لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ په جنسي ځورؤنو د تورن جاوید اقبال د ګوښه کولو سپارښتنه معطل کړه


اسلام اباد هایکورټ د نهې په ورځ دښځو په جنسي ځورونه تورن د احتساب دملى ادارې يا نيب دپخوانى مشر جسټس ريټایرډ جاويد اقبال د لادرکه کسانو د پلټنو لپاره دجوړحکومتى کميشن د چيرمين د څوکۍ نه د لرې کولو په اړه د پبلک اکاونټس کميټۍ سپارښتنه معطل کړې ده ٠

دپبلک اکاونټس کمیټۍ دسپارښتنې پرضد عدالت ته دشوې عریضې اوریدنې په وخت د اسلام اباد هایکورټ قائمقام چيف جسټس عامر فاروق وويل چې د پي ای سي د اختياراتو معامله نورو دووؤ خواستونو کې هم پورته کړی شوې ده ٠

دنیب په پخواني چیرمین جاوید اقبال طیبه ګل نومې یوې میرمنې دجنسي ځورونې سنګین تورونه لګولي اؤ ددې ترڅنګ په هغه دبې درکه کسانو دکورنیو د زنانه ؤ د ځورولو تورونه هم مخې ته راغلي دي.

دجنسي ځورونو دتورونو مخې ته له راتلو وروسته پبلک اکاونټس کمیټۍ سپارښتنه کړې ده چې جاوید اقبال دې دبې درکه کسانو دپلټنو دکمیشن دمشر دڅوکۍ نه ګوښه کړل شي.

په دغه موقعه ډپټي اټارنى جنرل عدالت ته ویلي چې دا معامله اوس د کميټۍ نه د پلټنو کميشن ته تلې ده

وروسته عدالت د کميټۍ سپارښتڼه معطل کړه او ددې پر ضد خواستونو باندې یې فريقينو ته نوټس جارى کړو، او ديارلسم اګست پورې یې ترې ځواب وغوښتو٠

عدالت فريقين د نيب دمشر پر ضد دهر رقم ګامونو اخستو نه هم منعې کړې دي.

د نيب پخوانى چیرمين جاويد اقبال د پبلک اکاونټس کميټۍ د احکاماتو پر ضد اسلام اباد هایکورټ کې خواست جمع کړی ؤ او ويلي یې وؤ چې د لادرکه خلکو په اړه د پلټنو دسرکاري کميشن د مشر د څوکۍ نه دهغه د لرې کولو د سپارښتنې واک د کميټۍ سره نيشته ٠

په خواست کې ويل شوي چې د کميټۍ مشر د خپلو اختياراتو څخه ناسمه استفاده کړې ده او عدالت دې کميټي د ده پر ضد د کاروایۍ کولو نه منعې کړي.

پلبک اکاونټس کميټۍ د طيبه ګل نومې زنانه لخوا د جنسي ځورونى دشکايت ترلاسه کولو وروسته دجاوید اقبال پرضد ګامونو اخستو لپاره د وزير اعظم سره ددې معاملې راپورته کولو پرېکړه کړې ده٠

تر دې وړاندې پبلک اکاونټس کميټۍ په اوومه جولایي جاويد اقبال د طيبه ګل په شکايت خپلې غونډې ته راغوښتی ؤ خو هغه ورته نه ؤ حاضر شوی٠

هم دغه غونډه کې د نيب دپخواني مشر پر ضد په زوره د لادرکه خلکو لپاره دجوړ تنظيم ډيفينس اف هيومن رایټس مشرې امنه مسعود جنجوعه لخوا هم کميشن ته د لادرکه خلکو د کورنیو د میرمنو د ورتګ په وخت د جاويد اقبال لخوا د دوى دمبینه ځورونې په تورونو هم بحث شوی ؤ او د کميټى چيرمين نور عالم خان د نيب پخواني مشر حسټس جاويد اقبال باندى د زنانه ځورولو تور لګولی ؤ د لادرکه خلکو دپلټنې دکمیشن دمشرۍ نه دهغه دلرې کولو غوښتنه یې کړې وه.

د کميټۍ يو غړي ډاکټر رميش کمار ډيوه ته ويلي چې پي ای سي د هر چاسره د حساب کتاب يا احتساب کولو اختيار لري او که دوى ته يو شکايت راشى نو اوريدل یې د دوئ ذمه واري ده.

د ډاکټر رميش کمار په وينا " زه ګڼم چې د احتساب نه چاته پټيدل نه دي پکار ، نيب چې پخپله د احتساب کولو اداره ده او که دا پخپله د احتساب نه پټيږي نو بيا خو به ټول نظام خراب شي"

د بشري او ښځو د حقونو لپاره کار کوونکې او قانون پوهه مهوش محب کاکاخېل ایډوکیټ ډيوه سره خبرو کې ویلي ددې تورونو پر اساس د جسټس رېټاېرډ جاوید اقبال خلاف د کار په ځائ کې د ښځو په جنسي توګه د ځورونو د کال 2010م د قانون لاندې کارروایي کېدای شي.

هغه وايي بې شکه چې جاوید اقبال دا جرم کړې وى او که نه دا خو به وروسته ثابتېږي. هغه به د پلټنو کمېټي ثابتوي خو وايي دده پرضد دا قضیه وفاقي محتسب ته هم وړل کېدای شي او د 509مې مادې لاندې دفوجدارۍ عدالت ته هم تللی شي.

وايي پکار ده چې په دې باندې اقدام پورته کړی شى چې د اینده لپاره په غټو او طاقتورو څوکیو ناستو کسانو لپاره يو مثال جوړ شي او هغوي به وېرېږي.

پاکستان کى د بشرى حقونود څار خپلواکه کميشن ايچ ار سى پي هم روانه مياشت د احتساب دملي ادارې نيب په پخوانى چيرمين جسټس ر جاويد اقبال د لګول شوٶ حيرانونکو تورونو د بې پلوه پلټنو غوښتنه کړې ده.

د نيب پخوانی مشر که څه هم د کميټۍ غونډې ته نه ؤ مخامخ شوی خو مخکې نوموړي د طيبه ګل دغه تورونه رد کړي وؤ٠

بېلابېلو څېړونکو هم د طيبه ګل پرضد د احتساب د ملي ادارې دپخواني مشر دا مبينه جنسي ځورونه د رياست خلاف يو فرد جرم ګرځولی او وايي باید د هېواد عدالتي نظام د ځان احتساب وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG