لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: له بارانونو د مړو شمېر 127 ته رسېدلی، وزیراعظم ځپلو کورنیو سره د مرستو اعلان کړی


دپاکستان بلوچستان ایالت کې د روانو بارانونو لړۍ اؤ سیلابونو خلکو ته په لویه کچه زیانونه اړولي اؤ تر اوسه په دغه صوبه کې دبارانونو له امله رامنځته شوؤ بیلابیلو پېښو کې د مړو شوؤ کسانو شمیره 127 ته رسېدلې.

دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف د زیانمنو کورنیو د ډاډګیرنې اؤ دمرستې دفعالیتونو دجاج اخستو لپاره بلوچستان ته سفر کړی اؤ دغلته یې بارانونو کې دمړو شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو کورنیو سره دمالي مرستو اعلان کړی دی.

دپاکستاني میډيا د رپورټونو له مخې د زیاتو بارانونو له امله بلوچستان کې ډیمونه،خوړونه اؤ نالۍ راختلي اؤ په ګڼو سیمو سیلابي اوبه ورماتې شوې چې خلکو ته یې درانه مالي اؤ‌ځاني زیانونه ور اړولي دي.

بلوچستان کې دقدرتي افتونو په وخت دنظم د دولتي ادارې پي‌ ډي‌ ایم ای شمیرې ښایي چې تر اوسه دې بارانونو اؤ سیلابونو کې 127 کسان مړه شوي چې هغې 45 سړي، 32 ښځې اؤ تر38ؤ زیات ماشومان شامل دي.

تیره ورځ هم په ددغه صوبې دچاغي په دشت ګوران سیمه کې د راختلي خوړ د اوبو نه د دریوؤ ماشومانو مړي موندل شوي دي.

دانسانانو ترڅنګ بلوچستان کې په زرګونو څاروي هم سیلابي اوبو کې لاهو لاهو شوي یا هم د ودانیو راغورځېدو له امله مړه شوي دي.

پاکستاني میډيا په بیلابیلو پېښو کې د ژوبل کسانو شمیره تر 60ؤ زیاته ښایي.

دبلوچستان بیلابیلو سیمو کې دبارانونو اؤ سیلابونو له امله په زرګونو ودانیو ته هم نقصان رسیدلی اؤ همداشان سړکونه اؤ پلونه هم په اوبو کې لاهو شوي دي.

دپي‌ ډي‌ ایم ای دشمیرو له مخې په دغه صوبه کې بارانونو تر اوسه13 زره اؤ 320 کورونه ویجاړ کړي دي اؤ ددې ترڅنګ په دوه لکه ایکړه ولاړ فصلونه تباه شوي دي.

وزیراعظم شهباز شریف تیره ورځ دبلوچستان د ځپل شوؤ سیمو لیدنې له ورغلی اؤ دغلته یې رسنیو سره خبرو کې ویلي دګرد هیواد په څېر بلوچستان کې سختو بارانونو په لویه کچه تباهي اړولې ده.

هغه ویلي حکومت دبلوچستان په ګډون ټول هیواد کې دبارانونو اؤ سیلابونو نه د اغېزمنو خلکو دمرستې،ژغورنې اؤ بحالۍ لپاره په ځان شپه اؤ ورځ یوه کړې ده اؤ تر خپله وسه هرچاته مرسته ور رسوي.

هغه ویلي چې دبارانونو له امله دمړو شوؤ کسانو کورنیو سره حکومت د10لکو اؤ د ژوبل شوؤ سره د دوؤ لکو روپو امداد کوي .

وزیراعظم ویلي باران کې چې کوم کورونه لږ زیانمن شوي دهغوئ مالي مرسته د25 زرو روپو نه دوه نیمو لکو روپو ته لوړه کړل شوې ده اؤ‌ په بشپړ ډول چې کوم کورونه ویجاړ شوي هغوئ سره به اوس د50 زرو روپو پځائ پینځه لکه روپۍ مرسته کولی.

شهباز شریف ویلي په سیلابونو اؤ بارانونو کې چې کوم فصلونه تباه شوي یا څاروي مړه شوي دي دهغې دجاج اخستو لپاره دمرکز په کچه څلور کمیټۍ جوړې کړل شوې دي چې دصوبو په سلا به معلومات راټولوي اؤ بیا به ددغو زیانونو په اړه خپلې سپارښتنې حکومت ته کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG