لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي‌ پر ایمن الظواهري د برید په اړه معلومات نه لري، خو برید یې بیا غندلی دی


واشنګټن ـــــ طالبانو د ایمن الظواهري تر وژنې وروسته په خپل دویم غبرګون کې یو ځل بیا پر کابل د امریکې ډرون برید غندلی دی، خو دعوه یې کړې چې دوی تر اوسه د دې هدفي برید په اړه معلومات نه لري او وایي د ترهګرۍ په ضد به خپله مبارزه روانه ساتي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ولسمشر جوبایډن تر هغه اعلان درې ورځې وروسته په دویم ځل غبرګون څرګند کړی چې وایي د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري یې په کابل کې په ډرون برید کې وژلی دی.

که څه هم د طالبانو د حکومت لپاره چې یو کال وروسته لا هم د نړۍ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی د کابل په یوه عالیشان ځای کې په یو کور کې د القاعده ډلې د مشر اوسېدل سپکاوی ګڼل کېږي خو د طالبانو د وزیراعظم مرستیال عبدالسلام حنفي د چارشنبې- شورو په ورځ په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې دا خبره ونه منله.

له ملا عبدالسلام حنفي پوښتنه وشوه چې د امریکا په ډرون برید کې د ایمن الظواهري د وژنې په اړه څه وایي، هغه وویل:

"موږ تر اوسه په دې اړه تفصیلي معلومات نه لرو، ټول هغه څه چې موږ ترې خبر یو هغه دا دي چې دلته یو ډرون برید شوی دی او زموږ اسلامي امارت [طالبان] یې په کلکه غندنه کوي".

عبدالسلام حنفي یو ځل بیا د کابل په «شېرپور» سیمه کې پر یو کور د امریکې ډرون برید د افغانستان د خپلواکۍ، د نړیوالو قوانینو او د دوحې د تړون سرغړونه وبلله او په ټینګار سره وویل چې خاوره یې د هیڅ هېواد په ضد نه استعمالېږي:

"اسلامي امارت بیا بیا خلکو [نړیواله] ته ویلي دي دا زموږ پالیسي ده چې زموږ خاوره به د ګاونډیانو او نورو په خلاف نه استعمالېږي، موږ پر خپله دې پالیسۍ کلک ولاړ یو".

خو واشنګټن د ایمن الظواهري تر وژنې وروسته پر طالبانو تور لګوي چې د 2020م کال د فرورۍ د میاشتې له تړونه یې سرغړونه کړې. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د اینټني بلینکن له خولې لیکلي دي:

"په کابل کې د القاعده د مشر مېلمه کول او هغه ته پناه ورکول د طالبانو له خوا د دوحې د تړون او نړۍ ته د دوی د هغو ډاډګېرنو بنیادي‌ سرغړونه ده چې ویل به یې هیڅ ترهګر ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره استعمال کړي او د نورو هېوادونو امنیت ته خطر پېښ کړي".

د امریکې ولسمشر جوبایډن د تېرې ګل- دوشنبې په ماښام ولس ته په وینا کې ویلي وو،‌ د القاعده 71 کلن مشر مصری ډاکټر ایمن الظواهري په کابل کې د هغه کور په بالکنۍ کې وو چې ډرون الوتکې د «هیل فایر» یا «د دوزخ اور» په وسیله ورباندې برید وکړ او ویې واژه.

ولسمشر جوبایډن ویلي وو، په برید کې د ظواهري د کورنۍ نور غړي نه دي زیانمن شوي. یو امریکایي چارواکي وي او اې ته په دې اړه ویلي:

"د طالبانو د حقاني ډلې غړو [تر برید وروسته] په بیړه د ظواهري مېرمن، لور او لمسي له هغه کوره ایستلي او بل ځای ته یې بېولي دي، د دې خبرې د پټولو پراخه هڅه یې کړې چې ګواکې دوی په خوندي‌ کور کې اوسېدل".

امریکې د اتوار- یکشنبې په سهار وختي په داسې وخت کې د القاعده ډلې پر مشر برید کړی، چې تر هغه څو ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان په اړه د تاشکند کانفرنس ته ویلي وو، حکومت به یې د القاعده په ګډون هیڅ بهرنۍ ترهګرې ډلې ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد په ضد وکاروي.

د افغانستان لپاره د یورپي‌ ټولنې استازی توماس نیکلسن وایي په کابل کې د الظواهري وژل کېدو په تاشکند کنفرانس کې د طالبانو ژمنې تر پوښتنې لاندې راوستې دي. نیکلسن د شورو- چارشنبې په ورځ‌ پر ټویټر لیکلي:

"ایا طالبان خبر نه وو، توان یې نه وو او که یې نه غوښتل چې د القاعده د مشر په ضد ګام واخلي؟".

که څه هم طالبانو لا د کابل په دغه کور کې د الظواهري اوسېدل او وژل کېدل په رسمي توګه نه دي تایید کړي، خو امریکایي چارواکي وایي د القاعده مشر د حقاني شبکې مشرانو په دې کور کې ساتلی وو.

پاکستان تر څارنې لاندې:

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته اوس دا پوښتنه هم پیدا کېږي چې آیا پاکستان خو به په دې کې څه رول نه وي تر سره کړی چې پر ایمن الظواهري په ډرون برید کې یې له امریکې سره مرسته کړې وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې- نهې په ورځ د امریکې په هوايي برید کې د اسلام اباد د ممکنه برخې لرلو په اړه د اپوزیشن ګوندونو تورونو او شکونو ته له احتیاطه ډک جواب ورکړ. وزارت پخپل لنډ بیان کې لیکلي وو:

"پاکستان د ترهګرۍ هر ډول او اظهار غندي، پاکستان د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له اړوندو قراردادونو سره سم د ترهګرۍ خلاف ولاړ دی."

د پاکستان تحریک انصاف په تېر حکومت کې مخکینۍ وفاقي وزیرې شیرین مزاري په یوه ټویټ کې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ له اتحادي حکومته غوښتي، سپیناوی دې وکړي چې ایا په پټه یې امریکې ته د هوايي برید لپاره پوځي اډه ورکړې ده که څنګه:

"حیرانونکې پوښتنه: د امریکې یوه ډرون الوتکه له خلیجه افغانستان ته الوتلې وه، ګومان کیږي پاکستان تر اوسه اډې نه دي ورکړي (که اوسني حکومت په پټه دا کار نه وي‌ کړی)، خو پر کوم هیواد پاس یې پرواز وکړ؟ ایران د امریکې پوځ ته د فضا هیڅ حق نه ورکوي نو ایا د پاکستان هوايي فضا کارول شوې ده؟".

د واشنګټن په څېړنیز مرکز ویلسن سنټر کې د جنوبي اېشیا د چارو څېړونکي مایکل کوګلمېن هم ټینګار کړی او وایي پاکستان که د امریکې په برید کې اسانتیا برابره کړې وي نو یواځینی هیواد دی چې دا کار یې کولای شو. کوګلمېن پر ټویټر لیکلي:

"جغرافيه دروغ نه وايي. که دا ډرون په خلیج کې د امریکې له اډې الوتلی وي، نو پر ایران برسېره نه شو تلای، پر منځنۍ اېشیا هم الوتل او د چټکو عملیاتو او بیا په بیړه د وتلو لپاره هم ډېر سخت کار دی. د دې لپاره د پاکستان هوایي فضا زښته د خوښې وړ انتخاب دی".

پاکستان چې د نېټو یو لوی غیراتحادي ملک دی، شل کاله وړاندې یې امریکایي ځواکونو ته له خپلو مځکنیو او هوايي لارو اجازه ورکړه چې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت برید وکړي، خو پر ایمن الظواهري د امریکې په برید کې د ممکنه مرستې په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG