لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب صوبه کې نکاح لپاره دختم نبوت سوګند نامه ضروري ګرځول شوې


د پنجاب اعلا وزیر پروېز الهي په ټوله صوبه کې د نکاح لپاره د ختم نبوت دخانې لرونکې نوې حلف نامې د کارولو امر کړی دی.

شخضي ټى وي چېنل جيو نيوز دخالي په ورځ د پنجاب د اعلا وزیر لخوا د جارى کړې شوى بيان په اساس ویلي که څوک دا نوې حلف نامه نه کاروي نو د هغه خلاف به سخت قانوني ګامونه پورته کولی شي.

د پنجاب داعلا وزیر پروېز الهي په بيان کې ويل شوي چې د نکاح په وخت د ناوې او ناوک لپاره د ختم نبوت په حلف نامه به لاسلیک کول لازم وي.

وزیر اعلان دا امر هم کړې چې نکاح ثبت کوونکو یا جسټرارانو ته دې دختم نبوت خانه لرونکي د نوې حلف نامې فارمونه ورکړل شي.

بیان وايي د هغه چا په ضد به ګامونه اخیستل کیږي چې نکاح ثبت کوونکو ته دا نوې فارمونه نه ورکوي او هغو نکاح ثبت کوونکيو ته به هم د يوې مياشتې قېد او د جرمانې سزا ورکول کېږي چې د ختم نبوت خانه لرونکې دا نوې نکاح نامې نه کاروي.

په پاکستان کې د احمدي ټولنې ویاند عامر محمود ډيوه سره خبرو کې وايي کوم ګام یا قانون چې په مذهبي بنيادونو جوړېږي یا اخستل کیږي هغه ټولنه د ویش لوري ته بوځي.

دی وايي د ختم نبوت ددې نوې نکاح نامې نېغ په نېغه اثر به په احمدي ټولنه نه وي خو زياتوي کیدای شي په راتلونکي کې دا بدې اغېزې ولري.

نوموړي وويل أحمدېان له مخکې څخه جلا نکاح نامه کاروي.

له دې مخکې سږکال د مارچ په 2مه نېټه د پنجاب صوبايي کابينې په مسلم فېملي لاز کې بدلون راوستی ؤ او د نکاح په حلف نامه کې یې د ختم نبوت د کالم شاملولو منظوري ورکړې وه.

تېر کال اکتوبر میاشت کې د تحريک انصاف د اتحادي ګؤند مسلم لیګ ق يو غړى د پنجاب په صوبايي اسمبلۍ کې قرار داد هم وړاندې کړی ؤ چې وروسته منظور کړې شوی ؤ.

د اسلامي نظریاتي کونسل چېرمېن ډاکټر قبله اېاز وايي په دې وروستیو کې په پنجاب کې داسې پېښې رامنځ ته شوي چې په کې وروسته پته ولګېده چې یا خو هلک او ېا جينۍ په ختم نبوت باور نه لرلو او احمدي وه. نو هم دا علت کېدای شي د بنجاب حکومت دا نوې حلف نامه جاري کړه.

د پاکستان د اساسي قانون لاندې احمدیان غېر مسلم ګرځول شوي دي او احمديان خو ځان ته مسلمان ویلي شي او اسلامي شعاير خپلولی شي او که چېرې احمدي داسې کوي نو بیا نه يوازې د هغه پرضد په رياستي کچه بلکې په اولسي کچ هم ګامونه اخیستل کیږي.

د احمدي ټولنې د شمېرو ترمخه د کال 1984 راهیسې په پاکستان کې د عقيدې په بنياد 270 احمديأن وژل شوي دي.

د بشري حقونو دغېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى پخوانۍ مشره او اوسنۍ غړې ذهره يوسف وايي نه پوهېږي چې واکداران دا هېواد کوم لوري ته بوځي.

وايي که دا خبر سم وي نو د پنجاب اعلا وزير يو ناسم اقدام کړی دی.

هغه ډيوه ته وايي کله چې هم د مذهب په رڼا کې قوانین جوړېږي نو ورسره سم په ټولنه کې زغم او أحترام ختمېږي. او بيا د ټولنې هر وګړی هرې ستونزې ته د مذهب په تناظر کې ګوري او دا عمل په ټولنه کې د خطرناکو پرمختګونو لامل ګرځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG