لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په سوات کې وسله والو سره په نښته کې تښتول شوي پولیس په ژوبل حالت کې خوشي شوي


د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات په مټه علاقه کې پرون د ګل/دوشنې په ورځ د وسله والو او پولیسو ترمنځ نښته شوې چې پکې د ډي اېس پي پوليس افسر په ګډون څلور پولیس وسله والi تښتولي خو ويل کيږي چې تښتول شوي پوليس چې پکې ژوبل افسر هم شامل دی د وسله والو د مذاکراتو وروسته خوشي کړی شوي دي.

د سوات مټه علاقه د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا محمود خان پلارنۍ علاقه ده.

د سوات نه د ډیوه خبريال فياض ظفر په خپل رپورټ کې وايي، د سوات پوليسو دغه پېښه تاييد کړې چې په مټه کې د طالب وسله والو او پوليسو ترمنځ نښته شوې ده، ژوبل پوليس بيا خوشی کړی شوی او په روغتون کې درملنه روانه ده.

پوليسو د پېښې په اړه نور تفصيل نه دی ویلی.

بل لور ته په ټولنيزو رسنيو د تیرو څو ورځو راهسې داسې ويل کيږي چې د سوات په مټه او برنو سيمو کې طالب وسله وال ليدل کيږي.

خو د سوات انتظاميه او پوليس د دې تاييد نه کوي.

د تازه پېښې په اړه په ځايي کچه د فېس بک پاڼو باندې خبرونه ورکړل شوي دي، د شمال نيوز په فېس بک پاڼه ويل شوي د طالبانو او ځايي جرګې ترمنځ مذاکرات شوي طالبانو د تښتول شوي ډي اېس پي پير سيد په ګډون نور اهلکار بيا خوشي کړي دي.

د اتوار او ګل په مينځنۍ شپه کې د مټې په چوپريال تاڼه د بريد خبر هم مخې ته راغلی او پرون بيا د پوليس او پوځ لخوا په علاقه کې د عملياتو ويل شوي وو.

د سوات يو خبريال فضل خالق وايي، د نښتې خبر مخې ته راغلی، خو پوليس او حکومت په دغه اړه هيڅ نه وايي خلک په ویره کې دي چې څه روان دي دا څه نوې لوبه شورو کيږي.

د سوات پولیس چارواکي د يادو پېښو په اړه غلي پاتې دي خبريالان وايي ځواب نه کوي.

د ځايي خلکو په وېنا نن د نهې په ورځ په علاقه کې ډزې نه اورېدل کیږي خو امنيتي اهلکار په علاقو کې ليدل کيږي.

د سوات د قامي جرګې یو مشر الحاج ظاهر خان ویلي، دا کسان [وسله وال] دومره منظم دي دا به يو څو کسان خو نه وي چې ډي اېس پي او پوليس يرغمال او د ارمي افسران يرغمال کوي نو دا خو به ګڼ تعداد کې وي او ښه منظم دي.

نوموړی وايي د هغه په خيال دا د حکومتي چهترۍ د لاندې دي ځکه دومره طاقتور دي.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان د سوات د تازه پېښې په اړه په ټويټر ويلي، د ترهګرۍ په پېښو د حکومت خاموشي مجرمانه عمل دی او پوښتنه يې را ولاړه کړې چې ایا ریاست دومره کمزوری دی چې د خپل ډي اېس پي خوشي کولو دپاره په ترهګرو جرګې کوي؟.

د خېبرپښتونخوا حکومت لخوا د يادې پېښې په اړه په رسمي ډول کوم خبر مخې ته نه دی راغلی.

په کال 2007 کې طالب وسله وال په سوات کې راښکاره شوي او هغه وخت د متحده مجلس عمل په حکومت کې علاقې ته پوځ لېږل شوی او په سيمه کې يې د راه حق په نوم پوځي عمليات پېل کړی شوي وو کله چې د ملافضل الله په مشرۍ طالبانو حکومتي عملداري چېلنج کړه.

د هغې وروستو په کال 2009م کې په پوره زور سره پوځ د راه نجات په نوم په دوېم ځل عمليات کړي او طالبان يې د سوات نه ويستي وو. د دغو عملیاتو په مهال د سوات نه د لکونو په شمېره کې خلک کډوال شوي وو.

د هغې وروسته ويل شوي وو چې په سوات او د ملاکنډ ډويژن په نورو ضلعو کې امنيت په ځای کړی شوی او په کومه علاقه د طالبانو په لاس کې نشته يا هلته په منظم ډول شتون نه لري، خو د دغې وروسته بيا هم په سيمه کې وخت په وخت د ترهګرۍ پېښې شوي او تراوسه دوام لري.

XS
SM
MD
LG