لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین: تېره اوونۍ د هیواد بېلابېلو سیمو نه اووه پښتانه زلمي په جبري توګه لادرکه کړل شوي دي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ښاغلی منظور پښتین وایي په تېره اوونۍ کې د هیواد له بېلابېلو سیمو څخه اووه پښتانه زلمي په جبري توګه لادرکه کړل شوي .

هغه په ټولنیزو رسنیو خپل یو بیان کې دهغو پښتنو پېژندنه هم روښانه کړې ده چې وایي په یوه اوونۍ کې دهیواد دبیلابیلو سیمو نه پورته کړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دجون په میاشت کې اسلام اباد هایکورټ د لادرکه تنانو د ستونزې د هواري لپاره مرکزي حکومت ته وروستۍ موقعه ورکړې وه او ویلي یې وؤ که حکومت دې لړ کې کوټلي ګامونه پورته نه کړل نو بیا دې وزير اعظم د ستمبر په نهمه نېټه عدالت ته وړاندې شي.

دمنظور پښتین په وینا په تازه بې درکه کړل شوؤ پښتنو زلمو کې تنویر ،موسا اؤ نادر دشمالي وزیرستان،رحیم جان دخیبر ضلعې اؤ سیدامین ،حسن ګل اؤ ذاکر دکراچۍ نه پورته کړل شوي دي.

نوموړي ویلي چې دکراچۍ نه کوم درې پښتانه زلمي په جبري توګه لادرکه کړل شوي دي دهغوئ تعلق هم دخیبر قبایلي ضلعې سره دی.

منظور پښتین زیاته کړې ده چې پاکستان کې په جبري توګه دخلکو په درکه کولو عدلیه ،میډیا ،پارلیمان اؤ ټول غلي دي.

د روانې میاشتې په پیل کې پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه کړی شوؤ تنانو د قضيې د هواري لپاره د مرکزي کابينې د ذیلي کمېټۍ مشر سنېټر اعظم نذير تارړ ویلي چې د لادرکه تنانو دستونزې د کوټلي حل اړخ ته به ځي.

هغه ویلي وؤ بې درکه تنان يوازې پوځي ادارو نه دي لادرکه کړې بلکې دا کسان د ترهګرۍ ضد سويلين محکمې کاونټر ټېررازم ډيپارټمنټ سره هم کېدای شي.

دبشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ په دې وروستیو کې پخپل په يو بېان کې ویلي چې د پاکستاني چارواکو په ګډون قانون نافذ کوونکې ادارې او د هېواد عدالتي فوجدارى نظام د جبري لا درکیو د ختمولو په لړ کې سياسي عزم څرګندولو کې ناکامه شوي دي.

په پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه تنانو د موندنې حکومتي کمېشن د شمېرو ترمخه د کال 2011 نه تر کال 2022 جون پورې د کمېشن سره د جبري لادرکيو 8661 قضيې رپورټ شوې دي چې په کې 6458 قضيې حل شوي او 2238 کسان لا اوس هم لا درکه دي.

خو د بشري حقونو فعالين دا شمېرې له دې هم زياتې ښایي.

د بلوڅ لادرکه تنانو د حقونو تنظیم وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز ترمخه نزدې څلوېښت زره بلوڅان لادرکه دي او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالېن وايي لا هم څلورو زرو نه زيات پښتانه لا درکه دي.

په پاکستان کې د بلوڅانو، پښتنو او بشري حقونو فعالين د خلکو په جبري توګه د لادرکه کولو تورونه د پوځ په طاقتوره خفيه ادارو لګوي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي چې کېدی شي دا کسان د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي، قانون نافذ کوونکو ادارو سره نښتو کې وژل شوي او یا افغانستان ته اوښتې وي.

پوځ دا هم وايي چې د لا درکه تنانو دپېېښو څېړلو لپاره د پنډې په پوځي مرکز جي اېچ کيو کې یې يوه کمېټي هم جوړه کړې ده.

په پاکستان کې د لادرکه تنانو خپل خپلوان اکثره د ورکو تنانو د موندلو لپاره د هېواد په لويو وړو ښارونو کې احتجاجونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG