لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: طالبان دې له نړیوالې ټولنې څخه د منل کیدو دپاره د افغانانو نظریاتو او بشري حقونو ته درناوی وکړي


د افغانستان دپاره د امریکا شارزدافير چې روانۍ اوونۍ يې ماموریت بشپړيږي، ويلي يې دي،"که طالبان له نړیوالې ټولنې څخه د منل کیدو هیله لري، نو باید د ټولو افغانانو نظریاتو ته غوږ ونیسي او بشري حقونو ته درناوی وکړي".

طالبان چې تېر کال د اګست په مياشت کې په افغانستان کې په واک کې راغلي، تراوسه پورې يې حکومت يو ملک هم په رسميت نه دی پېژندلی.

يان مېک کري په ټويټر ويلي، چې هغه د کال 2021 د اګست د مياشتې راهسې د دوحې څخه د افغانستان دپاره د امریکا د شارزدافير ماموریت ترسره کولو او روانه اوونۍ يې ماموريت بشپړه کيږي.

نوموړي د طالبانو لخوا جينکو ته د ثانوي تعليم په اجازه نه ورکولو او بشري حقونو په سرغړونه خواشيني څرګنده کړې ده.

هغه په بل ټويټ کې ويلي،

"مونږ د طالبانو د دوامدار دریځ له امله چې نجونو ته یې ثانوي ښوونځیو ته د لاسرسي او د ستنیدو اجازه نه ورکوي، او د معتبرو راپورونو پر بنسټ د بشري حقونو سرغړونې کوي، د رسنیو د آزادۍ خرابیدل او د ښځو پر حقونو د نه منلو وړ محدودیتونو لګولو له امله ، په ژوره توګه خواشینی یو".

ه افغانستان کې د تېر کال اګست د مياشتې راهسې چې طالبان په واک کې راغلي د شپږم ټولګي نه بره جينکو دپاره تعليمي ادارې تړلې پاتې دي.

د طالبانو حکومت په 23 مارچ د هلکانو او جينکو دپاره د ثانوي تعلیم دپاره سکولونه پرانستي خو لا چې درسونه پېل شوي نه وو، د طالبانو حکومت امر کړی وو چې د شپږم ټولګي نه بره جينکۍ دې بیرته کورونو ته ولېږل شي.

امریکې، ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو هيوادونو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او د طالبانو نه يې غوښتي وو چې دغه پرېکړه بيرته واخلي او جينکو ته د تعلیم اجازه ورکړي.

امریکې د مارچ په میاشت کې د طالبانو د حکومت لخوا د شپږم ټولګي نه بره د جينکو په زده کړو د بندېز وروسته خبرې ودرولې وې.

مېک کري په بل ټویټ کې ویلي،

"مونږ خپل کار ته ادامه ورکوو ترڅو طالبان د خپلو ژمنو په وړاندي ځوابویونکې پاته شي ترڅو افغانستان یو ځل بیا د القاعدې او د داعش د خراسان څانګې په ګدون د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي".

نوموړي د خپلې ځای ناستې کرن ډیکر په اړه ويلي، د کرن ډيکر تر مشرۍ لاندې چې زما ځای ناستې ده، د افغانستان له خلکو سره زمونږ په ژمنتیا کې به کموالې نه راځي.

هغه دا هم ويلي، "امریکا له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویه هڅو تر ټولو لوی تمویلونکی هیواد دی. د 2021 میلادی کال د اګست له 15 نیټې راهیسي، مونږ د 775 میلیون ډالرو څخه ډیرې بشري مرستې چمتو کړي دي".

د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو سره نړیوالو مرسته کوونکو ادارو له افغانستان سره پرمختیايي مرستې بندې کړې، چې له کبله یې د طالبانو مشران له سختو مالي بندیزونو سره مخ شول او دغو بندیزونو د افغانستان بېنکي نظام هم له ستونځو سره مخ کړی دی.

په داسې وخت کې چې د طالبانو حکومت له امریکایي چارواکو سره د افغانستان بېنک د تړل شوو پېسو په اړه خبرې روانې دي، رپوټونه وایي افغانستان یو ځل بیا په راتلونکو میاشتو کې د زیاتې لوږې له خطر سره مخامخ دی ځکه چې وایي په دې هېواد کې د مرستو د کارونو لپاره فنډ په کافي اندازه کم شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي په وروستيو کې ویلي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د 960 میلینه ډالرو خالص فنډ له کمښت سره مخ دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG