لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې پټرول 3روپۍ5پېسې ارزان، او ډيزل 8روپۍ 95پېسې ګران کړی شوي


PAKISTAN-PETROL/
PAKISTAN-PETROL/

پاکستان کې پټرول کم ارزان کړی شوي او ډيزل ډېرګران کړی شوي دي، د خزانې وزير ویلي، د تيلو نوي بېعې به نن د ګل/ دوشنبې د ورځې لومړي اګست څخه عملي وي.

د خزانې وزیر مفتاح اسماعيل په يو ټويټ کې ویلي،

"حکومت يو ليټر پټرول 3 روپۍ5پېسې ارزان کړی او ډيزل 8روپۍ 95پسې ګران کړي دي".

ويل شوي، "د نوو بيعو سره يو ليټر پټرول په 227روپو 19پېسو، ډيزل په 244روپو 95پېسو، د خاورو تېل يو ليټر د 4روپو او 62پېسو ګرانولو سره 201روپو او 7پېسو ته رسېدلي دي".

په [14 جولايۍ] وزیراعظم شهباز شريف په ملک کې د تيلو د بيعو کمولو اعلان کړی وو، يو ليټر پټرول 18روپۍ 50پېسې او ډيزل 40روپۍ او 54پېسې ارزان کړی شوي وو.

هغه وخت د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د تيلو ارزانولو سره نوي بيعې په ټويټر خپرې کړي وې او ویلي يې وو،

"وزیراعظم د تیلو بيعو کمولو اعلان وکړو، پټرول 18روپۍ 50پېسې، ډيزل 40روپۍ 54پېسې ارزان کړی شو، د پټرول نوې بيعه 230روپۍ 24 پېسې او ډيزل يو ليټر په 236روپۍ شو".

تيره میاشت پاکستان کې د تيلو بيعې په داسې وخت کې کمې کړی شوې وې چې په ملک کې د مې په مياشت کې د اتحادي ګوندونو حکومت جوړ شوی او د 27 مې راهسې د تيلو قيمتونه د يو ليټر په سر نزدې 100 روپۍ ګران کړی شوي وو.

په لومړي ځل پټرول په 27 مې 30 روپۍ بيا په دوېم جون 30 روپۍ، بيا په 16 جون 24 روپۍ درې پېسې او د جولايۍ په لومړۍ نېټه 14 روپۍ 82 پېسې نور ګران کړی شوي وو، دغه رنګ ډيزل او نور تيل هم ګران کړی شوي وو.

پاکستان کې موجوده حکومت په ملک کې د ګرانۍ زمه وار تير د عمران خان په وزیراعظمۍ د تحریک انصاف ګوند حکومت ګرځوي، خو عمران خان چې کله وزيراعظم وو، دغه ډول دعوې به هغه هم کولې چې حکومت ورته په داسې حال کې په لاس ورغلی چې د ملک اقتصاد د سختو مشکلاتو سره مخ دی او هغه به په وړاندينو حکومتونو د ملک د کمزوري اقتصاد تورونه لګول.

مفتاح اسماعیل پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته د ملک د اقتصاد په اړه احوال تېر کړی او ويلي يې دي، هغه مني چې په ملک کې ګراني ده او هغه شرمنده دی چې په دغه اړه د څه کولو جوګه نه دی ځکه چې د ملک اقتصاد د وړاندې خراب دی.

خو هغه ويلي هدف يې ملک د ديواليه کېدو نه بچ کول وو او بچ کړی يې دی.

هغه دا هم ويلي چې د درې اعشاریه اته اربه ډالرو تېل اخستل شوي د هغې له امله د جولايۍ په مياشت کې روپۍ د فشار سره مخ پاتې شوې، او دعوه يې کړې چې د جولايۍ په میاشت کې ځينې څيزونه د بهر نه راغوښتل کم کړی شوي ځکه د هغې له امله به حکومت ته يو څه فايده وي.

هغه پرون بيا د تحریک انصاف په حکومت نيوکې کړي او د ملک ديواليه کېدو ته رسولو زمه وار يې عمران خان او د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومت بللی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG