لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ:دپولیسو مرکز کې بمي چاودنې دوه پولیس وژلي،دوه ژوبل


دپاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې دپولیسو په مرکز کې دبمي چاودنې له امله دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دپاکستاني میډیا د رپورټونو له مخې دغه چاودنه په ګارډن سیمه کې دپولیسو دمرکز د وسلو په خونه کې دیو لاسي بم دچاودیدو له امله شوې ده .

پېښه کې د وژل شوؤ پولیس عسکرو پیژندګلو د صابر اؤ شهزاد په نومونو شوې ده اؤ دعلي ګوهر اؤ سعید په نوم دوه پولیس عسکر سخت ژوبل دي.

ژوبل پولیس عسکر دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي چې دغه دهغوئ حالت هم داندېښنې وړ ښودل شوی دی.

دپېښې سره سم پولیس چارواکي اؤ دبمونو شنډونکې ډله دپېښې ځائ ته رسېدلې اؤ پلټنې یې پیل کړې دي.

دپولیس سرچینې وایي دا دترهګرۍ کومه پېښه نه ده بلکې بم په اتفاقي ډول چاودیدلی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG