لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمر خالد خراساني د وژنې وروسته به د ټي ټي پي او پاکستان مذاکرات روان پاتې شي؟


د تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستاني حکومت لخوا جرګه کې برخه اخستونکي وايي د ډز بندۍ په وخت د ټي ټي پي او حکومت داوړو غړي په بريدونو کې وژل شوي دي، خو د مزاکراتو لړۍ روانه وه، د دوي په وينا د عمر خالد خراساني د وژنې وروسته هم پکار ده چې مزاکرات روان وساتل شي.

خو بل لور ته د ټي ټي پي سرچينو ویلي د دوی د راتلونکې دپاره غونډې روانې دي.

د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمېنځه مزاکرات د تېر کال د اکتوبر د مياشتې نه پېل شوي وو، او د وروستيو څو مياشتو نه يې ډز بندي روانه ده.

دې مزاکراتو په اړه نړيوال او د ځايې مطبوعاتو رپورټونه وايي چې دا د پاکستان پوځ پېل کړي دي، په مزاکراتو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرل فېض حميد چې د پېښور کور کمانډر وو مهم رول يادول کېدو، او هغه پخپله د ټې ټي پي سره خبرو د پاره افغانستان ته تللی وو.

له دغې وروسته بيا د جون د مياشتې په لومړو کې اول د قبايلي او بيا د ملاکنډ ضلعې د مشرانو جرګه کابل ته تللي وه، بيا دويمه د قبايلي مشرانو او حکومتي اهلکارو جرګه د جولايۍ د مياشتې په اخر کې افغانستان ته د ټي ټي پي سره خبرو د پاره تللي وه، درېيمه جرګه هم د جولايۍپه اخر کې د مولانا محمد تقي عثماني په مشرۍ کې تلې وه.

د دې جرګې په عکسونو خالد خراساني د مېجر عامر د ورور او د پنج پير د مدرسې مشر مولانا محمد طيب تر څنګ نورو غړو سره ليدل شوی وو.

د قبايلي مشرانو په جرګه کې ګډونوال او د باجوړ نه پخواني د قامي اسمبلۍ غړي اخونذاده چټان ډيوه ته وويل، بايد چې عمر خراساني وژنه په روانو مزاکراتو څه اثر ونه غورځوۍ، ځکه چې د جرګې په پېل کې دوي دا خبره په ډاکه کړې وه چې کله هم داسې مزاکرات کيږي او د کاميابۍ په لور روان شي نو کومه داسې بده پېښه وشې چې روانو مزاکراتو ته پرې زيان ورسي.

نوموړي وويل د مزاکراتو په دوران د پاکستان سيکيورټي اهلکارو باندې هم بريدونه شوي او دغسې طالبان هم په نخښه شوي خو مزاکرات روان وو او بايد چې دا لړۍ ونه درول شي.

ټي ټي پي د خالد خراساني د وژل کيدو وروسته کوم بيان نه دی جاري کړی خو سر چينو ډيوه ته ويلي د ټي ټي پي غونډې روانې دي او په دې خبرې کيږي چې ايا حکومت سره مزاکرات او ډز بندي جاري وساتل شي او که ختمه کړی شي.

تيره ورځ سرچينو ډيوه ته ويلي وو دوي به زر خپل اعلاميه جاري کوي چې راتلونکی لايحه عمل به پکې ټاکل شوی وي.

د جرګې دوو غړو ډيوه ته وويل دوي ته اجازه نشته چې په دې خبرې وکړي چې ايا عمر خالد خراساني په مزاکراتو سخت دريځه موقف لرو او د هغه غوښتنې څه وې.

خو څيړونکو ډيوه ته ويلي خالد خراساني په روانو مزاکراتو کې تر ټولو زيات سخت موقف لرو، او په مزاکراتو کې د هغه خبرو ته مرکزي حثيت حاصل وو.

ټي ټي پي وايي بنيادې غوښتنې ېي د قبايلي ضلعو پخوانې حيثيت بحالول او د تنظيمي ډهانچې سره خپلو سيمو ته واپسي ده.

د جرګې غړو ډيوه ته ويلي د دوي ټي ټي پي سره د خبرو بنيادې مرکز هم دغه دوه نکتې وي، چې طالبان د دغو غوښتنو نه په شا شي يا يې کومه د مينځ لار راويستل شي، خو تر اخر جرګې پورې دوي نه وو بريالي شوي، د قبايلي مشرانو د جرګي واپس کيدو څو ورځې پس خالد خراساني سره د نورو دريو مهمو ملګرو په پکتيکا کې ووژل شو.

د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو سلاکار برېسټر محمد علي سېف ډيوه ته ويلي د عمرخالد خراساني د وژنې په مزاکراتو کوم اثر پريښودل نه دي پکار، ځکه د جرګې دې سره نېغ په نېغه کوم تعلق نشته، جرګه خو د دې د پاره ده چې داسې پېښې ختمې شي او دا مرګ ژوبلې ودريږي.

نوموړي زياته کړه مونږ دا ګڼو چې ټي ټې پي تراوسه پوري کومه رويه ده هغه مثبته ده، او داسې کومه خبره د هغوي لخوا نه ده راغلې چې په مزاکراتو به اثر پريوځي.

څيړونکو ډيوه ته ويلي د مزاکراتو راتلونکی به د تحريک طالبان پاکستان د اعلاميې وروسته معلوم شي چې ايا دا مزاکرات او ډز بندي روانه ساتل کيږي يا ختمولی شي، خو د نهې د ورځې د ماسپښين يوې بجې پورې د ټي ټي پي لخوا کومه اعلاميه مخې ته نه وه راغلې.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG