لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته د طالبانو حکومت د کومو ممکنه فشارونو سره مخ کېدای شي؟


څېړونکي وايي په افغانستان کې د امريکايي ډرون بريد په نتيجه کې د القاعده مشر ايمن الظواهري د وژل کېدلو وروسته دغه ترهګره ډله په مکمله توګه کمزورې شوې خو انديښه ښايي چې د القاعدې د منځه تللو سره داعش خراسان په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې تشه ډکولې شي د کوم مخنيوی کول چې د افغان طالبانو لپاره يو لوی چېلنج دی۔

څېړونکي په دې نظر دي چې د القاعدې د مشر او نوروغړو په افغانستان کې د موجودیت معامله به نه يوازې د ا فغان طالبانو په ستونزو کې زياتوالی راولی او د رسميت پېژندلو کوششونه به يې اغېزمن کړي بلکې د طالبانو په کومک تورن پاکستان به هم د سخت نړيوال فشار سره مخ شي۔

په افغانستان کې د القاعده د مشر اېمن الظواهري له وژنې وروسته په منقطقه کې ددغې وسله والې شبکې د پياوړتيا په اړه په پېښور کې مېشت خبريال مشتاق يوسفزی وي او ای ډيوه ته وايي چې د القاعدې زياتره مشران د پاکستان په قبايلي سيمو او افغانستان کې د ډرون په بريدونو کې وژل شوي او ځينې د افغانستان نه وتلي چي له امله يې القاعده کمزورې شوې ده۔

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " مهم خلک د القاعده وژل شوي دي او اوس چې دې منطقه کې کومه ستونزه راځي نو هغه د اسلامک سټېت يا داعش ده، که فرض که افغان طالبان داسې په قدم پورته کوي چې هغې سره دغه غېرملکي تنظيومه خفه کېږي نو دې سره به داعش نور هم مضبوطېږي"

هغه په دې نظر دی چې پخوا القاعده کوم ځای نيولی و داسې ښکاري چې په راتلونکي وخت کې هغه خلا به داعش خراسان پوره کوي۔

ښاغلي يوسفزي وي او ای ډيوه ته دا هم وويل چې په افغان طالبانو کې داسې خلک شته چې هغه په حکومت کې ناست دي او وزيران دي خو هغه امريکا ته مطلوب دي او امريکې يې په سر پېسې ايښودي دي نو که فرض که دغه ډرون دغلته ګرځي او حملې کوي نو د هغوی خپله سيکيورټي هم د خطرې سره مخ ده۔

د امریکې صدر جو بایډن پرون د ګل په ماښام ويلي چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د افغانستان په پایتخت کابل کې د امريکې په یو هوايي برید کې وژل شوی دی۔

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وايي د دې پېښې وروسته به په افغان طالبانو نړيوال دباو نور هم سېوا شي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې د هغه وینا وه چې د طالبانو نورو هېوادونو ته تګ راتګ او دوی چې کومې هلې ځلې کوي هغه به محدودې کړل شي او د دې سره سره چې پاکستان، چين روس او نورو کومو ملکونو د دوی لپاره کوششونه کول هغوی به هم مختاط شي او هغه په رسميت د پېژندلو خبرې به په شا لاړې شي۔

نوموړي زياته کړه چې د نورو ګاونډي هېوادونو ترڅنګ د افغان طالبانو په ملاتړ تورن پاکستان هم د سخت نړيوال فشار سره مخ کېدلی شي۔

هغه وايي چې په طالبانو به ړومبی دباو راځي او دوېم فشار به په پاکستان راځي چې دا پاکستان ته ډېر نزدې خلک دي او دوی به ورته بچي ويل او هغه تورونه چې دنيا به په پاکستان د ترهګرۍ ضد جنګ کې لګول چې پاکستان دوه مخيزه لوبه کوي، اوس به یو ځل بیا مخې ته راځي۔

ډاکټر خورشيد خان دا هم وويل چې دې سره به د نړيوالې مالياتي ادارې دغه ډيل يا خبرې اترې به نورې هم سختې شي او د اېف ای ټي ايف د خړ فهرست نه چې د وتلو کومې خبرې دي نو ممکنه ده چې هغه تور فهرست ته لاړ شي۔

خو په امريکا کې مېشت څېړونکي او ليکوال مايکل کوګل مېن په ټويټرليکلي امريکا چې بن لادن ووژلو نو د پاکستان سره يې اړيکې ترټولو خرابې کچې ته لاړې۔

خو نوموړې زياتوي د پاکستان په ممکنه مرسته، دظواهري په وژلو سره، دپاکستان سره ( دامريکا) اړيکې په کلونو کې ترټولو ښې کچې ته رسيدلى شي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG