لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عوامي نېشنل ګوند: د بابړې مقدمه به بيا راسپړو


د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان وايي، د ګوند تېر حکومت يې تيروتنه کړې د بابړې مقدمه يې نه وه پرانستې خو که بيا په واک کې راځي دغه مقدمه به بيا راسپړي.

د پاکستان د ازادۍ يو کال پوره کېدو دوه نه ورځې وړاندې د خېبر پښتونخوا (د هغۀ وخت سرحد) د چارسده ضلعې بابړه سيمه کې د قيوم خان په حکومت کې د خدايي خدمتګار تحريک په غړو ډزې شوې وې، عوامي نېشل ګوند وايي په دغه پېښه کې په سلګونو خدايي خدمتګار په نښه شوي وو.

د عوامي نيشنل ګوند مشران وايي چې کله په واک کې راشي هغه مقدمه به بيا راسپړي.

سپين ږيری سېف الملوک چې درې ورځې وړاندې په حق ورسېدو، د مړينې نه وړاندې يې وي او اې ډیوه سره په د بابړې د پېښې په اړه ويلي، "په هغو ورځو کې دی ځلمی وو، د بابړې پېښې په وخت يې عمر نزدې 15 کاله وو، د علاقې ګڼ شمېر خلک يې بابړې ته ورغلي وو، خو د پېښې وروسته به يې امنيتي اهلکار کلي ته راتلل او دوي به يې وهل ټکول".

سېف الملوک وايي، "مونږ ته به يې ويل غوږونه ونيسه، مونږ د مدرسې عادت وو مونږ چې به غوږونه ونيول، نو به يې ويل چې داسې نا لاسونه پښې را اوباسه چې به مو وويل چې نا نو راباندې به يې رامنډه کړه لغته به يې راکړه زه به څلور پينځه ګامه مخکې لاړم".

عوامي نيشنل ګوند وايي په کال 1948م کې چې د چارسدې په بابړه کې د 600 نه زيات پښتانه وژل شوي وو.

د بابړې د پېښې د 74 تلين نمانځلو په لړ کې د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان د بابړې يادګار ته ورغلی او په دغه يادګار يې ګلونه اېښودي دي.

ايمل ولي خان په دغه موقع وويل "په 2008 کې چې دوي په واک کې وو نو دا مقدمه يې نه وه پرانستې او دغه خپله تېروتنه ګڼي، هغه زياتوي چې کله هم بيا په واک کې راغلل د دې پېښې پلټنې به په حکومتي کچ کوي".

"حقيقت دی چې مونږ په دې اوس ستومانه يو مونږ نه غلطي شوې ده، او چې مونږ ته کله هم موقع مېلاو شوه مونږ به د بابړې کېس بيا پرانیزو او مونږ به کوشش کوو چې د هغې کېس په صحیح طريقې سره فېصله وشي".

په 12م اګست 1948م خدايي خدمتګارو د باچا خان او د هغه د ملګرو د نیولو پرضد يو پرامنه لاريون د چارسدې بابړې ته راوستی وو خو عوامي نيشنل ګوند تور لګوي د هغه وخت د صوبې وزيراعلی قيوم خان پوليس ته امر کړی وو چې دغه خلک جلوس ته پرې نه ښودل شي او په دوی یې د نېغو ډزو امر کړی وو.

عوامي نيشنل ګوند وايي په دغه پېښه کې د 600 نه زيات کسان وژل شوي او بيا حکومت د وژل شوو د کورنيو نه هغه تاوان هم اخستی وو کومې ګولۍ چې په دوی ورول شوې وې.

ايمل ولي خان وويل په پاکستان کې دا اولنۍ پېښه وه چې د رياست لخوا وژل شوو خلکو نه د هغه ګولو تاوان واخستل شو.

هغه زياته کړه د بابړې پېښه د پښتنو کربلا ده او په دې سيمه اوس هم د پښتنو حالات ډير بدل شوي نه دي اوس هم وژل کيږي او د يو مشکل حالاتو نه تېريږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG