لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: په کابل کې د ايمن الظواهري وژنه به د طالبانو د حکومت مشکلات نور سېوا کړي


د امریکې ولسمشر جوبایډن ويلي، د ده په امر امریکې په کابل کې «کامیابه عملیات» کړي دي او د القاعده ډلې اوسنی مشر ایمن الظواهري یې په یو ډرون برید کې وژلی دی. څيړونکي وايي، په کابل کې د القاعده د مشر وژنه به د طالبانو د حکومت دپاره په ملکي او نړيواله کچه نور مشکلات سېوا کړي.

څيړونکی خبريال طاهر خان وايي، "يو خو په دغه پېښه د طالبانو رسمي بيان ته کتل دي چې دوی پرې څه وايي، خو د طالبانو دپاره به دا چېلنج وي ځکه چې اېمن الظواهري د القاعده مشر وو امريکې ته مطلوب وو، امريکا پرې ډېر تورونه لګولي دي".

وي اواې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د القاعده مشر په کابل کې ووژل شو، نو طالبان به اوس د دې چېلنج سره مخ کيږي چې هڅه يې کوله چې نړۍ دې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني نو دغه غوښتنه به يې هم اغېزمنه شي".

نوموړي زیاته کړه، "اوس به دا پوښتنه هم راولاړيږي چې اېمن الظواهري څنګه دلته راغلی وو، او طالبانو ويلي وو چې د افغانستان خاوره به د چا پرضد نه کاريږي، او بله دا چې په طالبانو به اوس دا فشار وي چې د القاعده مشر دلته څنګه راغلو، چا راوستی وو او چا دلته ساتلی وو؟".

هغه وويل که د طالبانو د حکومت سره د ځينو هېوادونو رابطې زياتې وي نو هغوی به هم اوس لږ سوچ کوي چې دا څه وشو او ولې وشو؟ ځکه چې نړۍ خو د القاعده په اړه حساسيت لري. د نوموړي په وېنا د چين، پاکستان، روس او ايران نظر ته به هم اوس کتل وي چې هغوی به په دې پېښه څه غبرګون ورکوي.

خبريال او څيړونکی مشتاق يوسفزی وايي، دغه پېښه د طالب مشرانو او حکومت دپاره ښه خبر نه دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "په افغانستان کې بهرنيان شته، پاکستانيان، القاعده، چاينيز، خو د قطر په معاهده کې طالبانو منلي وو چې د افغانستان نه به بهر کارروايي نه کيږي، د دې نه علاوه افغان طالبان او افغانان د جنګ نه ستړي دي او کومه مېلمستيا چې هغوی کوله هغه يې وکړه او اوس به ونه غواړي چې د بهرنيانو په وجه طالبانو ته او افغانانو ته څه خطره جوړه شي".

هغه زياته کړه، "اېمن الظواهري د طالبانو د حکومت نه وړاندې هم په هلمند کې وو، او بيا د طالبانو د حکومت جوړېدو نه شپږ مياشتې پس کابل ته راغلی او په يوه خوندي سيمه کې اوسېدو، نو دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې د طالبانو حکومت تراوسه يو ملک په رسمیت نه دی منلی، نو پوښتنې به راولاړيږي چې القاعده اوس هم به افغانستان کې ده".

د پېښور پوهنتون د څيړنې څانګې پخوانی پروفېسر سرفراز خان وايي، "په دې ډرون بريد کې که د پاکستان او طالبانو مرسته شامل وي او که داسې وي نو د دې مطلب به دا وي چې په افغانستان کې کوم ترهګر دي د هغو او طالبانوپه مينځ کې اختلاف سېوا شوی دی، وړاندې هم په په طالبانو کې د سراج حقاني او ملا يعقوب د ډلې د اختلاف خبرونه مخې ته راغلي وو، په مينځ کې يې تعلقات ډېر ښه نه دي، دغه شان په پاکستان کې هم د استخباراتي ادارو او سياستوالو اختلافات دی".

نوموړي وویل، "پاکستان او افغانستان کې چې کوم سياسي، معاشي او سيکيورټي بحران دی، زه ګورم چې د دې وروسته به هم په دې سيمه کې حالات خرابيږي نورې وژنې او جنګ جدل به کيږي".

څيړونکی او خبريال حقنواز خان وايي، "که چرته طالبان دغه خبره تاييدوي چې په امریکايي ډرون برید کې اېمن الظواهري وژل شوی دی نو دا د طالبانو دپاره يو غټ سوال دی، چې په دوحه کې چې کومه ژمنه شوې وه چې افغانستان به د ترهګرو ډلو دپاره نه کاريږي، نو په افغانستان کې چې د طالبانو حکومت تراوسه پورې يو ملک هم په رسمیت نه دی پېژندلی په دغه لړ کې به نور ځنډ او مشکلات ورته پېښيږي".

د نوموړي په خبره "په دې پېښه د امریکا او طالبانو ترمنځ اړيکې خرابېدی شي، بل دا چې په طالبانو به په افغانستان کې دننه پوښتنې راپورته کېدل پېل شي، نو دا به د طالبانو دپاره مشکلات سېوا کړي، خو اوس به کتل وي چې طالبان د دغه پېښې په اړه څه ډول بيان ورکوي".

د اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتود څانګې استاز شانواز مشال شانواز مشال وايي، "دا ډېره غټه پېښه شوې ده، د دې نه به امریکا هم ګټې پورته کوي، د بايډن انتظاميه به دا کار داسې وکاروي څنګه چې د امریکا پخواني صدر باراک اوباما د اسامه بن لادن په سر ګټې ترلاسه کړې وې، بل لور ته به دا کار طالبان هم د سیاسي ګټو دپاره وکاروي د امریکا په ضد او مخالفت کې چې د طالبانو کومه بيانيه ده، هغې ته به تقويت ورکړي"

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG