لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې دطالبانو موجودیت،د دفاع وزیر خواجه اصف وایي افغان دولت سره پرله پسې تماس کې یو


دپاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف وایي سوات کې دطالبانو د موجودیت اطلاعاتو ته ګوري اؤ پاکستان په دې اړه پرله پسې دافغان دولت سره په تماس کې دی.

په عین حال کې دخیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې امنیتي تدابیر سخت کړل شوي اؤ دسوؤنو په شمیر کې پولیس په طالبانو دنظر ساتنې لپاره سړکونو ته راویستل شوي دي.

ددفاع وزیر خواجه اصف تیره ورځ پارلیمان کې د وینا په وخت منلې وه چې په خیبر پښتونخوا کې د قانون او نظم وضعیت مخ په خرابیدو دي خو هغه دا د صوبې د مسلې پر ځای قامې مسله بللې وه.

اسلام اباد کې یو سیمینار ته وینا اؤ رسنیو سره خبرو کې خواجه اصف ویلي سوات کې دطالبانو دشتون داطلاعاتو حکومت دقیق جاج اخلي اؤ دامنیتي وضعیت په قابو کې دساتلو لپاره کوټلي اؤ رغنده ګامونه پورته کړل کیږي.

دیوې پوښتنې په ځواب کې هغه ویلي حکومت دافغان دولت سره هم پرله پسې په تماس کې دی خو نه یې ده واضحه کړې چې په سوات کې دطالبانو دکنټرول کولو لپاره پاکستان دافغان طالبانو نه څه رقم مرسته غوښتې اؤ یا ددغو تماسونو مرکزي نکته څه ده؟

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو وارې بیا دخیبر پښتونخوا دسېلګرۍ په سیمه سوات اؤ دیر کې دطالبانو د راپورته کیدو رپورټونه مخې ته راغلي دي اؤ په ټولینزو رسنیو داسې ویډيوګانې هم خپرې شوي چې ګویا پاکستاني طالبانو دپاکستان دپوځ یو میجر اؤ یو سپاهي اؤ دپولیسو یو ډي ایس پي تښتولي دي.

دپاکستان پوځ یا حکومت لا تر دې دمه نه ده منلې چې ګنې په سوات کې طالبانو پوځيان نیولي اؤ دځان سره یې بوتلي دي.

خو تیره ورځ دپاکستان په مرکزي پارلیمان یا قامي اسمبلۍ کې دپارلیمان غړي محسن داوړ ویلي وؤ چې خیبر پښتونخوا کې ترهګري خپره شوې ده اؤ که مخه یې ونه نیول شوه نو ډیر زر به دا ترهګري دهیواد ګوټ ګوټ ته خوره شي.

دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر معظم جاه انصاري په سوات کې دپولیسو دیو مشر دتښتول کیدو اؤ دطالبانو لخوا له ژوبل کیدو باوجود دوه ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي وؤ چې په سوات کې وضعیت داسې نه دی چې دګواښ جرس دې وګڼل شي.

خو دپولیس مشر لخوا د سوات په وضعیت د ډاډ ښودل کیدو باوجود د زیارت په ورځ د سوات ټولو لویو سړکونو ته د سوؤنو په شمیره کې پولیس راویستل شوي وؤ چې په سړکونو تیریدونکي ګاډي یې لټول.

دسیمې نه یوې معتبرې سرچینې وي او ای ډیوه ته ویلي چې دسوات پولیسو ته دچارواکو لخوا وینا شوې ده چې دطالبانو په فعالیتونو کلک نظر وساتي اؤ دیوې سیمې نه بلې سیمې ته دهغوئ دحرکت مخه دې په هرحال ونیسي.

وي او ای ډیوه په دې لړ کې دسوات ضلعې دپولیسو مشر یا ډي پي او سره دتماس نیولو کوشش وکړو خو کامیاب نه شو.

پېښور کې میشت دسوات سره تعلق لرونکي خبریال عقیل یوسفزي تیره ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي د سيمي نه ورته تازه معلومات ترلاسه شوي دي چې په سوات کې د خېبر پښتونخوا د وزيراعلي محمود خان د کور نه شپږ اووه کلوميټره په فاصله او ځينو نورو سيمو کې وسلوالو طالبانو د شپي په وخت ګشتونه/ګزمې شورو کړي دي. په خلکو کې ويره ترخه خوره ده.

عقيل يوسفزی وايي په سوات کې چې د تېرو څو ورځو راهسې د وسلوالو طالبانو کوم فعاليتونه روان دي په دې کې غټه د اندېښني وړ خبره د صوبایي حکومت او واکمنو خلکو د لوري لاتعلقي ده چې د سيمې خلک يې اندېښمن کړي دي.

د عوامي نیشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان هم په دې وروستیو کې تور لګولی چې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر او دقامي‌اسمبلۍ دپخواني سپیکر پشمول د خېبر پښونخوا حکومت يو شمېر غړي طالبانو ته قلنګونه ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG