علاقه کې پوليس په ځای کړی شوی او دغه سیمه چې د کله نه په صوبه کې ورګډه شوې د وړاندې په پرتله پکې امنيت ډېر ښه شوی دی.

دوی وویل د پرلت کونوکو سره خبرې پیل شوې غوښتنې بې اوریدل شوي او اعلا حکومتي چارواکو سره یې شریکې کړي دي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG