لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سټېټ بینک: د غیر ملکي زرمبادلې ذخیره 8.39 اربه ډالرو ته راکوزه شوې ده


د پاکستان مرکزي سټېټ بېنک وایي د بینک دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره 8.39 اربه ډالرو ته راکوزه شوې ده او د پاکستان مجموعي د زرمبادلې ذخیره 14.21اربه ډالره ده .

دپاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل وایي اقتصادی مشکلات شته خو اقتصاد په سمه لاره روان دی او د حکومت دا هڅې دي چی د درامدات راکم او برامداتو ته وده ورکړي او راتلونکو دریوؤ میاشتو دپاره درامدي بل په کنټرول کې وساتي .

هغه وایي پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف ټول شرطونه منلي او سختې فیصلې یې کړي " مونږ سره بله لاره نشته چی کرنټ اکاونټ او بجټ خساره راکمه کړو او د ملک نه د ډالرو په وتلو قابو ومومو"

په پاکستان کې د پیسو د بدلونکو د اتحاديې د مشر ملک بوستان وي او ای ډیوه ته ویلي چې د بهرنیو ادایګیو له امله دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره کمه شوې او بله دا چې کله ډالر ګران شوی ؤ خلکو په ډالرو کې پانګونې کړې وې خو اوس د ډالر بيعه راکمه شوې او ډالر بېرته مارکیټ ته راروان دی.

هغه وایي دا وخت په مارکیټ کې د ډالر بیعه 224 روپۍ ده او امید دی چې روانه میاشت کې دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره کې اضافه وشي او اوس په ملک کې سیاسی بې باوري هم پشا شوې او اقتصاد مثبت طرفته روان دی.

د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل رسنیو ته ویلي د پاکستان اقتصاد په سمه لاره روان دی خو لا اقتصادي بدې ورځې به روانې وي "او مونږ غواړو چې د دریوؤ میاشتو دپاره د پاکستان درامدات کم وساتو او برامداتو ته وده ورکړو نو اقتصاد به وده بیا مومي"

دهغه وینا ده چې پاکستان دسختو اقتصادي فیصلو وروسته د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره د مامورینو په کچه لوظ نامه کړې ده او چې مالیاتي اداره پاکستان ته د پور پروګرام بحال کړي نو نورې مالیاتي ادارې، نړی وال بینک، ایشین ډویلپمنټ بینک او د چین بینکونه به هم پاکستان سره مالي مرستې وکړي او د پاکستان اقتصاد به مستحکم شي.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وي او ای ډیوه ته وایي روان مالی کال کې پاکستان ته د 35 اربو ډالرو ضرورت دی او په دې کې 21 اربه ډالره پورونه هم ستنول دي.

هغه ویلي په نړیواله کچه د تیلو او خوراکي شیانو بیعې کمې شوي او د پاکستان درامدي بل هم کم شوی خو د نړیوالې مالياتي ادارې پروګرام د پاکستان دپاره ډیر مهم دی ځکه چې دې پروګرام کې پاتې کیدل پاکستان ته مالي مرستې ترلاسه کیدل دي او روانه د اګست میاشت کې که پاکستان ته پورونه ورکړل شی نو اقتصادي مشکلات به کم شي.

مرکزي حکومت وایي د پاکستان درامدات 46فیصده کم شوي او ددې تر څنګ په جولایي کی برامداتو کې هم 24فیصده کمی راغلی.

سږکال کال د جون په میاشت کې پاکستان ته 7.7 اربه ډالره درامدات شوي وو او په تیر مالي کال کې درامدي بل 80اربه ډالره وو خو ددې په مقابله کې د پاکستان برامدات 31اربه ډالره وؤ چې له وجې یې د پاکستان تجارتي خساره 49 اربه ډالره وه .

اقتصادي پوهان وایي تر کومه چې د نړیوالې مالياتي ادارې له خوا پاکستان ته پورونه نه وي ورکړی شوي د پاکستان اقتصاد به مشکل سره مخ وي .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG