لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د پرلت 16مه ورځ، احتجاج کوونکي وایي انتظامیې سره یې مذاکرات ناکام شوي دي


دخېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو پرضد احتجاجي پرلت نن په 16مه ورځ هم روان دی، احتجاج کوونکي وايي د انتظامیه او په علاقه کې د پوځ مشرانو سره مذاکرات شوي خو ناکامه شوي دي.

بل لوري ته د شمالي وزیرستان د انتظامیې د مشر ډپټي کمشنر شاهد علي ددفتر چارواکي وایي د حکومت په استازیتوب دې احتجاجي پرلت ته ورغلي د دوی غوښتنې اوریدل شوي او د غوښتنو منلو باور ورکړل شوی دی.

په علاقه کې د پي ټي ایم فعال او د پرلت مشر عید رحمان وویل د حکومتي چارواکو سره د خبرو د پاره د تیرو څلورو ورځو نه دوی په میرانشاه سیمه کې احتجاجي پرلت پېل کړی چې پکې د دواړو خواؤ ترمینځ خبرې شوې دي.

هغه وویل د خبرو پرمهال دوی ته د امن پرځائ کولو او په بشپړه ډول د هدفي وژنو دمخنیوي باور نه دی ورکړل شوی.

هغه زیاته کړه جرګې د حکومت سره د خبرو ددې عمل په ځنډولو سره د احتجاجي پرلت د لا غځولو پریکړه کړې ده چې پکې به د علاقې سړکونه، بازارونه او مارکیټونه تړل کیږي.

د اتمازو د قامي جرګې یوه غړي ملک ربنواز وي او ای ډیوه ته وویل تر ضرب عضب عملیاتو وروسته د نا امنۍ سره مخ دي او په سلګونو شمیره کسان یې په دې ورستیو کې په هدفي بریدونو کې وژل شوي.

هغه وویل مجبور شوي چې احتجاجي پرلت یې پیل کړی او د حکومتي چارواکو نه د ملک د نورو برخو په څیر د امنیت پرځای کولو غوښتنه کوي چې دغلته هم خلک د ارام ژوند تیر کړي خو د دوی دا غوښتنه نه منل کیږي.

هغه وویل تر ضرب عضب عملیاتو وروسته دوی سره د امن ژمنې شوې اؤ‌ د دوی یوه غوښتنه د امن ده او دا احتجاجي پرلت به تر هغې دوام لري چې د امن غوښتنه یې منل شوې نه وي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر ددفتر چارواکو وویل د انتظامیه مشر شاهد علي او په علاقه کې د پوځ یو مشر کمانډنټ د ټوچي سکاوټ بریګډیر عثمان دې احتجاجي پرلت ته ورغلي او د دوی غوښتې یې اوریدلې او د منلو باور ورکړل شوی دی.

د دوی په خبره احتجاج کوونکو نه غوښتل شوي چې کومې غوښتنې دغلته دوی سره اړه لري هغه به دوی په خپله پر ځائ حل کړي چې پکې کیمرې لګول، د تورو شیشو ګاډو پرضد کارووایي، نوې چیک پوسټې جوړول او د پولیسو او نورو امنیتي عسکرو نفري زیاتول شامل دي او چې کومې غوښتنې اعلا حکومتونو سره اړه لري هغه به د صوبې او مرکز حکومتونو سره شریکې کړي او چې د هغه ځایې نه کومه لارښوونه کیږي هغه به عملي کوي .

د اتمانزۍ قامي حرګې بل مشر ډاکټر ګل علم ډيوه ته وویل دوی په صوبه کې ورګډ کړل شوي،قبایلي ضلعو ته ادارې راغلې دغلته د امن په نوم تنخاګانې او نور مراعات ترلاسه کوي او دا د هغوي ذمه واري ده چې د امن پرځائ کولو د پاره جدي ګامونه پورته کړي .

هغه وویل تر اوسه دوی په علاقه کې د امنیت د پاره کوم ګام نه دی اخستی او یوازې دوی ته ویل کیږي چې پرلت ختم کړئ.

هغه وویل دغلته یې هره ورځ د علاقې مخور خلک وژل کیږي دوی سره د امن ژمنې وشي خو هغه بیا نه عملي کیږي.

ډاکټر ګل علم وویل که دغلته چیک پوسټونه، جوړه، کیمرې لګوي یا بل څه لاره خپله وي خو دوی سره به داسې تړون کیږي چې په هغې کې د علاقې دخلکو سرونه، عزت، مال، کاروبار، ځنګلونه، سیندونه او غرونه محفوظ وي.

هغه وویل د علاقې خلک نور د ناامنۍ نه تنګ شوي او دسکون ژوند غواړي.

په شمالي وزیرستان کې په دې وروستیو کې د هدفي وژنو لړۍ چټک شوې او یوازې د تیرې جولایي میاشت کې 15 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

سیمه کې د هدفي وژنو پرضد دا احتجاجي پرلت وروسته له هغې پیل شوی چې د جولایي په 14مه د جمعیت علماء اسلام (ف ) ګوند دوه ځایي مشران قاري سميع الدين او مولانا نعمان په عیدک سیمه کې وژل شوي وؤ.

احتحاج کوونکي په علاقه کې د تل پاتې امن غوښتنه کوي او وایي که حکومت وغواړي په یوه ورځ کې دغلته امن پر ځایې کولی شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG