لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:پاکستاني طالبان پوهیږي چې موجوده حالاتو کې په ریاست خپلې غوښتنې په اسانه منلی شي


PAKISTAN-AFGHANISTAN-US-UNREST-PRISONERS
PAKISTAN-AFGHANISTAN-US-UNREST-PRISONERS

څېړونکي وایي افغان طالبان اؤ تحریک طالبان دوړاه په دې پوهه دي چې دپاکستان موجوده کمزوري حکومت باندې خپلې خبرې منلی شي نو ځکه پاکستان ته په داسې حالاتو کې ټي ټي پي سره له مذاکراتو ډډه پکار ده.

څېړونکي دا پوښتنې هم راولاړوي که چرې تحریک طالبان پاکستان سره روان مذاکرات کامیاب شي نو د ټي ټي‌ پي غړي به پاکستان کښې څنګه اؤ چرته ساتل کیږي؟

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني‌علماؤ نه وروسته یو بل پاکستانی پلاوی هم د لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان سره دامن مذاکراتو په لړ د افغانستان په سفر تللی دی .

تر دې وړاندې تیره اوونۍ هم دپاکستاني دیني عالم مفتي‌تقي عثماني، د چا په هکله چې ویل کیږي‌ زیاتره طالب مشران یې خبره مني، په مشرۍ کښې ېو اته کسیزه پلاوی د افغانستان په سفر تللی ؤ اؤ هلته یې افغان طالبانو اؤ دپاکستاني طالبانو دتحریک مشرانو سره لیدنې کړې وې .

دپاکستان لخوا دذې ملاقاتونو جذیات میډیا سره نه دي شریک کړل شوې البته دتحریک طلبان لخوا جاري شوي ېو بیان کښې ویل شوې دي چې دوي په پاکستان کښې د اسلامي نظام غوښتنه لري.

ددغه اته کسیزه پلاوي پاکستان ته له راسنېدو سمدستي‌ وروسته دپښتونخوا دقبایلي ضلعو دمشرانو اؤ سیاستمدارنو یو اوولس کسیزه پلاوی هم تحریک طالبان سره مذاکراتو د پاره کابل ته رسیدلی دی.

د پاکستان دپوځ یو پخوانی افسرلیفټینټ جنرل( ر ) طلعت مسعود وایي پاکستان ته نه ده پکار چې یو داسې ترهه ګر تنظیم سره مذاکرات وکړي‌ چې پاکستان کښې د یو شمیر ترهه ګرو بریدونو ذمه وار دی.

جنرل( ر )مسعود ډيوه سره خبرو کې ویلي افغان طالبان اؤ تحریک طالبان هم په دې پوهه دي چې پاکستان کښې د روان سياسي کړکیچ اؤ مرکز کښې د یو کمزوري حکومت له وجې ددوي‌ اکثره غوښتنې به د پاکستان ریاست ومني‌ ځکه اوس ټي ټي پي په خپلو غوښتنو کلکه ولاړه ده.

څېړونکي وایي پاکستان د پاره هم مذاکراتو د پاره دا وخت مناسب نه دی.

هم دغه نظر پاکستان کښې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال حق نواز خان هم لري اؤ وایې تر اوسه اولس ددې مذاکراتو دتفصیل نه خبر نه دی .

هغه ډيوه سره خبرو کې پوښتنه راولاړه کړې ده چې که چرې دا روان مذاکرات کامیاب شي نو د تحریک طالبان غړي به پاکستان کښې څنګه اؤ چرته ساتل کیږي؟

حق نواز خان وایې ددوي دمعلوماتو ترمخه ددې مذاکراتو له کامیابېدو وړاندې د وزیرستان اکثره سیمو کښې پاکستاني طالبان بیا لیدل کیږي اؤ که چرې دا طالبان ېو ځل بیا هم داسې په ښکاره ګرځي نو زر به یې اغیز نورو سیمو کښې هم ښکاره شي.

موجوده حکومت مني چې د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کښې تیر کال د اکتوبر د میاشتې نه تحریک طالبان سره دا مذاکرات روان دي اؤ پارلیمان دې مذاکراتو نه بې خبره ساتلو باندې د پارلیماني دغړو لخوا سخت تنقید مخې ته راغلی دی.

دپوځ لخوا پخپل سر طالبانو سره په روانو مذاکراتو مخې ته راغلو دسختو نیوکو نه وروسته پوځ دوه ځله د پارلیمان دسلامتیاکمېټې ته ددې مذاکراتو په هکله احوال تېر کړی خو اوس ېو ځل بیا د ترهه ګرۍ د زیاتو شوؤ پیښو نه وروسته د پارلیمان ځینې غړي په دې مذاکراتو نیوکې کوي.

پاکستان کښې د ترهه ګرۍ د رامنځته شوؤ زیاتره پیښو چې پکښې په پیښور ارمي پبلک سکول شوی برید هم شامل دې، ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG