لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: په وسله وال بريد کې يو پوليس افسر وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د نامعلومه وسله والو په بريد کې يو پوليس افسر [اې اېس ايي] وژل شوی دی. چارواکي وايي پوليس افسر په ډیوټۍ وو ډزې پرې شوي او وژل شوی دی.

ياده پېښه تېره شپه ناوخته نزدې 11 بجې د پېښور په ريګي ماډل ټاون سيمه کې شوې ده.

د ريګي سيمې د پوليسو ډي اېس پي دفتر وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې پوليس افسر اې اېس ايي ريخمن خان په علاقه کې په ناکه وو، په موټر سايکل نامعلومه ترهګر راغلي او پوليس افسر يې په هدف کړی دی.

د چارواکو په وېنا دا د ترهګرۍ پېښه ده.

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

چارواکو ويلي د پېښې وروسته نفري علاقې ته رسېدلې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

دوه ورځې وړاندې هم په ريګي سيمه کې د پوليسو په يوه چیک پوسته نامعلومه کسانو لاسي بم غورځولی خو مرګ ژوبله یې نه وه اړولې.

له دې وړاندې تيره مياشت د پېښور د متنو تاڼې په حدودو کې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې دوه پولیس وژل شوي او يو اسټنټ سب انسپکر افسر پکې ژوبل شوی وو.

د دغه پېښې زمه واري هم چا نه وه منلې خو په وروستيو کې په پېښور کې د دغه ډول زياترو پېښو زمه وارۍ داعش منلي دي.

پېښور کې روان کال د مې په مياشت کې د يو پوليس افسر او دوه سيکانو د وژلو زمه واري هم داعش منلې وه..

د خېبر پښتونخوا د پولیسو د شمیرو له مخې د روان کال په اوږدو کې په صوبه کې د هدفي وژنو په پېښو کې 55 پولیس افسران او عسکر وژل شوي دي.

د پولیسو نه ترلاسه شوو شمېرو ترمخه د تيرې میاشتې پورې په وژل شوو پوليس افسرانو کې دوه انسپکټران، دوه اسسټننټ سب انسپکټران ،پینځه ای ایس ایي افسران، درې حوالداران او 43 سپاهیان شامل دي.

د پولیس ریکارډ ښایي چې دې کې تر ټولو زیات 11 پولیس افسران اؤ سپاهیان په ډیره اسماعیل خان کې وژل شوي اؤ بیا ورپسې پېښور کې دیو انسپکټر اؤ ایس ایچ او په ګډون 6افسران او سپاهیان وژل شوي دي.

د شمیرو له مخې د هدفي وژنو په پېښو کې په بنو کې پینځه، شمالي وزیرستان کې څلور،جنوبي وزیرستان دوه،نوښار او لکي مروت کې څلور، څلور،کرک کې دوه ،هنګو کې دوه،کوهاټ کې یو،ټانک کې څلور،خېبر کې درې،صوابۍ کې دوه،باجوړ کې یو،چارسده کې دوه اؤ په هریپور اؤ مردان کې هم یو،یو پولیس عسکر وژل شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG