لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د تېر کال په مقابله کې ګراني د 38فيصده نه سېوا شوې ده


د پاکستان د شمېرنې اداره په خپل اوونيز رپورټ کې وایي د تیر کال په مقابله کې روان کال امروزه ګراني 38.63فيصده ته رسېدلې او روانه اوونۍ په امروزه ګرانۍ کې 0.82فيصده نور زیاتوالی راغلی دی، د ادارې وینا ده تیره اوونۍ امروزه ګراني 3.68فيصده ریکارډ شوې وه.

صوبایي حکومت وایي په روان بجټ کې يې غریبو او بې وزله خلکو ته په ګرانۍ د رعایتونو ورکولو دپاره 35 اربه روپۍ ایښودي دي.

په خېبر پښتونخوا کې د سرکاري محکمې کارکونکې اعظم خان وي او اې ډیوه ته وايي په ملک کې د ګرانۍ له وجۍ د ژوند معیار غورځیدلی دی، دوی وایي د خوراکي څيزونو د ګرانو بیعو نه علاوه د ژوند نور ضرورتونه هم د ګرانۍ له امله نه پوره کېږي.

"حکومت په روان بجټ کې 15فيصده تنخاګانې زیاتې کړې او په کوم حساب چې ګراني راغلې دا د هغې لس فیصده هم نه ده او د یو عام سرکاري نوکر تنخا د 3000 نه تر 6000 پورې سېوا شوې او د ژوند ډیرو کړمو سره مخ دي یو تن چې د موټر سایکل استعمال به یې کوو هغه اوس پیاده شوی د 10000روپو د کرايه په کور کې اوسیدل ګران شوي او بیا د تعلیم او صحت ضرورتونه د دې نه علاوه دي".

د پاکستان د شمېرنې ادارې تیره اووني وويلي، د جولایۍ په میاشت کې د میاشتنۍ ګرانۍ رفتار 24.9 فيصده ته زیات شوی له دې وړاندې په جون کې د کنزیومر پرایس انډیکس یا د میاشتنۍ ګرانۍ شرح 21.3فيصده وه.

د خېبر پښتونخوا د خوراک وزیر میډیا ته ویلي صوبایي حکومت اولس ته د رعایتونو ورکولو دپاره په بجټ کې 35 اربه روپۍ ایښودي دي.

"په ملک کې چې کومه ګراني روانه ده په دې اولس ته د رعایتونو ورکولو دپاره په دې بجټ کې 35 اربه روپی ریلیف ورکول کېږې تیر کال د سرکاري وړو بيعه 1100 روپۍ مقرر کړی شوې وه روان کال د 20 کلوګرامه وړو بيعه 980 روپۍ ورکول کېږې او د دې دپاره په ټوله صوبه کې 1200 مرکزونه جوړ کړی شوي او د موبایل ټرکونو په ذریعه هم ارزان وړه ورکول کېږې او په دې کار لاس پورې کړی شوی دی".

د شمېرنې اداره وایي روانه اوونۍ په امروزه حساب د 33 خوراکي توکيو بیعې زیاتې شوي چې پکې پیاز 25فيصده،ټماټر 12 فيصده ،دالونه 5 فيصده الوګان 5 فيصده او د جرګو ها/اګۍ 2 فيصده ګرانې شوي دي.

د ادارې وینا ده د کال په حساب د خوراکي او غیر خوراکې څيزونو بیعې ډیزل 109 فيصده ،پټرول 88 فيصده ،خوراکې تیل 74 فيصده د چرګ غوښه 73 فيصده او بجلی 52فيصده ګرانه شوې ده.

مرکزي حکومت وایي د جولایۍ په میاشت کې په نړیواله کچه د خوراکي توکيو او خام تیلو بیعې راکمې شوي او د پاکستان درامدي بل هم راکوز شوی چې له وجې پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې مضبوطه شوې او حکومت وایي چې په راتلونکې کې به ګراني نوره هم کمه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG