لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په پښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت ته 36 ګاډي ورکړي، تاوده بحثونه پرې پېل شوي


اسلام اباد کې د امریکې سفير ډونلډ بلوم د خېبرپښتونخوا د تحریک انصاف ګوند وزیراعلا محمود خان سره ليدلي، او د امریکا د نړيوالې پرمختيا د پروګرام [يو اېس اې ايي ډي] لخوا د پښتونخوا حکومت ته 36 ګاډي هم ورکړی شوي دي، په ټولنيزو رسنيو پرې تود بحث پېل شوی چې د تحریک انصاف مشر عمران خان د امریکايي سازش خبره کوي او دلته يې حکومت د امریکا نه مرستې اخلي.

پېښور کې د امریکې کونسلګرۍ ويلي، "سفير بلوم د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان سره ليدلي د پاکستان سره يې د اقتصادي پرمختيا، تجارت، تعليمي شرکت دارۍ او پانګونو په برخو کې يې د سيمې او خلکو سره د امریکايي مرستو په اړه خبرې کړي دي".

او بيا په پاکستان کې د امریکا د نړيوالې پرمختيا پروګرام [يو اېس اې ايي ډي] ویلي، "مونږ په ګډه د پاکستان د صحت په برخه کې کار کوو او امریکايي حکومت د خېبرپښتونخوا د حکومت د صحت د پروګرام په ملاتړ خوشاله دی".

یو اېس اې ايي ډي د خېبرپښتونخوا حکومت ته 36 ګاډي هم ورکړي، ويل شوي دغه ګاډي به د کرونا د نمونو راټولو او ويکسينو ويشلو کې پکاريږي.

خبريال طلعت حسېن په ټویټر د امریکايي سفير او خېبرپښتونخوا د وزیراعلا د ملاقات ويډيو خپره کړې او ورته یې ليکلي دي،

"د امریکې سفير د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا سره په خوندور ماحول کې ملاقات شوی، او د خزانې وزیر تيمور جګړا په خندا کې د 36 ګاډو کونجانې/ کيلي حکومت ته ورکړی شوې، دا سازش نه نو څه دي؟ ايا مونږ غلامان يو؟".

او خبریال سليم صافي ویلي،

"سترګې مو روښانه او زړونه مو خوشاله، په خپله پي ټي ايي والا هم پوهيږي چې د امریکې بالواسطه دوی څومره خدمت کړی دی بل چا دومره نه دی کړی او د امریکې د سازش بیانيه تشه ډرامه ده".

خبریال عقيل يوسفزي ویلي،

"د امریکايي سفير د عمران خان د صوبايي حکومت سره دومره مينه؟ څه خو د پردې په شا روان دي".

او بيا خبريالې فرزانه علي ویلي،

"ایا مونږ غلام يو، د 36 ګاډو ورکول او په دوه اړخيزه معامعلاتو خبرې سازش خو نه شي کېدی، د مرشد لوبغاړو، اوس نوې سودا وګورئ".

په خېبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف ګوند د حکومت د وزیراعلا سره د امريکايي سفیر ملاقات په داسې وخت کې شوی او بحثونه پرې پېل شوي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پرله پسې تور لګوي چې هغه د امریکايي سازش لاندې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی دی.

خو امریکا او د پاکستان اوسني حکومت د عمران خان دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

څيړونکي وايي عمران خان دغه تور د سياسي ګټو دپاره کاروي بله کومه خبره ورسره نشته چې يې وکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG