لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:انتظامیې اؤ امنیتي‌ چارواکو په احتجاج بوختو خلکو سره مذاکرات کړي


په شمالي وزيرستان کې د ناامنۍ او هدفي وژنو پرضد ولسي پرلت له تیرو دوؤ اوونیو نه روان دی اؤ بل لوري ته احتجاج کوونکو سره دانتظامیې او امنیتي چارواکو خبرې روانې دي.

پرلت کوونکو د احتجاج په توګه له تيرې يوې اوونۍ راهيسي د افغانستان سره غلام خان لاره بنده کړې او حکومتي دفترونو نه یې بائکاټ کړی دی.

دوي ګواښ کړی که چرې غوښتنې یې نه منل کیږي نو خپل احتجاج به نور هم وغځوي.

د شمالي وزيرستان د قامي جرګې اتمانزو مشران وایي د ضرب عضب عملیاتو نه وروسته سیمه کې د هدفي وژنو نه ختميدونکې لړی شروع شوې ده چې پکې د علاقې د 450 نه زيات مشران، دیني عالمان ځوانان، حکومتي افسران او سياسي او مدني فعالان د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوي دي او تر اوسه د حکومت له خوا په دې هدفي وژنو کې ککړ یو تن هم نه دی نیول شوی .

په شمالي وزیرستان کې دا احتجاجي پرلت وروسته له هغې پیل شوی چې د جولایي په 14مه د جمعیت علماء اسلام ف ګوند دوه ځایي مشران قاري سميع الدين او مولانا نعمان په عیدک سیمه کې وژل شوي وؤ.

احتحاج کوونکي په علاقه کې د تل پاتې امن غوښتنه کوي او وایي که حکومت وغواړي په یوه ورځ کې دغلته امن پر ځایې کولی شي.

تیره ورځ د انتظامیه مشر مرستیال کمیشنر شاهد علي او په سیمه کې د ملیشه ځواک مشر کمانډنټ بریګډیر عثمان خان دې احتجاجي کیمپ ته ورغلي او په احتجاج بوختو کسانو ته یې دهغوئ د غوښتنو منلو باور ورکړی دی.

هغوي احتجاجي پرلت ته دحال تیرولو پرمهال ویلي یوازې په تېرو اوو میاشتو کې د105 مطلوب ترهګرو د وژلو ترڅنګ 248 مشکوک ترهګر نیول شوي دي.

انتظامیې ویلي د دې ترڅنګ 35 پکستاني پوځي عسکرو او 5 پولیس عسکرو د امن لپاره په جګړه کې خپل ژوند قرباني کړی دی او ډېری ټپیان شوي چې اوس هم په بېلابېلو روغتونونو کې پراته دي.

داتمانزي وزير جرګې یو غړي ډاکټر ګل علم وزیر حکومتي پلاوي ته دخپلو غوښتنو وړاندې کولو په وخت ویلي چې د دوی غوښتنه د تل پاتې امن ده .

هغه ویلي دوي ته دې باور ورکړل شي چې دغلته به بیا څوک په مرموزه توګه نه وژل کیږي.

هغه ویلي دوی امن غواړي چې پکې د ځایی خلکو د تګ راتګ، کاروبار، غرونه او ځنګلونه محفوظ وي.

د جرګې یو بل غړي ملک ربنواز ویلي د 60 زرو پوځي عسکرو د شتون باوجود دغلته د عامو خلکو وژنې کیږي او وژونکي نه معالومیږي.

هغه ویلي تر عملیاتو روسته ددغه سیمې د وسله والو څخه د پاکولو دعوې شوي خو دغلته زمکني حالات بدل دي.

هغه دا هم ویلي چې کور کمانډر په افغانستان کې سولې د پاره ژمن دی خو دغلته چې یې په ولکه کې خلک وژل کیږي هغوی ته امن نه شي ورکولی.

هغه زیاته کړې حکومت طاقت لري او که وغواړي په یوه ورځ کې دغلته امن پرځاي کولۍ شي.

د شمالي وزيرستان ډپټي کمشنر شاهد علي جرګې ته په وينا کې ويلي چې هغه د حکومت استازيتوب کوي او حکومت د امنيتي وضعيت په اړه ډېر اندېښمن دی او د امن پرځاي کولو هڅې کوي او د امن لپاره به خپل ټول وس چار کوي.

د ايف سي ځواک افسر کمانډنټ ټوچي سکاوټ بريګيډير عثمان هم د احتجاج کوونکو استازې جرګې سره خبرې اترې کړي او ويلي یې دي چې د سيمې امن لپاره امنيتي ځواکونه ژمن دي او ددې دپاره یې زیاتې قربانې ورکړې دي.

سیمې نه د رارسیدلو مالوماتو له مخې تر دې مهاله خبرو کې څه پرمختګ نه دی شوی خو دواړو خواوؤ د خبرو اترو د دوام لپاره چمتووالی ښودلی دی

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG