لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: اسلام اباد د الظواهري نوم نه دی اخستی خو امریکايي دريځ يې تاييد کړی


پاکستان ويلي، د امریکايي چارواکو بيان يې په خبري ادارو ليدلی چې امریکې په کابل کې د ترهګرۍ ضد عمليات کړي خو په بيان کې د القاعده د مشر ايمن الظواهري نوم يا د هغه د وژنې ذکر نه دی شوی، څيړونکي وايي پاکستان په شعوري توګه دغه ډول بيان ورکړی دی او د امريکا د دريځ تاييد يې کړی دی.

د القاعده مشر ايمن الظواهري چې په لومړي اګست امریکا په کابل کې په ډرون بريد وژلی، په کابل کې د طالبانو حکومت دغه بريد غندلی خو د ايمن الظواهري په اړه يې تراوسه څه نه دي ويلي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ په دويم اګست د مطبوعاتو د پوښتنې په ځواب کې دومره ويلي، چې پاکستان په دغه اړه د امریکايي چارواکو بيان ليدلی دی.

پاکستان زياته کړې د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي اود ترهګرۍ ضد د ملګرو ملتونو د قرارداد او نړيوالو قوانينو سره ولاړ دی. بل لور ته سعودي عرب او اسټريليا د ايمن الظواهري د وژنې هرکلی کړی دی.

د دفاعي چارو کار پوهه پخوانی لفټننټ جنرل طلعت مسعود وايي، "پاکستان په شعوري توګه دغه ډول بيان ورکړی دی، پاکستان د امريکې سره اړیکې ښې کول غواړي، ځکه چې د پاکستان د امریکې سره اړیکې ښې نه دي پاتې شوي، دا يې یو عام بيان ورکړی دی او دا سم هم دی او په دې حواله يې د امریکا د دريځ تاييد کړی دی".

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز او ليکوال ډاکټر عرفان اشرف وايي، پاکستان چې کوم بيان ورکړی دی دا واضحه نه دی اګر چې وايي د ترهګرۍ غندنه کوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "پاکستان مخکې هم داسې ویلي وو خو په پاکستان باندې تل د ډبل ګېم/ دوه مخې پاليسۍ تورونه لګېدلي، لکه د طالبانو په واک کې د راتګ وروسته پرې داسې تورونه لګيدلي او دلته وړاندې په پاکستان کې د القاعده مشر اسامه بن لادن هم وژل شوی وو، پاکستان چې هغه وخت څه ويل بيا داسې نه وو".

د نوموړي په خبره "پاکستان اوس هم ځان د امریکا سره د ترهګرۍ په ضد جګړه کې شريک ګڼي، خو د پاکستان په غېر اعلانيه پاليسي نړۍ او امريکا خبر ده او تور پرې لګوي چې د پاکستان پاليسي دوه مخې ده، اوس هم داسې خبرې کيږي چې ايمن الظواهري په کوم کور کې وژل شوی هغه د حقاني نېټ ورک سره وو، دا خبره څومره کره ده دا به وروسته مالوميږي خو که دا رښتيا وي نو بيا نړۍ او مریکا خبر ده چې د حقاني نېټ ورک اړيکې د چا سره دي نو بيا به په پاکستان نورې پوښتنې راولاړيږي".

عرفان اشرف وايي، "پاکستان له د ايمن الظواهري په اړه واضحه بیان ورکول پکار دي چې د ترهګرۍ په اړه یې څرګند دريځ څه دی، بايد خپله پالیسي په ډاګه کړي".

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو د زده کړو څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وايي، "د ايمن الظواهري وژنه څو خبرو ته اشاره کوي، يوه دا چې امريکا که د افغانستان نه وتلې هم ده خو بيا هم اهليت لري چې په افغانستان او بل هر ځای کې د ترهګرۍ او القاعده پرضد عمليات کولی شي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل،" دويمه دا چې د دوحې د تړون په رڼا کې به دا عملیات په کابل کې د طالبانو په حکومت زيات فشار راوړي".

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه امریکا په کابل کې په ډرون بريد کې د پاکستان فضايي حدود کارولي، ايا په دغسې کېدو به د اسلام اباد او په کابل کې د طالبانو د حکومت ترمنځ اړيکې هم اغېزمنې شي؟.

دې پوښتنې ته په ځواب کې طلعت مسعود وايي، "هغه فکر نه کوي چې د پاکستان په فضايي حدودو کارېدو به طالبان د پاکستان سره اړيکې خرابې کړي ځکه د پاکستان نه دغه ډرون برید نه دی شوی".

خو د دفاعي چارو کار پوهه پخوانی بريګيډيير سيد نظير وايي، دا واضحه نه ده چې امريکايي ډرون د کوم ملک فضايي حدود کارولي دي، خو د پاکستان د کال 2004 معاهده شته چې امریکا د پاکستان ځمکنۍ او هوايي لارې کارولی شي، او چې د کوم ملک فضايي حدود د افغانستان پرضد کارول شوي وي، دا يقيني خبره ده چې د هغه ملک سره به د طالبانو اړیکې اغېزمنيږي.

او عبدالشکور وايي، "امریکا به په افغانستان کې د عملیاتو دپاره د پاکستان فضايي حدود کاروي ځکه چې امریکې په پاکستان کې دننه د اسامه بن لادن پرضد عمليات کړي وو او هغه وخت هم داسې ويل شوي وو چې امریکا په هغو عملیاتو کې د پاکستان نه تپوس نه وو کړی، نو په دغه ځای کې د پاکستان او امريکې په اړيکو هم پوښتنې راولاړيږي او د طالبانو او د پاکستان ترمنځ په اړيکو به يې څه اغېزې وي؟ دا به هغه وخت مالومه شي چې پاکستان او طالبان په دغه پېښه ښکاره بيانونه ورکړي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG