لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تایوان ته دنینسي پلوسي سفر،پاکستان وایي د واحدچین په تګلاره ولاړ دی


تایوان ته د امریکې د کانګریس( هاوس اف ریپریزینټیټیوز) داسپیکرې نینسې پلوسي د سفر په ترڅ کې د رامنځ ته شوي کړکېچ په اړه پاکستان د واحد چین پر تګلاره ټینګار کړی دی-

د پاکستان دخارجه دفتر وياند عاصم افتخار په خپل يو بيان كښې ويلي چې پاکستان د چين د ازادۍ په بشپړه توګه ملاتړ كوي او د تايوان په اړه په رامنځته شوؤ حالاتو ژوره اندېښنه لري۔

د خارجه دفتر وياند ويلي د اوکراین د جګړې لا امله مخکې هم نړۍ د امنیت او خوراکي توکو له کمښت سره مخ وه او بدلېدونکی صورتحال به سيمه ايز او نړيوال اثرات ولري،

د ویاند په وینا نړۍ د منفي اثراتو سره بحران نه شي زغملی.

د پاکستان له اړخه دغه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د امریکې د کانګریس (هاوس اف ریپریزینټیټیوز) سپیکره نینسې پیلوسي او د هغې په مشرۍ کې پلاوی د سه شنبې یا نهې په شپه تایوان ته رسیدلی ؤ اؤ ایسوسي ایټیډ پریس خبرې اداره وایي په تیرو ۲۵ کلو کې پلوسي لومړۍ لوړ پوړې امریکايي چارواکې ده چې د تایوان دوره کوي-

د نړیوالو چارو پوهه پروفیسر ډاکټر اعجاز خټک وایي پاکستان د تایوان په معامله د چین ملاتړ وړاندې هم کړې دې-

دهغه په وینا دې وخت کې دخارجه دفتر د ویاند بیان څرکندوي چې پاکستان په دې پوهه دی چې د امریکا سره یې اړیکې د پخوا په څېر نه دي پاتې نو په داسې حال کې پاکستان غواړي او که نه د پاکستان اړیکې د امریکه سره خرابې او د چین اړخ ته نزدې کیږي-


وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل په داسې حال کې چې پاکستان د سختو اقتصادې ستونزو سره مخ دی د یو په پلوۍ د وریدو په ځاې پکار ده چې دغلي پاتې کېدو تګ لاره یې خپله کړې وی نو دا به د پاکستان په ګټه وه-

د پاکستان د امریکا سره د روس او یوکرین پر معامله اړیکې د وړاندې څخه اغیزمنې شوې دې البته پروفیسر حسن عسکرې وایي فکر نه لرې چې د پاکستان دغه بیان څخه به د امریکا سره دوه اړخیزه اړیکې اغیزمنې شې ولې چې د دغه سفر په اړه امریکا کې نن هم دوه فکرونه شتون لري

ډیوه سره خبرو کې هغه زیاتوې چې د امریکایي استازې د تایوان د سفر څخه سیمه کې تاوترخوالی رامنځ ته شوی چې اغیز یې پر سیمه ایزه هیوادونو هم پریوتی شي-

د وي او ای د رپورټ تر مخه تایوان ته په رسیدو نینسي پلوسي په یو بیان کې ویلې وؤ تایوان ته د کانګریس د پلاوې سفر په تایوان کې جمهوریت سره د امریکې د ملاتړ څرګندونه کوي-

پلوسي وویل تایوان ته د کانګرس د غړو سفر دتایوان په اړه د امریکې په تګلاره کې د څه تضاد څرکندونه نه کوي-

د تایوان جزیره خپل انتظامي نظام لري خو چین پې د ملکیت دعوې کوي-

خبري شبکه ای پي وايي چین تایوان ته د غیرملکي حکومتي چارواکو دورې د تاېوان د خپلواکۍ تسلیمېدل ګني او تایوان ته د پلوسي سفر د امریکې او چین ترمنځ تاوتریخوالي کې اضافه کړې ده-

د ای پي د رپورټ ترمخه تر مخه چین ویلي چې پلوسي دې تاېوان ته نه ورځي او خبرداری یې ورکړی که چېرې دغه دوره کېږي نو په ضد به یې چین سخت اقدامات کوي-

ای پي وايي وایټ هاوس د ګل یا دوشنبې، په ورځ د پلوسي د سفر په اړه د چین بیان بازي رد کړه او وئ وېل امریکا چین سره دتاوتریخوالي په زیاتولو کې دلچسپي نه لري-

د امریکې د نېشنل سېکیورټي کونسل ویاند جان کربي ویلي تایوان ته د تګ او یا د نه تګ فېصله د نېنسي پلوسي خپله فېصله ده او دا چې د کانګرس غړو مخکې هم د تاېوان سفرونه کړي دي-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG