لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دير نه وروسته سبا په سوات کې د امن دپاره د لاريون او احتجاج اعلان شوی


د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات کې د طالبانو ښکاره کېدو وروسته په سوات خوازه خېله کې سبا د جمعې په ورځ [12 اګست] د امن مارچ په نوم لاريون او احتجاج اعلان شوی دی، دوه ورځې وړاندې په کوز دير ضلع کې هم د دير پاڅون په نوم د امن غوښتنې دپاره لاريون او احتجاج شوی وو.

د سوات د خوازه خېلې علاقې سره تعلق لرونکی فعال سید اکبر شاه چې د سباني لاريون او احتجاج راجوړونکی دی وايي په سباني احتجاج کې ورسره پښتون ژغورنې غورځنګ سياسي ګوندونه او فعال شامل دي او په ټولو خلکو يې د ګډون غږ کړی دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "يو ځل بيا د سوات په خاوره د بدامنۍ هواګانې رالوتي دي، داسې محسوسيږي چې د سوات په خلکو يو بل ازمايش او تجربه کيږي، خو دا ځل مونږ دغه ازمايش او تجربې ته قطعا تيار نه يو، د تيرو څو ورځو نه په سوات او مټه تحصيل کې په خصوصي توګه خلکو يو ځل بيا ويره ترخه محسوسه کړې ده".

هغه وويل، "د مختلفو ويډیوګانو مخې ته راتلو او بيا د حکومتي چارواکو په خاموشۍ مونږ خفګان او د داسې واقعاتو غندنه کوو، دلته په مختلفو کليو کې دغه خلک [وسله وال] بيا ليدلي شوي دي، ځکه مونږ د امن مارچ او احتجاج کوو".

په سوات کې دغه احتجاج په داسې حال کې اعلان شوی چې په اتم اګست د سوات په مټه تحصيل کې د يو پوليس او پوځي افسر او سپاهي د وسله والو طالبانو په لاسو د يرغمال کېدو خبرونه مخې ته راغلي وو.

وروسته په ټولنيزو رسنيو یوه ويډیو خپره شوې چې پکې په مبينه توګه د سوات په غرونو کې طالبان د پوځي افسر نه په داسې حال کې پوښتنې کوي چې لاسونه یې ورله شاته تړلي دي. او بيا په ويډيو کې ليدل کيږي چې په ځمکه پروت ژوبل پوليس افسر نه پوښتنې کوي او پولیس افسر وايي پيرسيد نامه مې ده د بونیر پير بابا سره تعلق لرم، د مټې سرکل ډي اېس پي يم.

خو د سوات پولیسو بيا يو بيان جاري کړی او ویلي يې وو ډي اېس پي پيرسيد د پولیس نفرۍ سره د تحصیل مټه په کناله علاقه کې عملیات کول، ترهګرو پرې ډزې کړي هغه ژوبل شوی او د پوليسو د ځوابي ډزو له امله ترهګر تښتېدلي دي.

د سوات مټه تحصيل د وزیراعلا خېبرپښتونخوا محمود خان پلارنۍ علاقه ده.

د خېبرپښتونخوا حکومت د سوات په پېښه په رسمي ډول کوم بيان نه دی ورکړی خو بيا د خېبرپښتونخوا صوبې د پولیسو مشر معظم جاه په پېښور کې ميډيا سره په خبرو کې ويلي وو، دا خبره سمه نه ده چې طالبانو قبضې کړي دي، هغه ويلي وو دا وخت نه په وزيرستان او نه په سوات کې داسې حالات دي، د افغانستان نه د ترهګرو هلې ځلې ليدل شوي دي، او د ملک لياقت د پېښ پلټنې روانې دي.

په [6م اګست] ماسخوتن په کوز دير ضلع کې په خېبرپښتونخوا کې د واکمنه ګوند تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي ملک لياقت علي په ګاډي ډزې شوي، اېم پي اې پکې د پينځه کسانو سره ژوبل شوی، ورور، وراره يې او دوه ساتونکي يې وژل شوي وو.

او پرون بيا د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان منلې چې "تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] په پښتونخوا کې فعاليتونه لري د تحریک انصاف خلک په نخښه کوي وزیرانو او د اسمبلۍ غړو ته دړکې ورکوي".

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان د تيرې میاشتې راهسې دعوه کوله چې د تحریک انصاف ګوند وزيراعلا، د قومي اسمبلۍ مخکني سپيکر او درې وزیرانو طالبانو ته بهته يا قلنګ ورکړی خو د وزیراعلا د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر سېف ويلي وو دغه ډول کومه پېښه نه ده شوې.

د سوات قومي جرګې وياند د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خېبرپښتونخوا صوبې مشر خورشيد کاکا جي وايي، دوی په 17 اګست په سوات پرېس کلب کې د سياسي ګوندونو او مشرانو غونډه راجوړه کړې او په هغې کې به د سوات په امن خبرې کيږي او موثره غږ به پورته کوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د سوات دې اوسنيو حالاتو دوی د اندېښنې په نظر ګوري، وړاندې هم په دوی ناورین تېر شو او نن بیا د رياست او حکومت په موجودګۍ کې وسله وال راځي او قانون په لاس کې اخلي د قانون عملداري د مينځه ځي د رياست رټ چېنلج کيږي نو مونږ دې ته د تشويش په نظر ګورو، او مونږ پرې د يقین ترحده دا شک لرو چې دا د حکومت د سرپرستۍ بغېر دا نمونه عمل عملي کېدل امکان نه لري".

بل لور ته په دير کې د دير پاڅون مشر ملک جهان عالم وايي، په شپږم اګست چې د ملک لياقت کومه پېښه وشوه "هغې په خلکو کې ویره ترخه خوره کړه، چې ګنې 10، 12 کاله مخکې چې کومه لوبه شوې وه هغه حالات بيا رانشي ځکه دوی په دير کې د امن مارچ وکړو او د رياست او حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې د ايين لاندې خپله زمه واري پوره کړي او خلکو ته امنيت ورکړي".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "دوی غوښتنه کوي چې ولس دې نور ونه ځورل شي"، هغه زياته کړه "دوی د رياست نه د امنيت غوښتنه کوي خو که ونه شي او لکه د تير په څېر ریاست په امن قايمولو کې ناکامه شي نو بيا متبادل زمونږ د پښتنو سره دغه لار ده چې په ولسي کچه به راپاڅي او د دې د مخنيوي دپاره به هلې ځلې کوي".

په سوات کې د تازه حالاتو وروسته په ټولنيزو رسنيو د خېبرپښتونخوا په حکومت او ځانګړي ډول د سوات د مټې سره تعلق لرونکي وزیراعلا محمود خان سختې نیوکې روانې دي چې د صوبايي حکومت په دې حالاتو خاموشي معني خيزه ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG